د هېواد بانکې نظام – درېیمه برخه

د مالي سرچینو په مؤثره توګه کارولو لپاره د بانک شتون ډېر اړین دی ځکه بانک یو داسې قانوني مرجع ده، چې د بانکې قوانینو په رڼا کې سوداګرو لپاره د پانګې اچونې په برخه کې پور ورکوي او د بانکې قوانینو په شتون کې د دغې پور په بدل کې بانک د ځان لپاره ګټه هم لاسته راوړي. د یادولو وړ ده چې په هېواد کې دننه هر بانک اړ دی ترڅو د افغانستان بانک د څار لاندې خپلې بانکې چارې پرمخ یوسي او د بانکې چارو د پرمخ وړلو لپاره ډیر روښانه قوانین شتون لري، چې - د افغانستان بانکدارۍ قانون- په نوم یادېږي یاد قانون د افغانستان د اساسي قانون د لسمې او یولسمې مادې د حکمونو په رڼا کې د هېواد د بانکدارۍ چارو د تنظیم په منظور وضع شوی دی، چې د زمري میاشتې په 21 په کال 1394 د 17 ګڼې مصوبې پر بنسټ تصویب شوی دی.
 
د قانون په رڼا کې ځیني بانکې اصطلاحګانې په دا ډول تشریح شوې دي.
بانک: هغه حکمي شخص ته ویل کېږي، چې له خلکو څخه پولي سپارنو یا د بیرته ورکړې وړ نورو وجوهو د لاسته راوړلو او د خپلې ګټې د ترلاسه کولو لپاره د اعتباراتو د ورکولو په منظور فعالیت کوي او په دې کې اسلامي بانک او متعارف بانک هم شامل دي.
 
اسلامي بانک: اسلامي بانک هغه بانک دی، چې د اسلامي شریعت د حکمونو په مطابق فعالیت کوي.
 
متعارف بانک: متعارف بانک هغه بانک ته ویل کېږي، چې د بانکدارۍ په مروجو تګلارو فعالیت کوي.
 
متبوع بانکي شرکت:  متبوع بانکي شرکت هغه شرکت ته ویل کېږي، چې بانک کنترولوي.
 
د بانکدارۍ جواز: هغه لیکلی سند دی، چې د بانک د تاسیس او د بانکدارۍ د فعالیتونو دترسره کولو لپاره د افغانستان بانک له خوا د شرایطو لرونکي شرکت ته صادرېږي.
 
د بانک نمایندګۍ: په بانک پورې تړلی ځای دی، چې په هغه کې د بانکدارۍ د فعالیتونو ټوله یا ېوه برخه  ترسره کېږي.
 
د فرع دفتر: د بانک د فعالیت ځای دی، چې د هغه تابع برخه تشکیله وي او د بانک له مرکزي دفتر څخه په جلا ځای کې موقعیت لري او عمده فعالیتونه یې بازارموندنه، په بهرني هېواد کې له بانک څخه نمایندګي او د هغه د ګټو ساتل دي او هلته د بانکدارۍ فعالیتونه نه ترسره کېږي.
 
د پور بها لرونکی سند: د پور، د پور د ونډې یا د هغه د نورو ډولونو سند دی، چې د ګډون یا تبادلې د ژمنې له لارې د معاملې و ړتیا لرونکی دی او په دفتر کې په ثبت شوي ډول هم کېداشي وي. حجت، برات او چک پدې اصطلاح کې شامل ندي.
 
سپارنه:  سپارنه هغه مبلغ ته ویل کېږي، چې شخص یې له بانک سره اېږدي او له لاندې ځانګړتیاوو څخه د يوې لرونکی وي:

  • د موافقه شوو شرایطو او محدودیتونو په رعایتولو سره سپارونکي ته د بیرته ورکړې وړ وي.
  • د اړوندو تقنیني سندونو د حکمونو، د اړخونو د موافقې او د سپارونکي غوښتنې په رعایتولو سره بل شخص ته د لېږد وړ وي.
  • د بې قید او شرطه پور په توګه  د هغه د ترلاسه کوونکي پر ذمت باندې وي.
  • د اجناسو د برابرولو د خدمتونو د وړاندې کولو یا نورو تضمیناتو یا د وثیقې په اړه د وجوهو د سپارونکي او ترلاسه کوونکي ترمنځ د معاملاتو تابع نه وي.
 
کورنۍ بانک:  هغه حکمي شخص ته ویل کېږي، چې د افغانستان بانک څخه یې د بانکدارۍ جواز ترلاسه کړی وي.
 
