د قوي سوپرایګو انسان خدايي  محدود تصور

پدې لیکنه کې د خدای د معرفت په اړه زموږ د ټولنې دیني کانټېسکټ کې د خدای محدود تصور تر بحث لاندې نیول شوی دی. دا د یوه ورته مخکیني بحث غزېدلې برخه ده. عموماً زموږ د ټولنې انسان د خدای د معرفت په اړه محدود لیدلوری لري، نعوذ بالله خدای زموږ په ټولنه کې طالباني صفات لري، په داسې حال کې چې خدای بېخي دغسې نه‌دی، څنګه چې د خدای په اړه زموږ پر ټولنه تصور حاکم دی، نه خدای طالبان دی، نه خدای داعش دی، نه د بلې ترهګرې ډلې صفات لري. له بده‌مرغه دا ډول دیني ډلې ټپلې د دین په نوم خدایي تصور بدناموي.
خدای ډېر ستر او د ټول عالم خدای او پر ټول عالم مهربان دی. هیله ده غلط فهمي ونه‌شي، پدې بحث کې د خدای له ستروالي د خدای په اړه د سپینوزا د خدای مفهوم هدف نه‌دی، ځینې وخت چې د خدای د ستروالي په اړه بحث مطرح کېږي، ځینو ته د سپینوزا خدای وریادېږي. د خدای په اړه د سپینوزا مفهوم دا دی، چې خدای شته دی، خو دین د خدای توهین دی، په بلنه مانا سپینوزا او د هغه د عقیدې پلویان په هېڅ دین باور نه لري، خو پر خدای باور لري. دوی وايي، خدای د طبیعت ستر قوانین اداره کوي، شته دی؛ خو دین د خدای له طرفه نه دی.
د دوی په عقیده دا د خدای له مفهوم سره نه ښايي، چې په دومره سترو کایناتو کې دې له انسان سره پر عبادت لانجه جوړه کړي او بیا یې دې جهنم ته واچوي. د دوی په باور د دین له ادرسه پر خدای عقیده لرل د خدای سپکاوی دی، یانې خدای دومره وړوکی مفهوم نه دی، چې د دومره لویۍ، پوهې او قدرت سره دې انسان ابداً د جهنم په نوم کنده کې واچوي. سپینوزا او پلویان یې عقیده لري، چې خدای د انسان له تصوره هم ستر دی او نه هم خدای د انسان په وړو کیسو کې کار لري، هغه د بې‌حسابه کهکشانونو او نظامونو پر اداره کولو مصروف دی. د سپینوزا خدای بېل مهم بحث دی، دلته یې نور نه غځوم. هدف دا دی، چې د بحث جوړښت د سپینوزا د خدای مفوم ندی.
د خدای په اړه انسانان زرګونه تصورات لري، دا بحث بېخي ډېر پراخ، ډېر پېچلی او ډېر سخت بحث دی. دا چې بحث مختص شي، له نورو ایډیالوژیو او عقایدو تېر، راځو زموږ دین اسلام ته؛ ګني په اسلام کې‎ هم مسلمانان د خدای په اړه واحد تصور نه لري، مانا بیا هم د خدای بحث پراخېږي؛ متعذله وايي خدای او قوانین یې چې دیني متن سم راونه پېژني، باید د عقل پر بنیاد خدای وپېژندل شي. قدریه وايي، هر شی مخکې له مخکې انسان ته نه‌دي لیکل شوي؛ د دوی په عقیده، خدای پر یوه پېښه نه پوهېږي، خو کله چې پېښه شي، بیا ورباندې پوهېږي. صوفیان وايي، موږ له خدای رابېل شوي یو، موږ د خدای جز یو بېرته به له خدای سره یو ځای کېږو. وهابیان د قرآن کریم د طه سورت د ۵ام آیت [الرَّحْمَنُ عَلَى الْعَرْشِ اسْتَوَى] پر بنیاد استدلال کوي، چې خدای پر عرش استوا کړې. زموږ ملایان وايي، وهابیان پدې برخه کې خطرناکه عقیده لري، ځکه چې که خدای پر عرش استوا کړې وي، نو خدای مجسم شو، د خدای د تجسم عقیده کفر دی. تبلغیان وايي، هېڅ نه کېږي، مګر هر څه له خدایه کېږي، پر دې عقیده هم د اسلامي څېړونکو نقدونه شته، آن شرک یې بولي.
