فردیت او ګناه؛ شخصي ګناهونه ټولنه نه فاسدوي

له بده مرغه د ډېری انسانانو د عقیدې مرجع ډار او توهم وي؛ ځکه ځینې وخت خپله عقیده نشي کنټرولولای او نورو ته د دین له ادرسه ضرر رسوي. ډېری عقیدوي خلک د خدای له ډاره بد کارونه نه کوي؛ ګني ذهناً او دروناً سم وحشيان وي. ځینې وخت چې احساسات پرې غالب شي بیا د خدای ډار هم په نظر کې نه نیسي، حتی د خپلې منفورې مفکورې لپاره پر نورو انسانانو حمله کوي. حال دا چې دین هر وخت د میانه‌روی او نرمښت پیغام لري.
سایکالوژي راته وايي، که ایډ د ایګو له کنټروله ووځي، کېدای شي، فرد د ټولنې ډېری اخلاقي کرښې کراس کړي او که سوپر ایګو د ایګو له کنټروله ووځي، کېدای شي، د وژونکي افراطیت لامل شي، چې نتیجه کې ډېر ایډیالوژیک انسانان پر نورو د خپل فکر د تحمل هڅه کوي او حتي وژني یې.
دا واقعیتونه ډېر پېښ شوي، چې عادي خلک د قوي سوپر ایګو درلودونکو انسانانو تر حملو لاندې راغلي دي؛ ځکه د دوی سوپر ایګو پر ایګو برلاسې ده. ایګو د تلې د موټ حیثیت لري، د ایډ او سوپر ایګو تر منځ تعادل ساتي. کله چې دغه تعادل له منځه لاړ شي، فرد له اروایي بې نظمۍ سره مخېږي.
دا د مذهبي وګړو د سوپر ایګو د فعالې انرژۍ بشپړ اوړېدل دي پر اروایي انرژۍ، چې پدې وخت کې د بل انسان مرګ یوه عادي مسله ګڼي.
په مزار کې د جامع مسجد یوه ملا ویل، چې څوک د خدای له ډاره بد کارونه نکوي، خو له خدای سره مینه نه لري، خدای ته یې دا وړ عقیده نده منظوره. د هغه ملا امام په خبره عقیده باید عقلاني وي او عبادت د خدای د رضا لپاره. یانې عبادت د ثواب لپاره نه، د خدای د رضا لپاره.
ځینې د فولادی مفکورو وال مفسده ټولنه هغه ته وایي چې شخصي ګناهونه پکې کېږي. شخصي ګناه هغه ګناه ده، چې بل چاته ضرر نه پکې رسېږي. دا ډول ګناهونه د خدای پر وړاندې ګناهونه دي، د انسان پر وړاندې ګناهونه ندي. نه هم په شخصي ګناهونو ټولنه فاسېدېږي. مثال ږیره وهل، مختلف سټایلونه کول، مختلفې جامې او رنګونه استعمالول، په یو دفتر کې د ښځو ګډ کار کول، کوایجوکېشن(ګډ تعلیم) ډانسېنګ، موسیقي اورېدل، سریالونه کتل، اتڼ کول، ډول وهل، خنداوې، ګډاوې، تنګې جامې اغوستل، حجاب کم مراعاتول، د ښځو ویښتان لنډول، قچي کول او کمول، کم عبادت کول، له ژوند خوند اخیستل، بې پروایي، دا هغه ګناهونه دي، چې د انسان پر وړاندې اصلاً ګناهونه ندي، د خدای پر وړاندې ګناهونه دي او خدای خو هسې هم د بندګانو د بښلو لپاره بهانې ګوري.
اصولاً یو دیني برداشت دا د ی، چې انسان د ګناه لپاره پیدا دی، باید ګناهونه وکړي، که ګناهونه ونه‌کړي د خدای امتحان بې مفهومه دی. مطلب په معاصره نړۍ کې داسې نظام او ټولنه نه پیدا کېږي، چې د بنسټپالو په اصطلاح بشپړ شرعي وي.
دا چې له فردي ګناهونو سره جوخت زموږ په ټولنه کې د نهیې او منکر بحث مطرح کېږي، مانا په افغاني ټولنه کې یو ډېر مهم بحث ګرځېدلی دی؛ په ځانګړې توګه نن سبا دا بحث ډېر مهم دی، ځکه چې افغانستان د تاریخ په یو نوي حساس پاراډایم کې واقع شو. په دې پورتنیو خبرو کې د طالبانو د نظام مسله په آسانۍ حلېږي که طالبان یې درک کړي. یا د هغوی دپاره دا مسله حل ده، چې د یو شرعي آراماني نظام لپاره عام انسانان ځوروي او له دوی سره د جګړې پر تقدس او یا زور وهلو باور لري.