برېښنا شرکت: په هر ساعت کې راته دوه میلیونه او ۷۰۰ زره افغانۍ تاوان اوړي

روهي (پنځه نۍ/۱۳ د غبرګولي)، د برېښنا شرکت مسوولین وایي، د ۴۰۰ میګاواټه وارداتي برېښنا پرې کېدو سره، دې شرکت ته، د هر ساعت په حساب دوه میلیونه او ۷۰۰ زره افغانۍ تاوان اوړي.

دوه ورځې وړاندې د کابل ولايت قره باغ ولسوالۍ کې د برېښنا پايې په ماينونو الوځول شوې دي، چې له امله پر کابل او يو شمېر ولايتونو برېښنا پرې شوې ده. د افغانستان برېښنا شرکت ويلي دي چې شونې ده تر نن ورځې دغه پايې جوړې کړې. 

په دې هکله د برېښنا شرکت د لوړ ولټاژ عمومي امر خوشحال صافي ویلي: "موږ ته دوه ډوله تاوان اوړي. یو د برېښنا د پرچاوۍ له اړخه تاوان دی، چې زموږ د سوداګرۍ څانګې اړوندېږي. بل د تجهیزانو او فزیکي کار تاوان دی، چې یوازې د دې ستنې نړېدو له کبله شاوخوا ۱۰۰ زره ډالر تاوان رارسېدلی. "

د برېښنا د پايې الوځول تازه او لومړنۍ پېښه نه ده، له دې وړاندې هم څو ځلې د برېښنا پايې الوځول شوي دي او په تور يې کسان هم نېول شوي دي.