شعر

سنګر روژه دی د ممبر روژه ده
هم د طالب هم د عسکر  روژه ده

موريې په اوښکو روژه ماتی کوي
چې  د بچي يې په سنګر روژه ده

خدایه چې کوم زوی مې شهید وبولم
یو مړ په غر بل په دفتر روژه ده  

هغه چې وینې یې زبیخلي رانه 
هغې ګاونډ کې هم اکثر روژه ده

حیران یم ولې یې مخ نور نه لري
دې پیر نیولې کالوسر روژه ده

د مسافر بــچي پښې لوڅي ګرځي
په انتظار دي د اخــــتر روژه ده

انګیرم دا  چې یار مې دوه نیولي
سمه  راخستی یې په سر روژه ده

د ځوانیمرګو جنـــــــازې عـــــادله
له تــــحملــــه دي بــــهر روژه ده