د ټولنې د ډاینامیزم طبیعي ارتقا

د دې عنوان کلي هدف دا دی، چې د فکر وده، ټولنیزکېدل، له یو پاراډایم بل پاراډایم ته تګ او په طبیعي توګه پرمختګ په هره ټولنه کې شته او مخه یې نه نیول کېږي. ډاینامیزم پدې مانا: کوم فعالیت او حرکت چې په یوه ټولنه کې په طبیعي توګه موجود وي او ورو ورو وده کوي. د معاصرۍ نړۍ یو عیني واقعیت دا دی، چې سنتي ټولنې د ګلوبلایزېشن سېلاب پسې اخیستې دي، له دې سېلاب سره مقابله کول، وړې او سنتي ټولنې دربدر کوي او یو ډول دا مقابله ناشونې ده. هوښیارې ټولنې له دغه سېلاب سره د مقابلې پر ځای ځانته کېښتۍ جوړوي او د سېلاب پر سر د نورو ترڅنګ مزل پیلوي.
دودیزپالنه، مذهبي اختناق، جنګ، تشدد، وېره، د نوو افکارو سرکوبول او د پرمختګ شدید مخالفت د ټولنې د عمومي فکر د ودې او ټولنیز پرمختګ خنډ کېدای شي؛ خو درولی یې نشي. د هرې ټولنې ډاینامېزم ایجابوي، چې پرمختګ وکړي. ټولنیز جبر او خڼډونه د ټولنې د ډاینامېزم طبیعي حرکت ورو کول شي، خو درولی یې نشي؛ پدې مانا: پرمختګ او د فکر پراختیا په طبعیي توګه په هره ټولنه کې شته؛ که هر څو د نوو افکارو مخالفت وشي، روحانینون تقریرونه وکړي، خولې ستړې کړي؛ په بشپړه توګه د افکارو د ودې او ټېکنالوژیک پرمختګ مخه نیول محال دي. ښه مثال یو ډېر حساس پارډایم ته د افغانسان تګ دی، افغانستان کې د معاصرۍ نړۍ د معایرونو خلاف غیر مسلکي خلکو د ټولنې او تخنیکي چارو مدریت په لاس کې اخیستی او د معاصر انسان له سخت غبرګون او انتقاد سره مخ دي. هلته اندېښنې دا دي، چې دودیزپال نسل نشي کولی دغسې یو افغانستان جوړ کړي، چې په ډېرو برخو کې دې حد اقل له نړۍ سره سیالي وکړلی شي. د دې مانا دا ده، چې د معاصرۍ نړۍ له معیارونو سره که هلته انسان ځان نه برابروي، منزوي کېږي. 
 
دودیز پال او بنسټپال روحانیون د ټولنې شعوري او ټېکنالوژیک پرمختګ کولی شي ځنډنی کړي؛ خو مهارولی یې نشي. د اروپا دویم تولد یا رنسانس یې بل ښه مثال دی. هلته کلیسا د پرمختګ هر ډول مخنیوی وکړ، حتی تر دې چې ځینې اسلاف به د کلیسا له وېرې له خپلو ساینسي تیورۍو تېر شول؛ خو بیا هم اروپا له منځینو پېړو او تورو تیارو راووته.
معاصر افغانستان به دقیقا دا اوسنی افغانستان نه وي، د څو کلونو په تېرېدو سره به هلته د نوي راټوکېدلي نسل د معاصر ژوند مطابقې غوښتنې او تقاضاوې ولري او دودیزپال به ونشي کولی، چې د نوي راټوکېدلي نسل غوښتنې ځواب یا یې مهار کړي. که دودیزپال وغواړي یا نه، د ټولنې مدریت د هغه انسان لاس ته لوېږي، چې له معاصرې نړۍ سره پر یوه لار مزل کولی شي.
 
