انګلېسي ژبه کې دا پنځه تېروتنې له هغوی کيږي چې تر يوه بريده پر انګلېسي بر لاسي وي

۱-  hundred, thousand, million, or billion شمېرو ته په اخير کې s توری مه ورزياتوی. هرکله چې د  hundred, thousand, million, or billion کلمو مخکې مالومې شمېر لکه ۱۳، ۱۰، ۲۰، ۵ او نور راغلي وي، بيا  hundred, thousand, million, or billion خير کې s نه اخلي. 
ناسم: There are 21 millions residents in this state.
سم: There are 21 million residents in the state. 

يادونه: که چېرې د hundred, thousand, million, or billion کلمو مخکې څخه مخکې کومې مشخصې شمېر نه وي راغلې نو بيا hundred, thousand, million, or billion کلمو سر s جمع کېدای شي. 
لکه: Houses in this neighborhood cost millions of dollars.

۲- د could پر ځای د was/were able کارونه: 
دا غوره او سمه ده چې په تېر کې د يو ځانګړې موقع د وړتيا په اړه د could کلمې پر ځای د was/were able کلمې وکارول شي. لاندې بېلګې ولولئ. 
ناسم: I had to think about it for a while, but finally I could remember the name of my first grade teacher
سم: I had to think about it for a while, but finally I was able to remember the name of my first grade teacher

يادونه: خو که چېرې د وړتيا په اړه خبرې عمومي وي نو بيا کولی شئ، چې could او  was/were able پرته له کومه توپير د يو او بل پر ځای استعمال کړی. 

بېلګه: 
“By age five, Sam could read at a third-grade level.”
“By age five, Sam was able to read at a third-grade level.”

۳- په يوې جملې کې دوه ورته مانا لرونکې کلمې مه کاروئ. د بېلګې په ډول په لاندې جملو کې yellow او color سره ورته کلمې دي، ځکه چې yellow يو ډول رنګ دی او اړتيا نشته چې د color کلمه هم وويل شي. همدا ډول weather سره د foggy کلمه ځکه چې foggy د هوا يو ډول دی. 
بېلګه: 
ناسم: “The weather is very foggy today.”
“The car’s colour is yellow.”
سم: “It’s foggy today.”
“The car’s yellow.”

۴-  د explain کلمې سره مستقيم يا direct object نه راځي. اړينه دا ده چې د explain وروسته indirect object استعمال کړئ. 
ناسم: I tried to explain him the problem
سم: I tried to explain the problem to him

۵- د between او among ترمنځ توپير په دې کې دی چې between پښتو کې د ترمنځ مانا ورکوي خو کارونه يې د دوه کسانو يا شيانو ترمنځ ده او بيا among هم د ترمنځ په مفهوم دی خو هغه وخت کارول کيږي، چې له دوه د زياتو شيانو، کسانو او نورو په اړه خبرې کوو. 

ناسم: the four participants discussed it between  themselves.
سم: The four participants discussed it  among themselves.