د پوهنې او روغتیا سکټورونو کې د جنسیتي تاوتریخوالي د مخنیوي په برخه کې لاسته راوړنې لري

 د افغانستان اسلامي جمهوریت مالیې وزارت او نړیوال بانک د تېر یو کال په ترڅ کې د پوهنې او روغتیا په سکټورونو کې د جنسي ګټې اخیستنې، او یا د جنسي ځورونې د مخنیوي په برخه کې ګډې او پراخې هلې ـ ځلې کړې دي. دغه بهیر د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني له خوا څارل شوی او په دغه هیواد کې د نړیوالو مرستندویانو او ملګرو ملتونو سازمان، لکه یونیسف، د ملګرو ملتونو د جمعیت د صندوق د استازي، او د نړیوال روغتیايي سازمان د ادارو له خوا یې ملاتړ شوی دی. 

 وروسته له هغه چې د ۲۰۱۹ کال په نومبر میاشت کې یو شمېر کورنیو او بهرنیو رسنیو د لوګر ولایت په څو ښوونځیو کې له ماشومانو څخه د ناوړه جنسي ګټې اخیستنې په اړه راپورونه خپاره کړل، نړیوال بانک هڅه وکړه چې د خپلو پروژو له لارې، د جنسي ناوړه ګټه اخیستنې او یا جنسیتي تاوتریخوالي د پېښو پر وړاندي او دغو موضوعګانو ته د ځواب وینې په موخه د پوهنې، لوړو زده کړو او عامې روغتیا په وزارتونو او د افغانستان د تخنیکي او مسلکي زده کړو په انسټیټوټ کې دغه موضوع په هر اړخیزه توګه تر ارزونې لاندي ونیسي او له یادو ادارو سره مرسته وکړي چې د دغې پدیدې پر وړاندې د مبارزې په موخه عملي هر اړخیز پروګرامونه او چارې پلي کړي. د دې ترڅنګ له دغو ادارو سره کار شوی تر څو خپلې شته پالیسۍ او چلند لارې له سره و ارزوي، او د خبرونې د کچې د لوړوالي او د جنسیتي تاوتریخوالي قربانیانو ته د کیفیت لرونکو خدمتونو یا چوپړتیاوو د وړاندي کولو په څېر موضوعګانو په برخه کې خپلې هڅې ډېرې کړي. یادو هڅو همداشان له یادو ادارو سره مرسته وکړه چې په دغه برخه کې خپلو کارکونکو ته لازمې زده کړې او اروزنې ورکړي او د دغه کار په پایله کې د زده کونکو، ښوونکو او د عامه چوپړتیاوو د ګټه اخیستونکو د خوندیتوب تضمین رامنځته شي. 

د دغه بهیر په اوږدو کې وزارتونو او یادو ادارو د جنسیتي تاوتریخوالي او یا جنسي ناوړه ګټه اخیستنې او جنسي ځورونې په اړه د شکایتونو د ترلاسه کولو او هغوی ته د رسېدګۍ داسي اغېزناک میکانیزمونه جوړ کړي دي چې د دغه ډول پېښو د قربانیانو حقونه او محرمیت خوندي کړای شي. ټول هغه وزارتونه او بنسټونه چې دم ګړی د دغې طرحې پر بنسټ کار کوي، د جنسيتي تاوتریخوالي د قضیو د څېړلو په برخه کې د پام وړ پرمختګونه لري.

د مالیې وزارت مالي معین عبدالحبیب ځدراڼ د دغو هڅو په اړه وايي: "له مجازاتو څخه د مصؤنیت فرهنګ په افغانستان کې د ماشومانو ژوند له بېلابېلو خطرونو او ګواښونو سره مخ کړی دی، او دا لړۍ باید پای ومومي. موږ د تېرو ۱۸ میاشتو په ترڅ کې له خپلو نړیوالو شریکانو، په ځانګړې توګه نړیوال بانک سره له نږدې کار وکړ؛ ترڅو د ماشومانو او د ټولنې زیانمنونکو ډلو ته په هغو ځایونو کې چې د زده کړې او روغتیا چوپړتیاوې ترلاسه کوي، د هغوی د ژوند د خوندیتوب په برخه کې د پالیسۍ د رامنځته کولو او پلي کولو لپاره یو منظم چوکاټ جوړ او کار ورڅخه واخلو. زه په دې اړه خوشبینه یم چې وزارتونه او دولتي بنسټونه به د وخت په تېرېدو سره دغه هڅې پیاوړې کړي او له دې لارې به ټولو ته یو غوره او لا خوندي چاپېریال رامنځته شي."

