بیرغ 

ما  په اوږو مه اچوئ
ما په سینو مه ټومبئ
زما په  تور سره زرغونه وجود کې
د حماسو سیندونه 
دنمایش  په تورو ولې وژنئ؟
ستاسې له دغې مینې

یو نه 
یو زر ځلې مننه کوم
مګر د خدای ظالمو!
نو مینه داسې کیږي؟
د چا عظمت ساتل همدغسې وي؟
ویاړونه  دا رنګې وي؟
چې زه او ګل وطن مې
د  اولادونو  په سرو وینو کې 
غرقاب ولاړ یو 
د اجلونو د  دوزخ  په خوله کې
د سرو دردونو په تناب ولاړ یو

نو ما په اوږو مه اچوئ 
ما په سینو مه ټومبئ
ځکه زه اوس 
ددروغجنو 
بې وجدانو 
وطن پلورو 
نماینده نه یمه
زه د پیړیو وړاندې
ددې نړۍ شهزاده 
زه د پیړیو وړاندې
دلوی او ستر افغانستان فخر وم
د هر افغان فخر وم
ان د انسان فخر وم