د ډېپلماټيکو اړيکو په اړه د وين کنوانسيون پښتو ژباړه؛ ۳- برخه: له شپږمې تر لسمې مادې

شپږمه ماده: (ګډه استازوالي/مشترکه نمايندګي)
دوه يا څو دولتونه کولی شي چې يو کس په ګډه د يوې استازوالۍ مشر وټاکي خو په هغه صورت کې چې منونکي دولت مخالفت ونه لري. 

اوومه ماده: د استازوالۍ د غړو ګمارنه: 
لېږونکی دولت د دغه کنوانسيون د پنځمې، اتمې، نهمې او يوولسمې مادو په ګټې د خپلې ډېپلماټيکې استازوالۍ د غړو په ګمارنه کې خپلواکه دی. د پوځي، هوايي، بحري کسانو د ګمارنې په برخه کې منونکی دولت کولی شي چې د یادو کسانو نومونه له هوکړې وړاندې وغواړي. 

اتمه ماده: (د ډېپلماټيکو کارمندانو پېژندنه يا تابيعت)
۱- د منل شويو اصول اړوند د يوې استازوالۍ ډېپلماټيک کارمندان به د لېږونکي دولت تابيعت لري. 
۲- د استازوالۍ ډېپلماټيک کارمندان د منونکي دولت له وګړو څخه هم ټاکل کيږي خو په هغه صورت کې چې منونکی دولت هوکړه ولري. منونکی دولت کولی شي چې هر وخت خپله هوکړه بېرته هم واخلي. 
۳- منونکی دولت دا حق هم لري چې د يو درېيم دولت وګړي د لېږونکي دولت د ډېپلماټيکو کارمندانو په توګه ومني او يا يې هم رد کړي. 

نهمه ماده: (عنصر نامطلوب يا رد شوي کسان)
۱- منونکی دولت پرته له دې چې لېږونکي دولت ته يې په اړه سپيناوی ورکړي د ډېپلماټيکې استازوالۍ رئيس او يا نور ډېپلماټيک کارمندان نامطلوب کسان اعلان کړي او له منلو يې ډډه وکړي. منونکی دولت دا کولی چې د استازوالۍ کوم بل کس سره هوکړه ونه کړي. 
هغه کس چې منونکی دولت يې په ګمارنه کې هوکړه ونه لري نامطوب عنصر اعلانيږي او لېږونکی دولت اړ دی چې خپل هېواد ته يې وغواړي. 
۲- که چېرې لېږونکی دولت د لومړي بند الزماتو څخه سر غړونه وکړي او يا هم په ټاکلي وخت کې عمل ونه کړي نو منونکی دولت کولی شي چې نامطلوب کس ته اجازه ورنه کړي. 

لسمه ماده: (د ډېپلماټيکې استازوالۍ د غړو د دننه کېدو او بهر کېدو خبرېدنه)
۱- د لاندې پړاونو په اړه د منونکي دولت بهرنيو چارو وزارت يا بلې اړوندې ادارې ته خبر ورکول کيږي:
الف- د ډېپلماټيکې استازوالۍ د غړو ټاکنې، ګوښه کېدنې، د منونکي دولت خاورې ته دننه کېدنې او يا د هغوی د کاري مودې د پای په اړه؛ 
ب- د ډېپلماټيکې استازوالۍ د کارمند د کورنۍ د غړي/غړو د ورتګ او راتګ په اړه؛ 
ج- د ډېپلماټيکې استازوالۍ د رئيس او کارمندانو د شخصي چوپړ کوونکو د ورتګ، بېرته راتګ او يا د کاري مودې د پای په اړه؛ 
د- د ډېپلماټيکې استازوالۍ د هغه کارمندانو د دندې د پيل او يا پای په اړه مالومات چې په منونکي هېواد کې استوګنه لري خو د لېږونکي دولت امتيازونه ورکول کيږي. 
۲- په شونې وخت کې د ډېپلماټيکې استازوالۍ د غړو د رسېدنې او تلنې په اړه مالومات.