ځمکه له فضا څنګه ښکاري؟ 

دا څرګنده ده چې ډېر کم کسان او هغه هم هغه کسان چې ماموريت او دنده ولري فضا ته پورته کيږي. خپله فضا څه ډول ده او بيا له فضا ځمکه څنګه ښکاري داسې پوښتنه چې ډېر يې په اړه نه پوهيږي. دغه پوښتنې په اړه د هغه کسانو تجربې، مالومات او اخېستل شوي انځورونو څخه ګټه اخېستل کيږي، چې فضا ته پورته شوي وي. 

د ځمکې سطحې څخه سل کيلو متره يا ۶۲ ميله پورته فضا شمېرل کيږي. په خپله فضا او د ځمکې پر سر د هوا قشرونه هم سره توپير لري. د ځمکې د سر لومړی قشر د اټموسفير په نوم ياديږي. اټموسفير کې د ځمکې جذبي قوه شتون لري، ماليکونه په کې شته، د هوا د ګرمښت او سوړوالي درجه په کې شته. له بلې خوا بيا په فضا کې د ځمکې جذبې قوه او د ګاز ماليکونه شتون نه لري. 

خپره شوي انځورنه په ګوته کوي چې که چېرې تر ۳۳۰ کيلو مترو پوري فضا ته پورته شئ، نو بيا د ځمکې د کُرې غټې برخې لکه ډېر غټ - غټ غرونه، پراخه اوبه او نور ښکاري. د شپې له خوا بيا د وسايلو په مرسته د سترو ښارونو رڼاګانې لېدل کېدای شي. 

بيا د فضا له مختلفو برخو او له ځينو نورو سيارو د ځمکې د کُرې نقشه تغير کوي. ځيني وخت د ځمکې کُره داسې ښکاري لکه هلال يا نيمه مياشت بيا ځيني وخت د بشپړې سپوږمۍ په ډول ښکاري او دا بڼه هغه وخت تغير کوي چې ځمکه له فضا څخه له بيلا بيلو نقطو او سيارو څخه وکتل شي. 

همدا ډول له سيټلايت خپاره شوي ځيني نور انځورونه ښي چې د ځمکي هغه برخې چې ستر ځنګلونه لري، د شنو نقطو په ډول ښکاري. د ځمکې د کُرې ګردونه او توپانونه هم په ښه ډول سره ښکاري او د يوې لويې کتلې بڼه لري.