مستند يا documentary film چې په انګلېسي کې تر ډېره يوازې په documentary شهرت لري يو غير افسانوي فلم دی، چې د زده کړې، د يوې تاريخي پېښې د ساتنې، لارښوونې او حيقيت د سپړنې په پار جوړيږي. په تېر کې به يې مستند ته په انګلېسي کې actuality film يا حقيقي فلم ويل او دا، د هغه فلمونو برعکس سينمايي توليد وو، چې خيالي او افسانوي داستانونه لري.
لومړني مستند فلمونه په ۱۹۰۰ز کال کې جوړ شوي دي. يو څو بېلګې يې دا وي چې اورګاډۍ تم ځای ته دننه کيږي، کښتي په اوبو کې ډوبيږي، کارګر د يوې کار خونې دنده لاريونونه کوي او دندې خوشې کوي؛ د هغه وخت مستند فلمونه کم او واړه وو؛ يوازې يوه يا دوه دقيقې وو او هغهد مهال ورته actuality film ويل کېدل. کالونه وړاندې د مستند فلمونو د خپرېدو وسيلې ټاکلې وي؛ ځيني تلويزونونو به خپره ول او يا به هم ډېر کم ځلې پر سينما ښوودل کېدل. د ټولنيزو رسنيو فېسبوک او په ځانګړي ډول يوټيوب په جوړېدو سره اوس مهال د مستند فلمونو بېلا بېل ډولونه رامنځ ته شوي دي؛ د لېدونکو شمېر يې ډېر شوی او د خپرېدو وسيلې يې اسانه شوې دي.
مستند يا documentary څنګه جوړيږي؟ په اړه يې يو څو مهم ټکي:
۱- يو کيسه چې تاسې ته په زړه پوري وي درته وټاکئ Tell a story you care about:
د يو مستند د جوړنې لپاره دا اړينه ده چې يو په زړه پوري موضوع يې درته پيدا کړئ. هغه يوه پېښه چې تاسې يې غواړئ مستند پرې جوړ کړی او پټ حقيقتونه او نه ويل شوي په کې راڅرګند کړئ، درته غوره کړئ. ځيني وخت د دندې پر بنسټ د ادارې له خوا د مستند موضوع ټاکل کيږي، خو که چېرې د مستند د جوړنې اراده تاسې په انفرادي ډول ولرئ، نو بيا د خپلې خوښې موضوع درته وټاکئ.
۲- څېړنه پيل کړئ Research:
هر کله مو چې د مستند لپاره موضوع وټاکله نو په خپله پر يادې موضوع ډېر ځان پوهه کړئ. خپل مالومات مو په کې بشپړ کړئ. څوګ بايد په کې راوخلئ او په کومې بڼې موضوع جوړه کړئ؟ ولې يې جوړه وئ؟ څنګه يې جوړه وئ؟ چا ته يې جوړه وئ او کله يې جوړه وئ؟ هغه پوښتنې دي چې تاسې يې بايد په اړه څېړنه وکړئ او ځان بشپړ چمتو کړئ.
۳- پلان برابر کړئ Make a Plan:
په مستند کې څوګ بايد برخه واخلي؟ کومه شيان بايد وېډيو شي؟ په کوم سټايل او ژنر کې بايد وړاندې شي؟ لومړی بايد څنګه پيل شي؟ د جوش ټکی يا climax کومه برخه کې شتون ولري او پای يې بايد څنګه وي؟ څوګ بايد په کې لومړی، ورپسې او وروستیۍ برخه کې راشي؟ خامو موادو ته په کتو دا احتمالي وخت وټاکئ چې مستند بايد څو دقيقې يا ساعته وي؟ کومو ځايونو کې بايد شاټونه واخلئ او له چا بايد شاټونه واخلئ؟ د کار له پيل وړاندې دا هر څه بايد پر يو منظم او لېکلي ډول چمتو وي او هر کله چې کار پيلوئ، نو بيا د همدې خپل پلان له لارې لاړ شئ. خنډونه هم بايد درته مالوم او احتمالي حل لارې بايد په ګوته شوي وي.
۴- نوملړ برابر کړئ Create a Shot List:
له کومو کسانو سره بايد وغږېږئ؟ د کومو کسانو وېډيو بايد واخلئ؟ کومو ځايونو ته ځای؟ کوم - کوم وسايل به تاسې ته په کار وي؟ دا هر څه منظم نوملړ کړئ.
۵- متن يې ولېکئ Write a Script:
د پورته مسايلو له تر سره کولو وروسته، اوس متن ولېکئ؛ د مستند وړاندې کوونکی کومې - کومې خبرې بايد وکړي؟ له نوملړ شوي او ټاکل شوي کسانو سره پر کومو مسايلو خبرې کوئ او کومې پوښتنې ترې کوئ؟ دا مسايل په منظم متن کې ولېکئ.
۶- وېډيو يا انځور اخېستنه پيل کړئ Start Shooting:
له وړاندې دا بايد درته مالوم وي، چې ستاسې مستند څنګه تر لېدونکو رسيږي؛ موبايلونو لپاره يې چمتو کوئ؟ کوم تلويزونيی پروګرام دی؟ پر پروجېکتور يې وړاندې کوئ؟ د ټولنيزو رسنيو يا يوټيوب لپاره دی او که کوم بل څه؟ ستاسې د خپرېدونکې آلې او وسيلې وروسته بيا د وېډيو او انځور اخېستنې تمريني لړۍ پيل کړئ.
۷- د اېډټ بهير يې پيل کړئ Begin Editing:
دا طعبيي خبره ده چې د مستند د جوړېدو پر مهال به تېروتنې شوې وي؛ ځيني برخې به يې شا او مخ ته کېدل غواړي؛ ځيني برخې بايد له منځه لاړې شي؛ دغه ټول مسايلو لپاره بايد ښه او اغېزناک ايډيټ وشي.
۸- د کاپي رايټ او نور حقوقي مسايل په کې پيدا کړئ Check Legal and Copyright Issues:
له ايډت وروسته د مستند معنوي اړخ ته وګورئ. دا پيدا کړئ چې له خپرېدو وروسته خو به حقوقي مسايل نه راپورته کوي. د کاپي رايټ حقوق يې څنګه دي؟ پر دې ځان پوهه کړئ چې د مستند په خپرېدو سره تاسې تر زندان رسېږئ او که جايزې درکول کيږي او ستايل کيږي؟
۹- مستند ووېشئ Distribute!:
اوس مستند جوړ شوی دی؛ د وړاندې هوکړه شوي پلان اړوند يې د وېش بهير پيل کړئ. لومړی يې پر ټولنيزو رسنيو خپراوی؟ کوم تلويزوني چينل ته يې ورکوئ او که په کومې ناستې کې يې وړاندې کوئ؟ دا هر څه له وړاندې پلان شوی او اوس تاسې دا هڅه وکړئ چې تر ټولو ډېرو کسانو ته يې وروسوئ او هغه موخې چې تاسې له مستند درلودې تر لاسه يې کړئ.
وروستي