
پیغلې په خوند خوند په اتڼ کې تاووي لاسونه
ته وا په ګلو کې وړي ګلو کې راوړي لاسونه
راشـه له شـاه راباندې ستـرګې وتـړه لیونۍ !
بیا په اوږو راوچـوه بنګړي بنګړي لاسونه
که مرور شو سره خیر دی خو څوک مه پوهوه
لالیــه ! خـلک دغه اور تـه تـودوي لاســونه
زه پخپل مرګ باندې خفه نه یم خفه په دې یم
چې اولادونه به مې چـاته غــزوي لاســـونه ؟
د زړې مېـلې ترڅنګ باغ کې بیا اور ولګیده
جلانه ! څوک د ونو منځ کې خوروي لاسونه ؟