له‌دې اختلاف هدف دا دی، چې د خدای په اړه واحد تصور نشته او واحد تصور ناممکن دی، حتی دوه عام انسانان چې له موږ او تاسو سره عقیدوي مشترکات لري، یو د خدای په اړه تصور لري، چې خورا مهربان دی. دغه فرد ګناهونه کوي او پر دې نظر دی، چې حتمن یې خدای ورته بښي، مطلب عملي ژوند کې یې دین نشته او د خدای په اړه بې‌پروا دی. دا ډول انسانان په دیني ټولنو زیات دي، چې دیني چارې نه ترسره کوي؛ خو پر دین باور لري. یو بل د خدای په اړه تصور لري، چې قهار دی او سخت نیونکی دی، دا ډول انسان آن د خدای له وېرې نور انسانان هم وژني او وژلی یې شي. دا واقعیتونه ډېر پېښ شوي دي، چې عادي خلک د هغو مذهبي انسانانو تر حملو لاندې راغلي چې قوي سوپرایګو لري. سوپرایګو، ایګو او ایډ د زیګموند فرویډ لخوا د انسان د مغز روانپوهنیز وېش دی. فرویډ سوپرایګو په دوو برخو وېشي، د ځان اډیال او وجدان. د فرویډ په نظر وجدان د سوپرایګو هغه برخه ده، چې د موروپلار او ټولنې لخوا له منعه‌شوو او بدو ګڼل شوو مواردو جوړېږي، په ساده مانا د سوپرایګو دا برخه د ټولنې یا حاکم چاپېریال لخوا د انسان په ذهن کې ایجادېږي، چې وروسته انسان د ګناه او مجازاتو پر شدید احساس اخته کوي. د فرویډ د نظر پر اساس ویلی شو، چې پر ټولنه د خدای د ستروالي مفهم پر ځای د خدای په اړه محدود حاکم تصور د دې لامل کېدای شي، چې ځینې انسانان پر نورو حمله وکړي. ځکه د خدای په اړه محدود تصور کې د مذهبي انسان سوپر ایګو له ټاکلي حد زیاته قوي کېږي، دا چې د انسان اخلاقي چلندونه سوپر ایګو کنټرولوي، څومره چې د خدای په اړه تصور محدود وي، همدومره د قوي سوپرایګو واله انسان په ژوند کې د اخلاقیاتو ساحه محدودېږي؛ په ساده مانا، د قوي سوپر ایګو واله انسان د وړې ګناه له وجې د ګناه پر شدید احساس اخته کېږي، که نور عادي انسانان چې سوپر ایګو یې د نارمل انسان ده او له دغه بل انسان ټیټه سوپر ایګو لري، که دا د ټیټې سوپر ایګو انسان تر هغه قوي سوپر ایګو واله انسان زیاته یا لږ ستره ګناه وکړي، هغه ته دا انسان تر خپل ځان څو چنده ګناه‌ګار برېښي او حمله ورباندې کوي. د هغه مذهبي انسان سوپر ایګو چې تر ټاکلي حد زیاته قوي شي، د دوی د سوپر ایګو مخالف کس یا د دوی له سوپر ایګو ښکته انسانان تر حملې لاندې راځي؛ کله چې د قوي سوپرایګو واله انسان د احساساتو هورمونونه توی شي او پر اروایي انرژۍ واوړي، کېدای شي هغه بحثونو کې چې د دوی د سوپر ایګو د غوښتنو مخالف وي، جنګ وکړي او مقابل لوری تر برید لاندې ونیسي، تاسو به ډېر لیدلي وي، چې یو قوي سوپرایګو مذهبي انسان په بحث کې پر مخالف لوري برید کړی وي.
