
د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د ۹۹ کډو څخه د شهیدانو او ټپیانو ۲۳ کورنیو ته نغدي مرستې ورکړل شوې .
د روان لمریز لېږدیز کال د سلواغې په ۲ مه نېټه د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د ۹۹ کوډ څخه خوست ولایت ته د جمهور ریس حامدکرزي د حکم له مخې د ۱۱ شهیدانو او ۱۲ ټپيانو کورنیو ته ۱۵ لکه رالېږل شوي افغانۍ د خوست والي عبدلجبارنعیمي په لاس د ټاکل شوي هیت په وړاندې ورکړل شوې .
په یادو مراسمو کې خوست والي عبدالجبارنعیمي ، د ولایتي شورا مرستیال ګل محمدځاځي ، د امنیه قوماندانۍ او ملي امنیت استازیو ، د حج او اوقافو ریس مولوي اظهارلدین ، جید عالم مفتي حبیب الرحمن خوستي ،د مقام ریسانو او د شهیدانواو ټپيانو وارثینو برخه درلوده.
ناسته د پاک قرآن د مبارکو آیتونو په تلاوت سره پيل شوه .
له تلاوت وروسته خوست والي عبدالجبارنیعمي په پيلیزو خبرو کې وویل :
بیا هم د تېر په څېر د ولسمشر حامدکرزي د حکم او ځآنګړي لورینې له مخې د خوست ولایت په بېلابېلو پېښو کې د شهیدانو او ټپيانو کورنیو ته د مرستې په موخه ۱۵ لکه افغانۍ رالېږل شوي دي .چې د هر شهیدکورنۍ ته به یو لک او د ټپي کس وارثینو ته ۵۰۰۰۰ پنځوس زره افغانۍ د شته طرزالعمل مطابق ورکول کیږي.
نوموړي وویل ، دغه کسان د ۱۳۸۷ ، ۸۸ او ۸۹ کالونو په موده کې د دې ولایت په مختلفو سیمو کې شهیدان او یاهم ټپيان شوي دي .ده د شهیدانو کورنیو ته دجمیل صبر او ټپيانو ته یې د بېړنۍ روغتیا دعاګانې وکړې .
خوست والي ښاغلي نعیمي زیاته کړه ، چې د انسان قېمت په مال او دولت نه شي پوره کېدلای ، خو د ۹۹ کوډ څخه د پيسو رالېږل یې د جمهورریس حامدکرزي له لوري د خپل ولس سره د خواخوږۍ شریکول او نېکه پېرزوینه وبلله .ده په دې اړه د هېواد د ولسمشر څخه ځانګړي مننه وکړه ، چې خپل ولس په سختو شېبوکې یاد ساتي .
والي نعیمي د مراسمو ګډونوالو ته په خپلو خبرو کې وویل ، ترڅو چې په دې ولایت کې فکرونه جوړ نه شي ، ترهغې پورې له دا ډول زړه بوږنوونکو پېښو خلاصون ناممکنه دی .ده په دې برخه کې د ټولو میندواو پلارونو، قومي مشرانو او دیني علمااکرامو دنده وبلله ، چې له جهالت سره لازمه مبارزه وکړي او پر ځای یې فکري رغونه منځته راشي . ده زیاتوله ، که چېرې میندې ، پلارونه او مشران متوجه نه شي ، نو خدای مکړه ، اولادونه به یې ځينو کسانو داسې لارې ته غولولي وي ، چې خپلو کورنیواو ټولنې ته به ډېرې بدې پایلې په میراث پرېږدي .
ښاغلي نعیمي وویل ،که مونږ او تاسې په ګډه توګه فکري مبارزه پرمخ یوسو ، نو د ویر اوغم پر ځای به د خوشالیو او پرمختګونو په مراسمو کې ګډون لرو. ده په دې برخه کې په خوستمېشتو غږ وکړ، چې د لا ډاډمن امنیت په ټينګښت کې خپلې هلې ځلې جاري وساتۍ ، ترڅو په دې ولایت کې لازمه بیارغونه وشي او ځوانان مو د سبا ورځې لپاره ډاکټران ، انجنیران او اقتصادپوهان جوړشي .
له خوست والي وروسته د شهیدانو د کورنیو یو تن وارث حاجي زرمه ګل له ولایتي ادارې مننه وکړه، چې د غم او مصیب په وخت کې یې ورسره پلازمېنې کابل ته د فورموپه لېږلو کې مخلصانه مرسته کړي .
همداشان یو تن بل ځوان وارث هم له ولایتي ادارې له مشرتابه او مرکزي دولت مننه وکړه،چې د بې ګناه شهیدانو او ټپيانو د کورنیو سره یې خپله خواخوږي یو ځل بیا په ډآګه کړه .ده د خپلو خبرو په لړ کې له ټولو وسلوالو مخالفینو غوښتنه وکړه ، چې له جنګ او نورې بربادۍ لاس واخلي او د سولیزې لارې له دولت سره شته ستونزې هوارې کړي ، ترڅو له نورو وینې تویولو او بربادیو وژغورل شو.
د ناستې په وروستۍ برخه کې د تعین شوي هیت له لوري د پيسو وېشلو طرزالعمل بشپړ شو، چې د خوست والي عبدالجبارنعیمي په لاسونو د شهیدانو او ټپيانو کورنیو ته راغلي نغدي مرسته ورکړل شوه .
ناسته په ټول هېواد کې د سولې په دعایې سره پای ته ورسېده .
د ولايت مقام مطبوعاتي دفتر
مسوول مبارزمحمدځدراڼ
ورځ : شنبه