ژوند مې څه و

ژوند مې څه و؟
ژوند مې څه دی؟
ژوند مې څه وي؟
ژوند مې څه و؟

ماشومتوب و لیونتوب و
په توشلو په مردکیو
په چندرو او په هوسیو
په ډبرو په ازغیو
په اوبو خټو او خاورو
توپ ډنډو او په مستیو
څيرې څیرې مې ګریوان و
چاودې پښې چاود مې لاسونه
په سپرو خاورو به خړ وو
هم مې مخ هم غوږونه
یو کنډک ډوډۍ په لاس کې
یوه چکۍ ګوړه جنت وه
یوه روپۍ به چې چا راکړه
دا به ډیر ستر غنیمت وه
ودولې مو نانځکې
ورته جوړ مو کړل کورونه
ماتول به مو غرمو کې
د سبزیو پالیزونه
په شنو لښتو مو وهلې
ټومبکي د سرو غومبسو
په ډبرو مو ویشتلی
وړې ځالې د مرغیو
داسې سل شرارتونه
مو د کچې ګوتې کار و

وخت قرار قرار روان و
د ځوانۍ په موسم سم شوم
نصحیت راته توپ ډز و
یاغیتوب ته په ملا خم شوم
نیم کافر نیم مسلمان وم
چې د زړه خوښه مو راغله
په همغه به روان وم
فرض لمونه مې قضا وو
ګناهونو کې ودان وم
کندهارۍ خولې په سر مې
اوږدې څڼې غوړې غوړې
په اوږو مې راخورې وي
سره شړۍ به مې اغوستې
په اتڼ به مې نارې وې
ګلدوزۍ څادر په غاړه
سپینې تورې مې جامې وې
په لاسو کې به مې ګوتې
د غمیو نظارې وې
په مریو پوښ هېندارې
به مې مخ جیب کې پرتې وې
سترګې تورې په رانجو مې
شونډې سرې په دنداسې وې
پرې کاوه مې د شوق ذکر
ځونډورې مې تسبې وې
دنګه ونه به روان وم
جنکۍ راپسې مړې وې

ژوند مې څه دی ؟
اوس سړې تودې ښې ډیرې
اوس په ګام ګام تجربه ده
کیناستل پاتې کیدل دي
اوس له وخت سره ده منډه
د حالاتو ویرو بار کې
زوروهل مقابله ده
وعدې قول سر خوړلی
ټیل وهنه ده دوکه ده
د فکرونو زړونو منځ کې
غرونه غرونه فاصله ده
معنویت پکې حلال دی
د مادیت توره تیره ده
ژوند د درد ترجمانۍ ده
ژوند د درد مشاهده ده
د مرګونو په وطن کې
ژوند یو ستړی تصادف دی
بس ژوندی پاتې کیدل خو
غنمیت دی معجزه ده

ژوند مې څه وي؟
د امید په غونډۍ ناست یم
زړه مې شین زرغون تصویر دی
سرې ګلپاڼې مې مریدې
تخیل مې ددوی پیر دی
مستقبل مې لمسومه
روڼ ځنګل د اینو دی
په دې هره اینه کې
سیند روان د تصویرو دی
هر تصویر چې پکې واوړي
پکې خاندې پکې ناستې
سل نیکمرغه زمانې دي
ما په مینه ځان ته بولي
راته تږې تږې تږې
د ژوند ټولې منظرې دي