د جنسي ځورونې او جنسیتي تاوتریخوالو ډېری قربانیان په دودیزه توګه په افغانستان کې له دغه ډول ګواښونو سره د مخ کېدنې پر مهال چوپ پاتي کېږي، او هغه شمېر کسان چې اړوندو مراجعو ته شکایت کوي، شکایتونو ته یې په منظم او سیسټماټیک ډول رسیدګي نه کېږي. د دغه وضعیت دلیل په یادو وزارتونو او ادارو کې په دغه اړوند د راپور ورکونې د یوه واحد او د ډاډ وړ سیسټم نشتوالی وو. خو د نوي چلند د ابتکار تر ملاتړ وروسته روغتیا، د پوهنې او لوړو زده کړو وزارتونو داسي سیسټمونو جوړ کړي دي چې د تاوتریخوالو قربانیان هڅوي چې د بشپړو محرمانه میتودونو له لارې د جنسي ناوړه ګټه اخیستنې او جنسیتي تاوتریخوالو د پېښو په اړه، اړوندو ادرسونو او مسوولینو ته راپور ورکړي.

 په دغه بهیر کې ښکېلو بنسټونو همداشان داسي یو سیسټم رامنځته کړی دی چې د جنسي ناوړه ګټه اخیستنې او جنسیتي تاوتریخوالو د پېښو قربانیانو او کورنیو ته د ملاتړ په موخه د اړتیا وړ اروايي چوپړتیاوې وړاندي کړي. روغتیا وزرات له پروتوکول سر سم د جنسیتي تاوتریخوالو په برخه کې  شاوخوا لسو زرو کسانو ته روزنه ورکړې ده، چې د قضیو د محرمیت خوندیتوب د هغوی د کار د ارزښت بنسټ جوړوي.

د افغانستان لپاره د نړیوال بانک د دفتر عملیاتي مدیره هما زهرا فتوحي وايي: "په داسي حال کې چې نشو کولای د ماشومانو، ښځو او زیانمنو ډلو د خوندیتوب پر وړاندي د ګواښونو له دوام څخه په ټول هېواد کې انکار وکړو، زه ډېره خوشاله یم چې زموږ او د افغانستان د دولت اړوندو ادارو تر منځ ګډو هڅو د کرونا ویروس د خپراوي له امله د رامنځته شویو محدودیتونو سره سره په لنډ وخت کې د لمس وړ پایله لرلې ده. د دغې پدیدې د مهارولو په برخه کې وزارتونو او اړوندو ادارو ځواب ویونکي پالیسۍ او چلندلارې رامنځته کړې او پلي کړي دې، او له دې سره جوخت یې د وضعیت د بدلون په موخه د عامه خبرونې پروګرامونه پیل کړي دي."

د جنسي ناوړه ګټه اخیستنې او جنسي ځورونې پر بهیر د څار او د دغې پدیدې د مهارولو لپاره د یو بنسټيز چوکاټ د شته والي ترڅنګ، د عامي روغتیا او پوهنې وزارتونه، د تخنیکي او مسلکي زده کړو انسټیټوټ تواندېدلي چې د دغو بنسټونو د کارکونکو په منځ کې د خبرونې کچه لوړه کړي، او خپلو اړوندو ټولنو ته د جنسیتي تاوتریخوالي په اړه د راپور ورکولو په برخه کې سلګونو روزنیزو پروګرامونو ترسره کړي. د مالیې وزارت، نړیوال بانک او نور پراختیايي شریکان به په دې اړه خپل ګډ کار ته دوام ورکړي تر څو د دغو هڅو لمن نورو دولتي بنسټونو ته هم پراخه شي او ډاډ ترلاسه شي چې بالاخره جنسیتي تاوتریخوالو ته په سیسټماټیکه او دومداره توګه په ټولو ادارو کې رسیدګي کېږي.