تمه (لنډه کيسه)

ځيږه لاسونه يې پر مخ را تېر کړل. ډېر يې ترې سر وټکوو. وييل يې نه پوښتنه کوي او نه پيسې راليږي.
له دې سره د توشکې پر سر ايښی مبايل وشړنګېد. په څنګ يې ور وکتل. په ګونځې تندي يې مبايل  را واخيست او سم د واره يې شنه بټن کېکاږله.
-    الو !
د زوی غږ يې راووت: 
-    ابا څنګه يې ښه يې؟ ادې مې ښه ده؟

ده بې له حال و احواله ځواب ورکړ:
-    د غوا ځو! اوس در په ياد شو، مخکې دې ولې زنګ نه واهه؟
هغه په کړس وخندل او ورغبرګه يې کړه، ابا مبايل مې نه وو، مات شوی ؤ، پيسې هم نه وې چې  اخيستی مې وای. اوس مې پيسې وګټلې، مبايل مې هم واخیست او نيمې مې تاسې ته درولېږلې.

دی مسک شو او تر څو يې چې خبرې ته خوله جوړوله اړيکې پرې شوه.
د څو ځله الو، الو په ويلو سره يې مبايل له غوږه را ښکته کړ او له خندا په ډکه خوله يې وويل:
-    اجمل زوی مې ډېر تکړه او کاريګر هلک دی