د یادولو وړ ده چې د اسلامې بانکدارۍ برخه د متعارف بانک څانګه یا دریڅه ده، چې د اسلامې بانکدارۍ د خدمتونو په ډګر کې فعالیت کوي او د اسلامي بانکدارۍ خدمتونه وړاندې کوي. د اسلامي بانکدارۍ ځینې مهمې اصطلاحګانې د قانون په رڼا کې داسې تشریح شوي دي.
 
شرعي بورد:  د اسلامي شریعت له عالمانو څخه جوړ شوی هیئت دی، چې د اسلامي شریعت له حکمونو سره د اسلامي بانک د بانکدارۍ او د اسلامي بانکدارۍ د برخې د محصولاتو او فعالیتونو مطابقت تایید او منظوره وي.
 
مضاربه: مضاربه په اسلامي بانکدارۍ کې هغه قرارداد ته ویل کېږي، چې پربنسټ يې له اړخونو څخه یو يې وجوه (رب المال) برابره وي او بل اړخ يې  د سوداګرۍ (مضاربت) اداره پر غاړه اخلي.
 
مشارکه: مشارکه هغه قرارداد ته ویل کېږي، چې د دوه یا له دوو څخه زیاتو هغو شریکانو ترمنځ، چې د وجوهو پر برابرولو یا د سوداګرۍ په پانګه کې برخه لري او یاد قرارداد د سوداګریز فعالیت د ترسره کولو لپاره منعقد کېږي او د همدې قرارداد پر بنسټ په ګټه او زیان کې سره شریک وي.
 
مرابحه: مرابحه د پلور قرارداد دی، چې پر بنسټ یې پلورنکی له پيرودونکي څخه په نیابت مشخص جنس د پیرودونکي د فرمایش په مطابق پېري او د لګښتونو د زیاتوالي او ټاکلې ګټې ورکړې وروسته پلورنکی هغه په موافقه شوې موده کې پر هغه پلوري.
 
اجاره: اجاره هغه قرارداد ته ویل کېږي، چې پر بنسټ يې د یوې ټاکلې مودې لپاره له یوې شتمنۍ څخه د ګټې اخیستنې حق د مالک په واسطه اجاره اخیستونکي ته د ټاکلې اجارې په بدل کې لېږدول کېږي.
 
استصناع: هغه قرارداد دی، چې پربنسټ يې پیرودونکی د مشخص مبلغ په بدل کې د مشخص جنس د تولید او برابرولو او په موافقه شوي وخت کې يې له تولیدوونکي څخه د انتقال غوښتنه کوي.
 
مؤجله بیع: هغه قرارداد دی، چې پر بنسټ يې پلورونکی جنس د عقد په وخت کې برابروي او ثمن (قیمت، ارزښت) یې په راتلونکي کې تسلیموي.
 
دسلم بیع: هغه قرارداد دی، چې پر بنسټ یې  پلورونکی د نغد ثمن (قیمت، ارزښت) په بدل کې د موافقې وړ جنس په راتلونکې کې پیرودونکي ته برابره وي.
 
ودیعت: هغه قرارداد دی، چې پربنسټ یې سپارنه اېښودونکی خپلې نغدې پيسې او نورې شتمنۍ د حفاظت او ساتلو په غرض اسلامي بانک ته سپاري.
 
حسنه پور: هغه قرارداد ته ویل کېږي، چې پربنسټ یې یو له اړخونو څخه نغذ وجوه مقابل لوري ته لیږدوي مثل یې له ټاکلي وخت مودې وروسته په راتلونکی کې ترلاسه کوي.
 
د یادولو ده چې هر بانک اړ دی تر څو د بانکدارۍ قانون په رڼا کې له خپلو ټولو مشتریانو سره داسې تړونونه عقد کړي، چې له مخې یې اړخونو ته د شتمنۍ سپارلو په بدل کې ګټه هم ورسېږي، د دي ترڅنګ هر بانک اړ دی، چې د خپلو مشتریانو د شتمنۍ ساتلو په برخه کې له احتیاط څخه کار واخلي او یادې شتمنۍ په داسې سوداګریزو برخو کې په کار واچوې، چې د بانکدارۍ د قانون سره په ټکر کې نه وي، ځکه هر شخص په دې هڅه کې وي، چې د خپلی شتمنۍ د امانت د ورکړې په بدل کې یو اندازه ګټه هم ترلاسه کړي.
 