بېرته د بحث اصلي محتوا ته راګرځم، د دې ادعا په تقابل کې چې د خدای په اړه واحد تصور نشته، ځینې به ووايي، چې څه قرآن کریم کې راغلي دي همغه تصور د خدای په اړه سم دی. دوی ته باید ووایو، چې یادې ډلې ټپلې چې د خدای په اړه څو بعدي تصور لري، له قرآنه استدلال کوي.
 
د خدای په اړه دینې تنبیه بحث: 
په دیني متن کې یوه کیسه راځي، مهم نده، چې کیسه مستنده ده که نه ده، هدف یې پیغام دی. یو سړي د کفنونو غلا کوله، کله به چې مړی خښ شو، د شپې به یې رالوڅ کړ، کفن به یې ورنه وه ایست او بېرته به یې خښ کړ. روایات وايي دې کفن‌‌کښ یو وخت د یوې پېغلې قبر رالوڅ کړی او له نجلۍ یې کفن ایستلی، خوښه شوې یې ده، په مړو یې زنا ورسره کړې ده.
کفن‌کښ پېښمانه کېږي، د وجدان پر تکلیف اخته شوی او له خدایه وېرېدلی دی، د خدای رسول ته راځي، کیسه ورته کوي او وايي، چې له خدایه ناامیده یم، د بښنې وړ نه یم. د خدای رسول د ده د دې ډول ناوړه عمل له وجې مخ ورنه ګرځوي او ورته وايي، لاړ شه یوه دښته کې څلوېښت شپې توبه وباسه خدای به یې قبوله کړي. کفن‌کښ ځي څلوېښت شپې خدای ته په دښته کې پر سجده پرېوځي، ژړاوې او انګولاوې دي کوي یې. خدای ته وايي، چې یاخدایه! زه خو یم غرق، دوزخي او پوهېږم چې هلته ډېر شدید عذاب دی، خو ما دومره لوی کړه، دومره مې وجود ستر کړه، چې ټول جهنم پر ما ډګ شي او نور انسانانو ته ځای پاتې نه‌شي. یا همدا اوس یو اور راولېږه او ټول وجود مې وسوځوه. کس ته غیبي غږ کېږي، چې ګواکي توبه دې قبوله شوې. د خدای رسول ته راځي، هغه ورته وايي، ستا د نیت له مخې خدای تاته ټول ګناهونه معاف کړل.
یوازې دغه کیسه نده، نور هم پدې اړه نقل قولونه شته دي، چې ځینې صوفیانو، پرهیزګارانو او لیکوالو ویلي وي، چې کاش د دوی وجود دومره ستر شوی وای، چې جهنم کې بل څوک نه وای ورسره ځای شوي.
دا مسله د ټولو انسانانو مشترکه ده، ځکه یې زه هم آزادانه لیکم؛ اووم ټولګي کې وم، د خدای پر وړاندې مسوول نه وم، عبادت راباندې فرض نه و، د جهنم اور او تعذیب به مه مې چې تصور کړ، له ځان سره به مې ویل، کاش چې هېڅ انسان کافر نه وای، څومره سخت دی جهنم، تر ټولو به ډېر دې ته ځورېدم، چې د قرآن کریم دا اصطلاح به مې ذهن کې تاوېده راتاوېده [خالدین فیهما] تل تر تله هلته د یو چا سوځېدل بېخي سخت دي، دومره چې انسان یې په اړه فکر نه‌شي کولی. کله کله به فکر ته راغله، چې دا خو ظلم دی یو انسان چې ۷۰ کاله ګناه وکړي؛ خو میلیاردونه ملیاردونه کاله به یې خدای په جهنم کې سوځوي. ذهن به ټکان وکړ، تېره به شوه، نعوذ باالله نو خدای ظالم دی؛ خو د عقل نا ارادي فیصله به دا وه، چې دا ظلم دی. ډېر سخت به ناقرار وم، ځان به راته پدې ډول شک او شبه جهنمي وه اېسده، که څه هم پدې پوهېدم، چې بالغ نشي یو څوک خدای یې نه نیسي، خو سخت به اندېښمن وم.
