ښه شخصيت څنګه جوړ کړو؟

ايا کله مو داسې څوک ليدلی چې په هره برخه کې ماهر وي او پرې پوهيږي؟ که ځواب مو هو وي، نو ايا غوښتي مو دي چې د همدې شخص په څېر ووسئ؟

فکر به کوئ چې څومره به ښه شي چې زه دې يو داسې شخص ووسم چې په هره څه پوه ووسم او هر څوک مې خوښ کړي.

هر څوک غواړي چې خپل شخصيت ته وده ورکړي او ځان په راتلونکي کې يو شخصيت وويني، خو هېڅوک نه پوهيږي چې څنګه خپل شخصيت ته وده ورکړي.
نو په دې ليکنې کې به تاسو ولولئ چې شخصيت ته څنګه وده ورکړو او څنګه يو شخصيت لرونکی کس به ووسو.

•    سايکولوژي (cycology) او فلسفه ولولئ!
که غواړئ چې خپل شخصيت ته وده ورکړئ، نو بايد  سايکولوژي (cycology) او فلسفه ولولئ څو تاسو ته ځان معلوم شي چې تاسې کوم ډول انسان ياست. ددې ترڅنګ به دا هم درته معلوم شي چې چې ستاسې شاوخوا کوم ډول خلک اوسي. څه مو تشويقوي؟ څه مو خوښ دې او څه مو نه دي خوښ؟ نو ددې ټولو شيانو د پېژندلو لپاره بايد يو څه اندازه د سايکولوژۍ علم ولولئ. په شخصيت جوړونه کې سايکولوژي يو بنسټيز شی دی چې بايد زده يې کړئ.

ددې تر څنګ تاسې بايد فلسفه ولولئ، چې له دې سره تاسې کولی شئ يو فکر جوړ کړئ چې تاسو د ژوند کولو لپاره کومه لاره ټاکئ. نن ورځ ډيری خلک ژوند بې له کوم پلانه مخته وړي، نو د فلسفې په لوستلو سره تاسې فکر ته اړ کيږئ او يوه غوره لار ځان ته ټاکئ.

•    انګريزي زده کړئ
داسې نه شي کېدای چې د د نړۍ ټول علمي کتابونو دې موږ ته په پښتو يا درې ژبو پيدا شي. نو که چېرې مو انګريزي ژبه نه وه زده، نو تاسې د نړۍ ډېر مهم معلومات له لاسه ورکوئ. او هغوئ چې کافي اندازه معلومات ونلري نه شي کولی يو ښه شخصيت لرونکی شخص ووسي.

•    په عامه ځايونو کې د خبرو کولو هنر زده کړئ
که چېرې تاسې کافي اندازه معلومات هم ولرئ خو چې د ويلو او مخکې وړاندې کولو هنر يې ونه لرئ، هېڅ ګټه نه لري.بايد پوه شئ چې د يوې ډلې خلکو مخ کې څه ډول خبرې وکړئ. دغه راز په هغه ژبه چې وينا کوئ، بايد ورسره راحته وئ.

•    فعال ووسئ
د ښه شخصيت جوړونې لپاره بايد پوه شئ چې په نړۍ کې څه روان دي. دا کړنه په نني عصر کې بيخي اسانه ده ځکه چې ټولنيزې رسنۍ نن سبا د هر سړي په جيبونو کې دي. په ټولنيزو رسنيو کې خبري راپورونه ولولئ بيا د هغې په اړه خپله تحليل وکړئ. چې له دې سره مو يوازې شخصيت نه لوړيږي بلکې يو انساني مسوليت هم ادا کوئ.

•    هغه څه زده کړئ چې نه مو وي زده کړي
ډيری خلک له ښوونځي او پوهنتون وروسته زده کړو ته شا کوي او د هېڅ څيز د زده کولو کوښښ نه کوي. کوښ وکړئ چې نوي نوي شيان زده کړئ.  کله چې موږ نوي څه زده کوو ذهن مو ورسره تيزيږي او هڅه کوو چې تل يو بل نوی شی زده کړو .ددې ترڅنګ نوي شيان زده کول انسان هوښياروي.

•    ځان ښودنه مه کوئ
که چېرې يو نوی کار کوو نو زړه مو غواړي چې خپلو ملګرو ته د هغې په اړه ووايو څو هغوی ته ځان وښيو چې موږ هم يو څه يو. دا کار هېڅکله مکوئږ په خپل ځان فوکس وکړئ. کله مو چې په ځان فوکس وکړ نو د خلکو پام په خپله ستاسې خوا ته اوړي.
 نو شخصيت جوړونه کوم ستونزمن کار نه دی، خپل مسوليتونه منئ او پورتني ټکی عملي کړي څو يو باشخصيته کس ووسئ او په ټولنه کې درته په درنده سترګه وکتل شي.