بدلون زیار غواړي خو څنګه؟

د نننیو را چاپیرو جنجالونو ستر لامل له بدلون ویره او ورته نا پاملرنه ده. هغوی چې غواړي بدلون وکړي، تر ډیرو نورو ښه او ارام ژوند لري او تل ورته د بریا لارې پرانیستې وي له همدې امله مو د بدلون لپاره لاندینو ټکو ته پام را اړوم:
ښايي تاسو به له هڅونکو ویناوالو او روزونکو اورېدلي وي چې پلانی کتاب، ویډیو، فلم او کیسه ستاسو ژوند بدلولی شی. هغوی تاسو ته دا خبره له خپلو هغو تجربو کوي چې پایله یې ورته معلومه شوې ده. 

که غواړئ بدلون وکړئ، هغه څرګندونې جدي وبولۍ او ژر عمل پرې وکړئ خو ممکن د ځینو کسانو څرګندونې له مبالغې ډکې وي.

حقیقت دا دی چې بدلون ستونزمن وي خو دا یوه طبیعي پروسه ده. انسان فطرتاً له بدلون څخه ویره لري او په  ارامه سیمه کې ژوند کول خوښوي. زموږ بدن د یو ماشین په څیر کار کوي چې تر یوې اندازې کار کولو وروسته آرام ته اړتيا لري. د بدلون لپاره د انسان تر ټولو مهم پرمختګ د هغه ذهن او د فکر کولو تمایل دی.

هیڅ انسان په یو وخت کې په یوه ځانګړي لوري فکر نه کوي خو دا پروسه وخت نیسي. د بېلګې په ډول، یخ د اوبو په بدلولو پروسه ټاکلي حرارت، وخت او مناسب چاپیریال ته اړتیا لري.

د انسان د چلندونو د بدلون لپاره، د فکر کولو طریقه، وخت، ځانګړو شرایطو او چاپیریال ته اړتیا ده. موږ باید هیڅکله هېر نه کړو چې بدلون یو ستونزمن، سخت، دردناک او فشار لرونکی بهیر دی او هیڅ انسان نه غواړي چې په اسانۍ سره تیر شي.

ماري‌ وولسټون‌ کرافټ ‌شیلي (Mary Wollstonecraft Shelley) وايي: "د انسان ذهن ته، له لوی او ناڅاپي بدلون پرته بل څه دردناک نه‌ دي." يعنې دا پروسه د زور، جبر یا کومې بلې وسيلې سره نه شي ترسره کیدای. د بدلون لپاره لومړی او تر ټولو مهم شرط خپلواکه او د زړه له کومې اراده ده؛ که نه نو څوک نه شي کولی چې انسان مجبور کړي. 

خو که مثبت فکر وکړو، بدلون یو ښکلی بهیر ده؛ هغه کسان چې له دې بهیر څخه په خوښۍ او آزادۍ غواړي تیر شي نو له دې سفر څخه به خوند واخلي. د بدلون پروسه دوامداره وي؛ څوک باید ورته حوصیله ونه بایلي او هره شېبه د بدلون په درشل کې ځینې دا کړنې وکړي چې ورځ تر بلې پر ځان مطمئن شي.

له بل اړخه، موږ عجیب خلک یو؛ بدلون غواړو خو بدلون نه کوو. د قانون حاکمیت غواړو خو ټرافیکي نښو ته پام نه کوو. غواړو سم او هوښیار ووسو خو نه غواړو چې پورته شو او پخپله اوبه وڅښو. 

ټول غواړو چې بدلون وکړو او له ملګرو سره جنجال هم نه خوښوو خو په وړو وړو خبرو له هغوی ګيلې کوو؛ خلکو ته د خپلو شخصي مسایلو لپاره اجازه نه ورکوو خو خپله په نورو کار لرو؛ غواړو حقيقت ووايو خو نه غواړو حقیقت واورو نو دا څنګه امکان لري چې خپله ښه یو او نور په سلو ستونزو ککړ وي. که موږ له دغه غولونکي حالت را ووځو نو د بدلون لپاره مو لاره اسانیږي.

زموږ د بدلون په وړاندې یوه بله ستونزه دا ده چې موږ کله - کله په خپل ځان کې رامنځته شوی بدلون په حقیقت کې ریښتینی بدلون په توګه هیرو. وايي، مولانا رومي یو وار خوب لیدلی و چې تر پرونه پورې زه هوښیار وم، ما غوښتل نړۍ بدله کړم خو نن زه هوښیار یم، ځکه زه خپل ځان بدلوم. یعنې له ځان سره یوه معلومه او رښتینې محاسبه اړینه ده.

موږ د خپل فکر، چلند، هیلو، اړیکو، د کار کولو طریقو او عادتونو په بدلولو سره کولی شو چې ښه ژوند وکړو نو موږ بايد د ډیرو پلانونه جوړولو پر ځای عمل وکړو او د بدلون لپاره خپل عادتونه سمبال کړو. خو یو ځل له یوه استاده وپوښتل شول؛ ټول والدین غواړي اولادونه یې بریالي او ښه وي، خو لامل یې څه دی چې د والدینو له هیلو او دعاګانو سره - سره بیا هم اولادونه نه بریالي کېږي؟

استاد ځواب ورکوي:" ټول پلرونه غواړي چې ماشومان يې بريالي وي، خو نه پوهيږي چې څنګه بريالي شي." یعنې کله – کله موږ د مختلفو لاملونو له مخې ځانونه هیرو او نه غواړو چې بدلون وکړو او ځینې مهمې ستړیاوې چې زموږ د بدلون سبب ګرځي، له هغو پام اړو.

بدلون د ټولنې او انسان د بقا تضمين دى؛ هيڅ ټولنه او انسان په هيڅ زمانه کې له بدلون پرته ژوند نه شي کولاى، لکه څنګه چې البرټ آینشټین وايي: "هغه نړۍ چې موږ جوړه کړې، زموږ د فکر یوه پروسه ده. دا نه شي بدلیدلی ترڅو چې موږ خپل فکر بدل نه کړو. خوشحاله ژوند له بدلون پرته ناشونی دی، کوچني بدلونونه انسان د خوښۍ لپاره بدلوي. "نن نړۍ ځکه دومره پرمختللې ده چې موږ د کلونو په اوږدو کې ځان بدل کړی دی. فکر وکړئ، که انسان خپل فکر نه وای بدل کړی، نن به دا پرمختګ هیڅکله ممکن نه و. د فریدریش نیتش په وینا: "هغه مار چې خپل پوټکی نشي بدلولی باید مړ شي."

یعنې ویل شو چې بدلون ضرورت دی، خلکو سره له حوصیلې سربیره خپلو هیلو ته د رسیدلو لپاره اړتیا لور چې ګډ تعامل وکړو خو ښايي له ځینو ستونزو سره مخ شو چې دا ستونزې نه باید زموږ د توقف سبب شي بلکې مخته باید فکر وکړو او په پوره جراات باید مخکې ګامونه واخلو.