دا یوازې زما ستونزه نه وه، دا د ټولو انسانانو مشترکه عاطفه ده، میلیونونو انسانانو به داسې فکر کړی وی، ځکه پدې اړه مې وروسته ډېر ځایه پوښتنه لیدلي، چې مطرح شوې، که خدای عادل دی، نو بیا یو انسان ته چې ۷۰ کاله یې ګناه کړې ولې میلیاردونه کاله سزا ورکوي؟ یا میلیاردونه نه، تل تر تله، چې تصور یې آن ناممکن دی.
ایا خدای د انسان له تعذیب نعوذ بالله خوند اخلي؟ که نعوذباالله خدای پاک په جهنم کې د انسان له سووځولو خوند نه اخلي، نو ولې میلیاردونه انسانان جهنم ته ځي؟
د دیني متن له مخې چې محاسبه وکړې، کوم انسانان چې مړه شوي دي، سره لدې چې پیغمبران هم ښه ډېر راغلي دي، خو اکثریت انسانان کفار مړه شوي دي. په اوسنۍ نړۍ کې اته میلیارده انسانان ژوند کوي، پدې کې یو نیم میلیارد مسلمانان دي، پدې یو نیم میلیارد کې سني هم راځي، صوفي هم، شعیه هم، داعش هم، طالب هم، پاکیستان او هند کې میلونونه خرافاتي صوفیان هم، ته هم پکې راځې، زه هم، د عربو شیخان او دوبۍ عیاش شیخان هم. د قراني ارشاداتو له مخې چې دقیقه محاسبه وکړې، پدې یو نیم میلیارد کې پنځه میلونه انسانان نه پیدا کېږي، چې د جنت مستحق وي. په دې اړه د دیني متن د غوڅ دریځ له مخې، باید د جهنم مزه وڅکي.
د نفوس د عمومي دقیق اټکل له مخې ۹۹ عیشاریه څو سلنه انسانان ټول جهنم ته ځي، بیا یو بل سوال مطرح کېږي، خدای پاک خو غیب علم لري، په دومره لویه کچه انسانان چې جهنم ته ځي، خو هېڅ به یې نه پیدا کول.
ایا کیسه همداسې ده، کنه خدای پاک بېشکه دغسې ندی، څنګه چې موږ په دیني کانټېکس کې پېژندلی دی، دیني متن یوازې د خدای په اړه له ګمراه کوونکي تصوره موږ او تاسو ژغوري، نور خدای له دیني متن هم ماورا دی.
د خدای(ج) د ستاینو په اړه به مو دا شعر لیدلی وي، که ونې قلمونه شي، رنګ سمندرونه شي، دښتې کاغذونه شي، ستا صفت به خلاص نه شي؛ یا به مو ورته دیني متن کې څه لیدلي وي؛ هدف دا دی، څه چې دیني متن راته وايي، دا ټول د خدای(ج) صفات نه دي، ځکه خدای دومره ستر دی، چې ناممکنه ده یو کتاب کې یې صفات ولیکل شي؛ ځکه خو خدای(ج) له دیني کانټېکس ماروا دی.
دا د دیني تنبیه د تشریح لپاره مقدماتي بحث و، د بحث سټرکچر لاندې پراګرافونه تشکیولوې؛ ښه، خدای چې دومره مهربانه دی، ستر دی؛ نو بیا قرآن کې ولې هر ځای انسانان د جهنم پر تعذیب ویروي، وايي، چې دا اور حاویه دی، شدید دی، ذقوم دي خوړل کېږي به، خالدین فیها او نور ډېر دغسې آیتونه شته دي، چې انسان له جهنمه ویروي.
ایا خدای ریښتیا ټول انسانان په جهنم کې همداسې سوځوي څنګه چې وايي؟ د دې معما د حل لپاره په دین کې د تنبیه بحث خورا مرسته راسره کوي، چې پر دین نرم او د خدای له صفاتو سره سم باور ولرو.
