زما کور زما جنت ؤ ژوند ؤ مینه محبت ؤ.
خندګانی وی مستې وه، دا زمونږ لویه هستي وه.
د پسرلي تازه وږمو د ژمي سړه هوا له ځانه سره بدله کړي وه، په باغونو کې د ونو شاخچو پنډکونه کړي ؤ، له هر لوري تازه هوا لږېدله، د ځمکې پرمخ شنه شنه او رنګارنګ ګلانو خپلي غوټي غوړولي وي، د غرو لمنو ته چې به ځیر شوي ، د خورو ورو غونډیو لمنی داسي شنی بریښېدلي چې د انسان د سترګو دید به یې په ښایست کې ډوبېده، د دي شنولمنو پر سر سرو او ځیړو ګلانو هم خپل ځانونه د طبیعت ښایست کې ظاهر کړي ؤ. د سهار د لمرڅرک سره به د دي ښکلي طبیعت هوا داسي ښکلا ځانته خپله وله چې د انسان په بدن به لږېده نو د انسان په روانې چارو به یې هم ډیره مثبته اغیزه کوله، حتي د انسان په شونډو به یې مسکا را خوره کړه. د دي ښکلې طبیعت په څنګ کې به د انسان د ژوند د ښي راځي هیلي هم ژوندي شوي، ځکه خو به بازګرانو په ډیره خوشحالی سره خپلو خورو ورو ځمکو ته ور ودانګل او د خوشحالیو په لمانځلو سره به یې د ځمکې د زړه په را سپړښتلو پیل وکړ. ځینو بازګرانو به د خپل مټ په زور د ځمکې خاوره د بیل په مرسته اخوا دیخوا اړه وله او ځینو نورو به د قوي څارویو په مرسته د ځمکې لمده او تازه دمې خواره غلبیله وله ترڅو هر بازګر خپله ځمکه د کرهڼي لپاره اماده کړي.
په دي ښکلي او رنګین طبیعت کې د انسان د زړه هر ډول ارمانونو د ځان لپاره د پوره کېدلو چارې ځیږه ولي وي، ځکه خو د یادي سیمي خلک ډير خوشحاله او د ژوند د ښي راځي لپاره پخپلو پرتو ځمکو راغونډ شوي ؤ، دوی پوهېدل چې سږ کال د ښي راځي او د هوسایني کال دی، سږ کال هر بزګر هیله مند ؤ چې د خپلو زحمتونو څخه به ډیر حاصلات ترلاسه کوي، لکه څنګه چې جوته وه د حاصلاتو لپاره بازار هم ډیر مناسب ؤ، د هرې خوانه د دي سیمي په خلکو د خدای رحمت را ورېده، ځکه د دي سیمی په بازار د وریښمو لار تېره شوي وه، او د وریښمو لار د نړی په کچه خلکو ورباندې تګ راتګ کوه، او د همدې لارې له برکته د دي سیمي بازار د خلکو د حاصلاتو لپاره سره زر ګڼل کېده.
دا چې د وریښمو د لار یادونه وشوه نو اړینه بولم چې د وریښمو لار په هکله ېو څو مهم ټکې وړاندې کړم، د وریښمو لرغوني لاره د اروپا، هند او چین ترمینځ د سوداګرۍ لاره وه چې د یادو هیوادونو څخه به سوداګر په همدې لاره تګ راتګ کاوه، او په ترڅ کې به یې د افغانستان خلکو ته ډیره ګټه رسېدله، ځکه سوداګر به د افغانستان څخه په تش لاس نه تېرېدل، د وریښمو لار پرسر چې څومره بازارونه جوړ شوي ؤ، سوداګرو به په دي بازارونو کې وچې میوي، په لاس ګنډل شوي ښایسته او تزئین شوي ټغرونه هم رانیول، او دي ته ورته نور داسې تولیدي توکې چې د سیمي خلکو يې د جوړېدو وړتیا لرله هغه به همدې سوداګرو له ځانه سره په ښه بیه نیول او بیا به یې خپلو هیوادونو ته وړل، همدا شان به یادو سوداګرو له خپلو هیوادونو او نورو سیمو څخه هغه څه له ځانه سره دلته افغانستان ته راوړل چې دي خلکو به ورته اړتیا لرله، لنډه دا چې د افغانستان خلک ډیر ارامه او اسوده ژوند درلوده.
