حجاب

بندګي ده، هم لِذت دی په حجاب کې
خورې ستا د ژوند عزت دی په حجاب کې

له حجابه د جنت بوی محسوسیږي 
هم خوږوالی، حَلاوت دی په حجاب کې

ته به حوره د جنت ښکارې له ورایه 
ستا لوړوالی او همت دی په حجاب کې

ټول جلال او عظمتونه له تا ځار شه 
رب درکړی لوی عظمت دی په حجاب کې

ته اخر هم سپین حجاب کی پیچل کیږې
ابدي ژوند دې، عِفت دی په حجاب کې 

که ته ځان لره جنت  کې مقام غواړې
نو همدغه منزَلت دی په حجاب کې

ښه په صدق پیروي د پیغمبر ص کړه
کامیابي ده او هم پت دی په حجاب کې

د شریفو خلکو ژوند له حیا ډک وي
څومره ښکلی شرافت دی په حجاب کې

په حجاب دوزخ جنت سره بیلیږي
د ایمان کفر فرقت دی په حجاب کې

د عادل ذات بندګي سَتر، پرده ده 
پرمختګ د انسانیت دی په حجاب کې
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
نسیم شاه عادل 
۱۳۹۹/۱۲/۳
ملي رادیو تلویزیون کابل