اوس به دا موضوع هم روښانه کړو چې د هېواد بانکدارۍ قانون په رڼا کې یوکس څنګه کولی شي، چې د بانک جواز ترلاسه کړي او په کومو شرایطو باید یاد کس برابر وي ترڅو په هیواد کې د بانکدارۍ  جواز ته لاس رسۍ پیدا کړي.
 
د بانک تاسیس: بانک د مؤسس او ونډوال په توګه د یوه یا له یوه څخه د زیاتو اشخاصو په واسطه د افغانستان بانکدارۍ قانون د حکمونو په مطابق تاسیسېږي. بانک د سهامي یا محدود المسولیت شرکت په ډول ثبتېږي او جوړښت يې بیا په اړونده مقرره کې مشخصېږي یو بانک نشي کولای، چې خپل حقوقي جوړښت د دافغانستان بانک له دمخه لیکلې اجازې پرته بدل کړي. بله خبره دا چې د قانون په مطابق د سهامي او محدودلمسولیت شرکتونو د قانون حکمونه پر بانکونو باندې د تطبیق وړ دي خو په دې شرط، چې د بانکدارۍ قانون له حکمونو سره په تناقض کې نه وي.
 
د بانک تشکیلاتي جوړښت او اساسنامه: بانک د تشکیلاتي جوړښت او اساسنامې لرونکی دی، چې د دافغانستان بانک له تصویب وروسته نافذېږي او د بانکونو د ثبت په مرکزي دفتر کې ثبتېږي. یو بانک نشي کولای چې د افغانستان بانک ته د لیکلې اجازې پرته په تشکیلاتي جوړښت او اړونده اساسنامه کې تعدیلات وارد کړي.
 
د بانکدارۍ جواز: دا خو جوته شوي ده، چې د دافغانستان بانک د بانکدارۍ  د جواز د صادرولو یوازنۍ مرجع ده او د بانکدارۍ جواز یوازې هغه شرکتونو ته صادرېږي، چې د افغانستان د قوانینو د حکمونو مطابق تاسیس او ثبت شوي وي او د هغوی مجازه ورکړل شوې لومړنۍ پانګه له یو میلیارد افغانیو یا زیات مبلغ څخه، چې په اړونده مقرره کې مشخصېږي لږ نه وي. د هېواد بانکدارۍ قانون په مطابق د بانک لومړنۍ پانګه په نغذي صورت یا د هغې د معادل په ډول ورکول کېږي. د بانکدارۍ جواز، چې د افغانستان بانکدارۍ قانون په مطابق صادر شوې وي د صادرېدو له نېټې څخه نافذ او د نامحدودې مودې لپاره د اعتبار وړ دی او له یوه شخص څخه بل شخص ته د لېږد وړ نه دی خو دا، چې د افغانستان بانکدارۍ قانون په رڼا کې بل ډول پیشبیني شوي وي. د دې ترڅنګ، چې د افغانستان بانک د بانکدارۍ جواز صادره وي په دې هم مکلف دی، چې د بانک ډول معلوم کړي، چې یاد بانک متعارف بانک دی او که اسلامي بانک دی، ځکه د بانک ډول د بانکدارۍ په جواز کې مشخص کېږي.
 
د بانکدارۍ جواز غوښتنلیک په لیکلې ډول د افغانستان بانکدارۍ قانون د حکمونو مطابق دافغانستان بانک ته وړاندې کېږي. د غوښتنلیک د وړاندې کولو او ارزونې شرایط او په دې اړه تصمیم نیونې ډول د افغانستان بانک له خوا وضع کېږي او تنظمېږي او په همدې ترتیب د افغانستان بانک د هېواد د بانکدارۍ قانون په رڼا کې مکلف دی، چې د بانکدارۍ د جواز د غوښتنلیک له تائیدولو مخکې د نظارهیئت او عامل هیئت په توګه د پېشنهادي غړو او هغو اشخاصو په هکله چې په راتلونکې کې په بانک کې د واکمنې استحقاقي ونډې لرونکي کېږي د بانکدارۍ قانون په رڼا کې لاندې معلومات راټول کړي.
 
  • مالي او مالیاتي وضعیت
  • پېژندګلوي (شخصي سوابق)
  • حرفوي سوابق
  • جرمي سوابق
 
د هېواد د بانکدارۍ قانون په رڼا کې اړوندې ادارې مکلفې دي، چې د دې معلوماتو د راټولولو په برخه کې د افغانسان بانک سره همکاري وکړي.
 دوام لري.....