د هېواد بانکې نظام – دويمه برخه   

دا خو جوته شوه، چې په هېواد کې دننه د افغانستان بانک مرکزي بانک دی او نور درست بانکونه د یو واحد مرکزي بانک څار لاندې خپل فعالیتونه پرمخ وړي. د یادولو وړ ده، چې د کابل ښار سرای شهزاده اکثره لویې صرافۍ هم نن سبا د شرکتي جوازونو لرونکي دي او دا جوازونه  د افغانستان بانک  له خوا دوی ته ورکړل شوي، چې خپل فعالیتونه د افغانستان بانک د څار او مقراراتو په رڼا کې پرمخ یوسي.
 
 د افغانستان بانک هڅه کوي، چې د هېواد په کچه درست صرافان په يو منظم چوکاټ کې سره راغونډ کړي تر څو د پېسو د وینځلو او د تروریزم د تمویلېدو مخه ونیول شي او له دې سره د هېواد  صرافان د روښانه مقراراتو په رڼا کې خپل فعالیتونه په منظم ډول پرمخ بوزي ترڅو په دغه ډول سوداګریزو چارو کې  نړیوال اعتبار ته لار پرانېستل شي. تر ټولو مهمه موضوع چې اکثره هېوادوالو لپاره باید روښانه شي هغه د خارجي اسعارو بیه ده، چې د اسعارو په بازار کې د ځیني خارجي اسعارو بیه لکه ډالر، نرخ یې لوړېږي او کله یي نرخ ټیټېږي.
 
د امریکا ډالر
لومړی باید ووایو، چې د امریکا ډالر د سوداګريزو چارو په برخه کې نړېواله کرنسي (پولي واحد) ده، چې د نړۍ اکثره هېوادونه یې د زیرمې کرنسي په ډول پخپلو ملي او مرکزي بانکونو کې ساتي او د هېواد نه بهر اکثره راکړه ورکړه د امریکایي ډالرو پرسر کیږي. د نړۍ د هر هېواد سوداګر اړ دی چې کله هم بهرني سوادګریز توکې لکه نفت، سره زر او داسي نور ... پېري نو دی باید لومړی ډالر و پېري او خپلې سوداګريزې چارې پرې سمبالې کړي. دا موضوع هم باید روښانه کړو چې ډالر له کوم وخت نه را په دېخوا په نړۍ کې مهمه سوداګریزه کرنسي و شمیرل شوه.
 
په دوهمه نړیواله جګړه کې، چې څنګه امریکا خپله بریا ترلاسه کړه او په هغه وخت کې جاپان، جرمني ډیر زیات زیانمن شوي ؤ او له بلې خوا فرانسه او برېتانیا د جګړې لوی تاوانونه يې ګاللي ؤ، یادو هېوادونو د امریکا سره د سیالۍ ظرفیت نه درلود، ځکه چې په هغه وخت کې امریکا ته د جګړې له اړخه کوم زیان نه ؤ رسېدلی او1950 زیږدیزکال د امریکا د اقتصاد لپاره ېو ډیر مهم کال ؤ، چې د امریکا اقتصاد ډېر زیات و غوړېده او بله مهمه خبره دا چې په لومړۍ او دوهمه نړېوالې جګړې لړۍ کې د امریکا اقتصاد ډېر زیات پرمختګ وکړ، دا ځکه چې د جګړې له ډګر څخه لرې پرته وه، او اروپا ته یې صادرات لرل. سربیره پردې، امریکا د نړۍ تر ټولو لویې د سرو زرو زیرمې لرلې، چې د نړۍ 2/3 د سروزرو برخه يې تشکیلوله.
 