لکه څنګه چې جوته شوه د افغانستان د خلکو ژوند ډیر ساده ؤ، اما هیڅوک ګیله مند نه ښکارېدل چې ګواکې کې د دوي په حقوقی حریمونو چا تجاوز کړی وي. دا ښایسته او زرینه سیمه چې جغرافیایی حریمونه يې تر هند او ایرانه رسېدل نا څاپه یې مشران د بهرنیو خونخوارو سرو لښکرو سره مخ شول چې په هند يې یرغل کړي ؤ او د هند مرکزی برخې يې تر خپلي ولکې لاندې راوړي وي، اما بیاهم د زریني سیمي (افغانستان) مشران په دي وتوانیدل چې خپل جغرافیایی حریمونه د سرو لښکرو د تیري او ستم څخه په امن کې وساتې او په وار وار یې د دي سرو لښکرو ښکرونه مات کړل، اما څنګه چې د سرولښکرو مشران په سیاست کې ډیر تکړه ؤ نو په دوستانه ډول سره یې د زریني سیمي (افغانستان) مشران د سیاست په ډګر کې د ماتې سره مخ کړل، اما مهمه خبره د زریني سیمې (افغانستان) د مشرانو په اړه دا وه چې خپل مینځی نفاق پخپل مینځ کې سره ډیر کمزوره کړل، ځکه دوي ډلي ډلي ؤ، او د قدرت پر سر یې کورنۍ جګړو ته مخه کړي وه. هر ېو غوښتل چې واک ته ورسیږي او د زریني سیمي (افغانستان) واکمني پخپل لاس کې ونیسي، اما د دي مشرانو دا خبره له یاده وتلي وه، که چیرته سره ېوموټي شو، او په دي مشهوري وینایې سره هوکړه کړې واي چې وايې... که زه ووایم چې ته یې او زه ووایم چې ته یې نو هم به زه یم او هم به ته یې، او که زه ووایم چې زه یم او ته ووایې چي زه یم نو بیا به نه ته یې او نه به زه یم... د زریني سیمي (افغانستان) مشرانو په دي موضوع خپل سرونه ونه جنګه ول، اما دي ته یې مټي بډوهلي چې واک ته ورسیږي، واک ته د رسیدو لپاره د زریني سیمي (افغانستان) مشران چې وروڼه ؤ، د ېو او بل د وینو د توېدو لوړه یې سره وکړه، له بلې خوانه د زریني سیمي دښمنان چې بهرني سر زوري او خونخواره انسانان ؤ دوي هم د زرینی سیمي په دولتي برخو کې په لاسوهنه پیل کړي ؤ، او لامل یې همدا ؤ چې وروڼه یې د واک د لاسته راوړلو په برخه کې پخپل مینځ کې سره اچولي ؤ.
دا زرینه سیمه چې مرکزي برخو یې ستراتیژیک موقیعت درلوده او د وخت سرزورو خونخوارو لښکرو پخپل دوګوني سیاست سره دا ستره امپراطوري په ېوه کوچني سیمه چې نن ورځ د افغانستان په نوم یادیږي بدله کړه.
دا چې دومره ستره امپراطوري څنګه په ېو وړوکې او په وچه کې محاط هیواد یعني په افغانستان بدله شوه نو خلکو ته یې هم ډیر زیات ځانې او مالي صدمه ورسیده، د وخت حلاتو د خلکو په ذهن کې دومره کرکې او بد بختي و زیږه ولي چي دوی نور د ژوند د ښي راځي لار ونه موندله، ځکه له هر لوري په افغانستان کې لاس وهني کېدلي او د افغانستان هغه لیډران چې واقعیاً يې غوښتل چې خپل ځانونه پخپل هیواد قربان کړي او قربان هم شول، بس د بهرنیو لاسوهنو یادو لیډرانو ته هیڅکله اجازه ورنه کړه چې په دي هیواد کې سوله، ثبات، او د خلکو لپاره ارامه ژوند رامینځته کړي.
