زه ستاسو کار ته خوشبین یم:

انسان‌‌محور تفکر پدې مانا چې انسان له هر څه مهم دی، انسان‌محورۍ کې مرکز انسان دی، دا انسانپال فکر دی، له بده مرغه په اوسنۍ نړۍ کې ریښتیني بشرپال انسانان یا هیومنېسټان کم دي، لا هم انسانان ډېر مزل ته اړتیا لري، چې ریښتیني انسانان یا بشپرپال شي. په کومو ټولنو کې چې عقلانیت بسته شي، هلته د خلکو اذهانو کې د ټولنې سنت، ویرې، وهمونه او نور خرافات ځای نیسي، په نتیجه کې لویه کتله انسانان پدې نه پوهېږي، چې د انساني ژوند اصلي مانا څه ده، څنګه انساني ژوند ته مانا ورکړو؟ ښه مثال یې زموږ ټولنه دی. زموږ په ټولنه کې ټولنیز عقلانیت بسته دی، یو هوښیار او فکري سړی چې راپیدا شي، دا نور یې له منځه وړي، وژني یې. زموږ د روښانفکرانو او مفکرینو ژوند ته که وروګرځئ، ډېری یې د هغو له لاسه وژل شوي دي، چې د جهل په تیارو کې ډوب دي او مغزونه یې منجمد ګرځېدلي دي. پدې مانا چې انسان زموږ په ټولنه کې له بدره‌مرغه ندی مهم شوی. انسان‌محور معرفت ته ورته دغسې فعالیتونه خلک تحریکوي او تیاره اذهان په آساني رڼوي. انسان‌محور معرفت یوه ډېره ستره هڅه ده، زه ورته خوشبین یم. په افغانستان کې د روشنګرۍ هڅې وې او وي به، زه د انسان‌محور معرفت فعالیت ته له زړه خوښ یم، داسې یو څه باید راپیل شوي وی، اړتیا یې حېسېده. طبیعي خبره ده، چې له یو کلن مزل وروسته به د زرګونو انسانان شعور ویښ کړي. زه هیله لرم، چې افغان روښانفکران دې لدې معرفت سره قلمي همکاري وکړي.