د دوهمي نړېوالې جګړې په پای کې په کال 1944 د 44 هېوادونو استازي د امریکا په بریټن ووډز ښار کې سره راغونډ شول تر څو د نړېوالو پولي اړیکو اداره کولو لپاره نوی سیسټم رامېنځته کړي. هغه وخت کې درست متحدین په دې باور ؤ، چې هېڅ هېواد د امریکا په څېر ستر اقتصادي پوتانسیال نه لري  او ځکه يې امریکا ته د دې وړتیا ورکړه، چې خپل نظریات په نورو هېوادونو مسلط کړي. په هغه وخت کې د امریکا طرح او پلان دا ؤ، چې د ډالرو ارزښت د سروزرو پربنسټ نړیوال, پولي اړېکو لپاره نوی معیار و ټاکي. له ډیرو بحثونو وروسته د یادو هېوادونو استازو د ډالرو ارزښت د سروزرو په معیار سره موافقه وکړه او د امریکا دا طرحه یې ومنله. د همدې معیار له مخې د نړۍ مرکزي بانکونو ډالر د پولي ملاتړ په توګه ومنل. دا په دې معنا شول چې د اکثره هېوادونو ملي اسعار د ډالرو په مقابل کې د ټاکلي اندازې لپاره تبادله کېدای شي او ډالر به یوازې د سروزرو په مقابل کې تبادله کېدل. د بریټن ووډز تړون سره سم  د سرو زرو هر اونس په ثابت نرخ 35 ډالره وټاکل شو. امریکا ژمنه کړي وه که چیرته د نړۍ مرکزي بانکونه اړتیا ولري نو د هغوی ذخیره شوي ډالر به ورته په سرو زرو بدل کړي.
 
بیا په 1971 زیږدیزکال کې د امریکا څخه زیاتره نړیوالو مرکزي بانکونو د انفلاسیون (پېسو پړسوب) له امله د ډالرو په بدل کې سره زر غوښتل پیل کړل، او په دغه وخت کې د امریکا ولسمشر نیکسن په بشپړ ډول د ډالرو او سروزرو اړیکه سره وشله وله او په ېو اړخیز ډول یې د ډالرو په مقابل کې د نورو اسعارو لپاره نرخ وټاکه، چې له دې پرېکړې سره د بریټن ووډز تړون په بشپړ ډول له مېنځه لاړ او د نړیوالو مرکزي بانکونو زیرمه شوي ډالر پرته د سرو زرو له ملاتړ څخه د هغوي په ملي اسعارو بدل شول.
 
کله چې د روسې جمهوري اتحاد له مېنځه لاړ نو اکثره اسیایي هېوادونو د امریکا ډالر د خپلو ملي اسعارو په مقابل کې د ملاتړ په حیث ومنل او په مرکزي بانکونو کې يي د پولي زیرمو په ډول ساتل د بیلګې په توګه، چین، هنګ کنګ، انډونیزیا، سنګاپور، پاکستان په دي برخه کې ډیر فعالیت کو.
 
په یوه نوی څیړنه کې دا ثابته شوې ده، چې د نړۍ په کچه 60 سلنه هېوادونه ډالر پخپلو پولي زیرمو کې ذخیره کوي. د اسعارو ذخیره کول بیا په ځانګړې توګه د ډالرو ذخیره کول په مرکزي بانکونو کې د ېو هېواد لپاره مهم رول لري، له دې ذخیرو سره د انفلاسیون کنټرول، د بهرنۍ پانګونې را جلبول، د خصوصي سکتور تمویل او ملي اسعارو ارزښت اداره کول یاد ولای شو.
 
لکه څنګه چې په واضیحه توګه وویل شول، چې د ډالرو په مقابل کې د نړۍ اکثره هېوادونه یو نرخ لري او بل دا چې د نړۍ اکثره هېوادونه اوس هم ډالر د خپلو ملي اسعارو د ملاتړ په توګه په مرکزي بانکونو کې ساتي. د افغانستان د ملي اسعارو د ملاتړ  جنس طلا ده چې د باختر طلایی خزاني په نوم یادېږي او د همدې خزانې په بدل کې افغانۍ چاپ شوي.
د افغانستان بانک د پولي او اسعاري سیاستونو په برخه کې لاندې ټکي یاده ولای شو:
 
د پولي او اسعاري سیاستونو د اجراء لګښت
د افغانستان بانک د اقتصادي – سیاسي شرایطو سره سم او د لوی اقتصاد د متحولینو په پام کې نیولو سره د نورو هېوادونو د مرکزي بانکونو په څېر د خپل پولي سیاست د پلې کولو او د اقتصادي ټیکاو په موخه لګښت پر غاړه اخلي.
 