تنبیه آګاهۍ، بیدارۍ او هېښولو ته وايي، د تنبیه دیني تیوري راته وايي، چې خدای انسان ویښوي او له عذاب یې ویروي، اصلي هدف د انسان روزنه ده، نه د انسان تعذیبول. قرآن وايي، چې اې پیامبره! ته بشیراً و نذيراً یې، یانې خدای پاک هم واضح خپل پیامبر ته فرمايي، چې خلک ووېروه، ترڅو ګناهونه ونه کړي. د قرآن اصلي هدف ښه انساني تربیت دی، نه دا چې خدای انسان د تعذیب لپاره پیدا کړی دی. خدای پاک چې قرآن کې انسان په کومو کلماتو او الفاظو ویرولی دی، هدف یوازې د انسان خبرول او هېښول دي، نه دا چې خدای پاک به حتمن یو انسان د پایڅو په ښکته کولو جهنم ته غوروځوي، یا به حتمن خدای یوه ښځه چې سر یې لوڅ وي په ویښتانو راځړوي. یا به پر یو لمانځه قصدي قضا کولو حتمن خدای انسان اویا زره کاله په جهنم کې سوځوي، د خدای په اړه دا غیرعقلاني تصور دی، که څه هم دیني متن موږ ته خدای همداسې راپېژني؛ خو دیني متن سېمبولکیه ژبه لري. دیني متن کې د خدای د نورو صفاتو په اړه چې تحقیق وکړو، همدې پایلې ته رسېږو، چې خدای یوازې انسان د تربیت په موخه تنبې کوي.
یوه پوښتنه چې له هرچا سره ده هغه دا چې یو انسان د اسلام په اړه نه پوهېږي، مطالعه یې نده پکې کړې، نه پر اسلامي مطالعه وربرابر شوی، عادي ژوند پر مخ بیايي، خو پر بل دین دی؛ نور په تمامه مانا ښه انسان دی، غلا نه کوي، جنسي تېری نه کوي، ظلم نه کوي، بس ښه انسان دی؛ خو صرف مسلمانان نه دی، مانا کافر دی؛ نو ایا هغه به هم په جهنم کې تل تر تله سوځېږي؟
دا سوال مې درې کاله مخکې له یو معاصر دیني عالم سره مطرح کړ، هغه صرف یو آیت شریف راولېږلو، مفهم یې داسې وو، خدای له هغه چاسره عدالت کوي، چې نه پوهېږي.
ما ورته کړل، وضاحت راکړه، پوه نشوم، راته وايي، عدالت کې له چاسره ظلم نه کېږي، ما ویل څنګه؟ ویل یې دا عقیده سمه نه ده، چې ټول غیرمسلمانان به جهنم ته ځي. نور وضاحت یې رانکړ، خو ما خبره واخیسته.
چې داسې ده، نو په جهنم کې به څوک سوځېږي، ایا هېټلر غوندې انسانان د دې وړ نه دي، چې د لکونو انسانانو سزا دې وګالي؟ د دین د تنبیه تیوري وايي، چې ظالمان او قاتلین به جهنم کې خدای وسوځوي، هغه هم پداسې ډول، چې خپله سزا وګالي. نور جهنم کې ژوند داسې ندی، څنګه چې موږ ته رامعرفي شوی دی، نه هم له عقل سره سازش کوي. نه هم د امتحان په نوم انسان د دې لپاره پیدا دی، چې خدای یې دې جهنم کې وسوځوي، د ټولو بې ضرره یا عامو انسانانو د برخلیک په اړه ښکلی تصور ولرئ. له انسان سره د دین په نوم کرکه له خدای سره دښمني ده، ټول ښه انسانان وروسته له مرګ سم ځای ته ځي.
 
سرچینې:
۱: Freud's Id, Ego, and Superego - Verywell Mind
https://www.verywellmind.com/the-id-ego-and-superego-2795951
۲: Notes on Spinoza's Conception of God – JSTOR
https://www.jstor.org/stable/2176927
۳: قران کریم