موږ اوس د هغه وخت اروپا په څېر له دودیز فکر او د ټولنې د ځانګړي قشر له راجچلونې په وتو یو، که څه هم پر ټولنه د دودیزپالو بشپړ حاکمیت او مذهبي اختناق له افغان انسان سره ډېرې اندېښنې راپیدا کړې دي؛ خو د ټولنو طبیعي وده او د معاصرۍ نړۍ عیني واقعیت دا راته وايي، چې د تورو تمبو شاته لوېدلې ټولنه به آخر هم له نړۍ سره غاړه غړۍ کېږي او مزل به پیلوي.
که له خپلې ټولنې سره هغه اروپا مقایسه کړو د اروپا د هغه وخت پاپ او کلیسا زموږ له اوسنیو دودیزپالو او روحانیونو یو په سله د پرمختګ او ساینس مخالف وو، خو جدیدو افکارو او نوي ساینس پسې واخیستل. که خبره پر خپله ټولنه را وچورلوو، نوي افکار او ټیکنالوژیک پرمختګونه زموږ دا لږ ناسم عامه باورونه او عقاید لا ننکوي او د ټولنې د دودیز فکر ګیلم به ډېر ژر ټول کړي.
دا یو حقیقت دی، چې ټیکنالوژي راځي او که هر څو مخالفت یې وشي بیا هم راځي. په لنډ وخت کې په اطراف کې چا مبایل نه پېژانده خو اوس یې هر سړی جېب کې ګرځوي. پداسې حال کې چې لس کاله مخکې هلته خلکو د ټلویزیون په اړه ډېر ناسم فکر درلود، کوم کور کې که چا ټلویزیون درلودلو، آن فاحشه خانه ورته ویل کېده.
 
په جهان اسلام کې تر هرچا وړاندې دا جبر زموږ په ټولنه ډېر حاکم دی. دلته ټیکنالوژیک پرمختګ ته د کفر د دسیسو په سترګه کتل کېږي. د افغان انسان جېب کې مبایل له لویدیځې نړۍ را انتقال شوې شیطاني وسیله بلل کېږي. دې ته ورته داسې عام باور خپور دی، چې کفار شپه ورځ لګیا دي د مسلمانانو د سرکوبولو لپاره ټیکنالوژي جوړوي، شیطاني وسیلې جوړوي او مسلمانان مصروف ساتي. دا ټول چټیات دلته د حقایقو په توګه ځینو راج چلونکو په عامه خلکو منلي، خو د ټولنې شته ډایانامیک حرکت دا مفکورې او پرمختګ د وخت په تېردو ننګوي او پرمختګ ته لار هوارېږي. د ټولنې تقاضا ده، چې مبایل، کمپیوټر، ټلوېزیون او نور اړین ابزار وکارول شي. اوس په اطراف کې د ټلویزیون شدید مخالفت کېږي، خو په باوري توګه ویلی شو، چې نیمه پېړۍ وروسته به د هر افغان په کور کې ټلویزیون وي، تفریحي پروګرامونه به ګوري او له ژوند به خوند اخلي.
 
واقعیت دا دی، چې د پرمختګ مخه نه نیول کېږي؛ خو ټولنیز جبر او ناسم ذهنیتونه پرمختګ ځنډنی کولی شي، ښه دا ده، چې ځوانان په شعوري توګه خلک وپوهوي او ذهنیتونه له معاصرۍ نړۍ سره سازګار کړي، تر څو د سلو کلو پرمختګ لسو ته راښکته کړو. که ځوانان دا کار وه هم نه‌کړي د ټولنې ډاینامیزم یې کوي؛ ځکه ډایانامیزم باورونه ننګوي او هر څه ورو ورو بدلوي، ارتقا ورکوي؛ خو شعوري کار کول پرمختګ او ټولنیز کېدل رالنډولی شي.
یو وخت به خامخا موږ هم نورو غوندې د آرام او انساني ژوند مسیر ته برابرېږو، دا نه یوازې زموږ عقیده ده، بلکې همداسې به کېږي؛ خو ښه به دا وي، چې افغان انسان ځورونه بس شي او ټولنه خپل طبیعي پرمختګ ته پرېښودل شي. پر ولس د ژوند ساحه تنګول د دې لامل کېږي چې ټولنه وچوي او یو بل بحران رامنځته شي.
پدې برخه کې د میانه‌رو دیني عالمانو رول زښته زیات دی، ترڅو خلک له خشن ژوند لوړو دیني ارزښتونو او د معاصر ژوندانه اخلاقو ته راوبولي.