د خپګان موضوع له افغانستانه د ځواکونو وتل دي؛ د ناټو ځيني غړي هېوادونه له بايډن مرور شوي 

وروسته له هغې چې جوبايډن د امريکا متحدو ايالتو ولسمشر ټاکل شوی دی؛ د لومړي ځل لپاره يې په بروکسل کې د ناټو د مشرانو په ناسته کې ګډون کړی. ياده ناسته  کې د ناټو د غړو هېوادونو يو شمېر مشرانو ولسمشر بايډن ته له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو د وتلو د  پريکړې په اړه خپل د خواشينۍ غبرګون ښوودلی دی. 

د پالېټېکو په نوم ورځپاڼې لېکلي دي چې د بروکسل په ناسته کې د ناټو د غړو هېوادونو يو شمېر مشرانو ويلي دي چې جوبايډن له افغانستانه د امريکايي ځواکونو د وتلو پرېکړه پر خپلسري ډول کړې او دوی سره يې له وړاندې په دې اړه چې د روان کال سپټمبر مياشتې تر يوولسمي خپل پوځيان باسي مشوره نه وه کړې او دوی دغه موضوع ناهيلي کړې دي. 

د يادې رسنۍ د مالوماتو پر بنسټ ناټو سازمان له جوبايډن سره د افغانستان د وضعيت په اړه هم اندېښنې شريکې کړي دي. دوی ويلي دي چې له افغانستانه د امريکايي او ناټو ځواکونو په وتل سره د دغه هېواد راتلونکی ناڅرګند پاتې کيږي او شونتيا شته چې هم افغانستان ناامنه شي او هم د سيمې او نړۍ يو شمېر هېوادونو ته ورڅخه ګواښونه متوجې شي. 

که څه هم ولسمشر جوبايډن له ناټو سره په دې اړه مشوره نه وه کړې چې د سپټمبر تر يوولسمې نيټې خپل پوځيان له افغانستان باسي، خو بيا د ناټو سازمان پرېکړه دا ده چې د سپټمبر مياشتې تر یوولسمې نېټې به خپل پوځيان له افغانستان وباسي.