د نړیوال منل شويو معیارونو پر بنسټ، که چیرې دا لګښت ډېر زیات هم وي د ټولنې د عامه هوساینې، ودې، پرمختګ او سوکالۍ باندې د مثبتو اغېزو له کبله اړین ګڼل کېږي.
 
د بیلګې په توګه، لکه څنګه چې پورته ذکر شوي د افغانستان بانک د اسعاري سیاست د اجراء لپاره په بازار کې د اسعارو د پلور له ابزار څخه ګټه پورته کوي. که چیرې د پولي سیاست له دې وسیلې څخه ګټه وانخیستل شي او د نړیوالو ځواکونو د لګښتونو او له مالیې وزارت سره د مالي مرستې لپاره د اسعارو د ورود په پام کې نیولو سره، د هېواد اسعاري شتمنۍ (خالصه اسعاري زیرمې) مومي چې په اقتصاد کې د پیسو د کچې د زیاتېدو لامل کېږي. په اقتصاد کې د پولي زیرمو زیاتېدل به د پولي انفلاسیون د لوړېدو لامل شي.
 
که چیرې په هېواد کې اقتصادي فعالیتونه زیات نشي نو په پولي زیرمو کې هر ډول زیاتوالی د انفلاسیون د لوړېدو او د توکو او اسعارو په وړاندې د افغانۍ د ارزښت د راټیټېدو لامل کېږي. د انفلاسیون نرخ لوړېدل په اتومات ډول پر خلکو باندې نامرئي مالیات تپي چې دا وضعیت د خلکو د پېرلو ځواک کمزوره کوي او پر ملي پيسو باندې د خلکو اعتماد او اقتصادي هوساینه زیانمنه کوي. د دې ترڅنګ خلک به دې ته مخه وکړي چې خپل نغدي او غیر نغدي شتمنۍ بهرنیو اسعارو ته واړوي. د ویلو وړ ده چې د پولي سیاست پلې کول تل لګښت ته اړتیا لري. د همدې لپاره دولتون دا لګښت پر غاړه اخلي څو پر خلکو باندې د انفلاسیون نرخ د لوړېدو له امله د زیات تورمي مالیاتي لګښتونو او نورو لګښتونو مخنیوۍ وکړي.
 
 د اسعارو په بازار کې د افغانستان بانک په نړۍ کې د اته ډوله دودیزه اسعاري رژیمونو له ډلې څخه  مبادلې د نرخ متحول مدیریت شوی رژیم غوره کړی چې په لاندې ډول تشریح شوی دی:
 
د افغانستان بانک د مبادلي نرخ پالیسی
د هېواد د اسعاري سیاست طرحه کول، ترلاس لاندې نیول او اجراء کول د افغانستان بانک له منحصرو دندو څخه شمېرل کېږي، چې د افغانستان بانک د قانون ۶۹ ماده په دې اړه صراحت لري. د افغانستان بانک په نړۍ کې د اته ډوله دودیزه اسعاري رژیمونو له ډلې څخه د مبادلې د نرخ متحول مدیریت شوی رژیم(Managed Floating Exchange Rate) غوره کړی دی چې په دې رژیم کې د اسعارو په وړاندې د افغانۍ د مبادلې نرخ په بازار کې د عرضې او تقاضا پر بنسټ ټاکل کېږي.
 
دا اسعاري سیاست د اقتصادي شرایطو، د تادیاتو د بیلانس (واردات او صادرات)، د اقتصاد د پرانیستې درجې (د اسعارو ورود او خروج په پام کې نیولو سره اتخاذ شوی دی. د دې اسعاري سیاست په اډانه کې مرکزي بانک د مبادلې نرخ د هدف په توګه په پام کې نه نیسي. په ورته وخت کې د اقتصادي ډګر د فعالانو یعنې مستهلکینو او پانګه اچوونکو پر تمو او د انفلاسیون پر نرخ او پر عمومي بیو باندې د مبادلې نرخ د نوساناتو د منفي اغېزو له امله مرکزي بانک د مبادلې د نرخ بهیر په ځیرتیا سره تر پام لاندې لري او د شته ابزارو او امکاناتو په مرسته تر اوسه پورې د مبادلې د نرخ نوسانات کنټرولوي.
دوام لری....