
د پلاز مينې کابل څخه د کابينې لوړپوړي هيت چې تېره ورځ د خوست والي سره يوځای پدې ولايت کې د بيلابيو سيمو څخه ليدنه کړي او پدې ولايت کې د ښاري پراختيا په موخه يې هڅې پيل کړي تر څو جوړشوی پخوانی پلان په نوی بڼـه جوړ او تر تيب کړي
د ميلمستون په ودانۍ کې د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت په ساختماني چارو کې د ولسمشر لوي سلاکار انجينر محمديوسف پښتون د ښاري پراختيا سرپرست وزير ډاکټر سلطان حسېن ، او خوست والي عبدالجبار نعيمي د مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې د راغلي پلاوي د راتګ موخې په ډاګه کړې .
والي عبدالجبار نعيمي د خپلو خبرو په پيل کې هغو ستونزو يادونه وکړه چې د هواري لپاره يې د دغې لوړپوړي پلاوي راتګ اړين و. د نوموړي په وينا د خوست ولايت لپاره پنځه کلن ستراتيژيک پلان جوړ شوی همداشان د ښار په داخل او شاوخوا کې دولتي خمکې د زورواکو له ولکې ايستل شوي دي ، د دې ترڅنګ په خوست ولايت کې بډايه تجاران شته چې کولی په هره برخه کې پانګونه وکړي همداراز په خوست کې د زياتو سرکونو سور کم دی چې خلک يې د ستونزو سره مخ کړي او د ترافيکي پيښو رامنځ ته کيدو لامل شويدي ، د هوايي ډګر او د عدلي او قضايي ارګانو لپاره د تاسيساتو لپاره د ځای ټاکل او ورته نور و ستونزو هواري او غوښتنو د سرته رسولو په خاطر يې دغه پلاوي ته بلنه ورکړي . والي نعيمي زياته کړه چې په خوست ښار کې يو شمير لوړپوړيزې ودانۍ جوړشوي چې دښاري پلان مطابق يې دخلکو لپاره اسانتياوې په نظر کې نه دي نيولي ده همداراز وويل که چيرې دخوست ښار لپاره يو پراختيايي پلان ترتيب شي نومونږ باور لرو چې هغه پروژې چې پلان کې دي په اغيزمنه توګه به پلي شي او دخوست ښاريان به ديو شمير سهولتونو څخه برخمن شي . نوموړي وړاندې وويل چې اړوندو ادارو ته مو سپارښتنه کړي چې خپل ضرورتونه په ګوته کړي ترڅو په ښاري پلان کې په پام کې ونيو ل شي . دبيلګي په توګه دپاکو اوبو رسول او همداشان د معارف په برخه کې مختلفو ليسو د دوانيو جوړول او نوري پروژې بايد په ښاري پلان کې ځای پرځای شي ښاغلي نعيمي هيله وښوده چې ياد شوی پلاوی به دترهغې پورې دښاري ستونزو دهواري په برخه کې پدې ولايت کې پاتي شي چې ټولو ستونزو ته هواري لارې چارې ولټوي ده همداشان وويل راغلی پلاوی بايد يوازې دښاري پلان په جوړيدو کې زمونږ سره همکاري ونه کړي بلکې دنورو پروژو په څارنه او نظارت کې راسره دوامداره همکار پاتي شي ترڅو په ډير کم وخت کې دښاري خدمتونو پروسه ولسواليو ته وغځول شي . ورپسي د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د ښاري پراختيا سرپرست وزير ډاکټر سلطان حسين خوست ولايت دخپل سفر په هکله وويل چې دوی ديوې کارپوه او متخصصې ډلې سره يوځای خوست ولايت ته تشريف راوړی او دامهال يې دخوست ښار اړوند سيمو ځمکې او نورې ترسره شوي او راونې پروژې نظارت کړي او دهغې په اړه دمعلوماتو په راغونډولو بوخته ده ده همداشان وويل که څه هم دخوست ولايت لپاره دوړاندې ښاري پلان ترتيب شوی وو خو ولې دهغې په خلاف په ځينو داستوګنې سيمې په تجارتي ساحو اوښتی اوپه ځينو شنو ساحو کې ودانۍ جوړې شوی خو ځينې داسي پروژې سرته رسيدلی دي چې پخوانۍ پلان يې ديولړ خنډونو سره مخامخ کړی ځينې داسي پروژې هم ترسره شوي چې دخوست ښاربڼې ته يې ښکلا ور په برخه کړيده لکه د اداري کمپليکس ، ولايتي روغتون او پوهنتون ته نوي ودانۍ جوړې شوي دي مونږ به هڅه وکړو چې هغه پخوانۍ پلان په نوی بڼه ترتيب کړو ترڅو پکې ټول هغه سهولتو نه او خدمات په نظر کې نيولی شوی وي لکه څه ډول چې په نورو ښارونو کې خلک ترې استفاده کوي . ښاغلي حسين زياته کړه زمونږ ملګری پلاوی به يادی شوی معلومات په هر اړخيزډول مطالعه کوي ، ترڅو داسي يو پرمختللی ښار ايجاد کړو چې هرډول سهولتونه ولري او خلک پکې خپلې سوداګريزې چارې په پوره اسانۍ سره ترسره کړي . او خوست چې دافغانستان دمهمو ولايتونو په کتار راځي يوې ورځې نه بلې ورځې ته په تجارتي او اقتصادي برخو کې پرمختګ کوي .نو پکارده چې يو غني پلان ورته ترتيب شي . او ټولې ښاري ستونزې به له مينځ ولاړې شي . او بيا د ښار جوړونې پخواني وزير او په اوسني وخت کې د ولسمشر ستر سلاکار محمد يو سف پشتون په خپلو خبرو کې وويل که څه هم دوه نيم کاله وړاندې موددغه ولايت دښار دپلان په جوړيدو باندې کار پيل کړی وو خو له هغې وروسته يې کار ځنډلی دی اوس دښار جوړونې نوی وزير چې په خپله برخه کې پوره تجربه او پوهه لري دخوست ښار لپاره دنوي پلان په جوړيدو کار پيل کړ ده زياته کړه په ښار کې ترټولو مهم دهوايي ځمکني ټرانسپورټي اسانتياوو د سرکونو پراخوالي دپارکينګونو جوړول داوبو او بريښنا رامينځ ته کيدل دي چې دخلکو لومړنيو اړتياوو ته ځواب ويلي شي مونږ بايد په اوله قدمه کې دخوست ښار دپراختيا او پرمختيا په عرض دخلکو دغوښتنو مطابق يو شمير اړينې پروژې په پلان کې ونيسوده په اړونده وزراتونو پورې دتړلو ځمکو دتبادلې اوپه انتقال کې هيڅ ډول ستونزه نشته ددفاع ،ښاري پراختيا او دنورو وزراتونو ترمينځ دځمکو دتبادلې په هکله يو تړون لاسليک شوی دی .د ده په ويناچې خوست کې ددفاع وزارت اړونده ځمکې چې دښاري پلان خنډ ګرځيدلی کولی شي دښاروالۍ ته يې دپلان دتطبيق په خاطر په واک کې ورکړي . له هغې وروسته دځايي او ملي او نړيوالو رسنيو استازو خپلې پوښتنې مطرح کړي د خوست والي عبدالجبار نعيمي ، دښاري پراختيا سرپرست وزير ډاکتر سلطان حسين او دولشمسر ستر سلاکار محمد يوسف پشتون لخو ا ورته مثبت ځوابونه وويل شول .
نېټه :۱۳۸۹/۱۰/۲۹
ورځ : پنځم