په کال 1947 م کې هندوستان په دوو برخو و ویشل شو چې په ترڅ کې یې پاکستان رامینځته شو، د پاکستان په رامینځته کېدلو سره افغانستان ته لا ډیري ستونزي راولاړي شوي، ځکه هغه سیمي چې د افغانستان په خاوره کې شاملي وي د انګریزانو د وخت مشرانو هغه له افغانستان څخه د ځینو تړونونو په اساس پخپله ولکه کې نیولي وي، اما دا چې په هیواد کې بدبختي، جنګ او جګړې، د خلکو په منیځ کې نفاق خپل اوج ته رسیدلي ؤ نو د وخت مشرانو په یاده موده کې هیڅ داسي وخت پیدا نه کړ چې د نموړو سیمو برخ لیک د نوي پاکستان سره معلوم کړي.
لکه څنګه چې یادونه وشوه چې د افغانستان خاوره ېو ستراتیژیک موقعیت درلوده نو په همدې اساس روسي هڅه کوله چې خپل ځان د همدې لارې څخه د هندوستان ګرمو ، خوږو اوبو ته نیږدي کړي، له بلې خوا د روسانو د وخت دښمنان چې انګلیسان ؤ، هغوي هم نه غوښتل چې روسان پخپل پلان کې بریالي شی، ځکه خو یې هڅه کوله چې د افغانستان له خاورې داسي سیاسي کارونه په لار واچوي چې د روسانو د پرمختګ خنډ وګرځي، له همدې کبله د افغانستان پاکه خاوره د نړۍ دوه خونخوارو قدرتونو په مینځ کې ښکیل پاتې شوه، د دي تاریخي شخړو لړۍ لا تراوسه پوري دوام لري چې له امله یې زمونږ هیوادوال هره شیبه د خونړو پيښو قربانیان ګرځي.
نن ورځ هغه خواری وري ځمکي، هغه هسک هسک غرونه چې د پسرلۍ په راتګ سره به د دي هسکو هسکو غرونو لمنۍ شني برېښيدلی، هغه رنګین طبیعت چې د انسان روح ته به یې د ارامی او سوکالۍ پیغام له ځانه سره راوړ دا ټول نعمتونه د باروتو د زهرجونو دودونو سره له مینځه تلي، نن ورځ زمونږ بازګران د سختو جګړو له کبله له هیواده تښتېدلي، ځمکي یې همداسی شاړه پرتي دي چې اوبه هم ورته نه رسیږي، نن ورځ زمونږ د هیواد د هر وګړي زړه ټپۍ دی. په داسي ېو وضعیت کې چي زړونه مو ټپي وي نو څنګه به دي ته زړه ښه کړو چې په خوشحالي سره د خورو ورو پرتو ځمکو زړونه راوسپړو.
په همدي هیله چې د 1396 کال په راتګ سره زمونږ مشران لاسونه سره ورکړي، د نفاق څخه لاس واخلي او د هیواد د سوکالی او ارامی په برخه کې داسي بریالي پلانونه په کار واچوي چې د دښمن تخم ورسره نابود شي او په څنګ کې یې زمونږ افغانستان د ښي راځي په لور رهي شي، بیا به لري نه وي چې زمونږ بزګران خپلي ځمکي د شنو بوټو په کرهڼو سره شني نه کړي.
همدې خبرو سره خپله لیکنه پای ته رسه وم او په څنګ کې خپلو ټولو هیوادواولو ته د نوی 1396 کال مبارکې وړاندي کوم. الله تعالی څخه د دي غوښتونکي یم چې راتلوکي کال زمونږ هیوادوالو لپاره د سولي کال وګرځه وي، په راتلونکي کال کې مونږ ته هغه بریاوي را په برخه شي چې زړونه مو لا تراوسه ورته تم دي.
وروستي