ازادي

دا چې ژوند کې مو راغلې ازادي ده
یو پیړۍ مونږه لرلې خپلواکي ده

یو ملت چې څومره یو او متحد وي
هم هغومره یې خپلواکه زندګي ده

په کلتور او ثقافت ملت ژوندی وي
کلتور لویه شتمني لویه هستي ده

په میړانه او عظمت چې زندګي کړي
نو موندلې یې په ژوند اتلولي ده

برکت د شاه امان غازي اتل دی
په نړۍ کې مو د سر چې بلندي ده

د غښتلې ارادې څښتن که نشته
شاه امان دی نوم یې پاتې ابدي ده

له غرور او له احساسه چې پيدا وي
تل یې کړې په نړۍ کې بادشاهي ده

په نمانځنه یې چې مونږه مفتخر یو
دا مو کړنه د آتل امان غازي ده

چې ژوندی د وطن مینه باندې پایي
لا تراوسه یې ازاده زندګي  ده

د وطن په ازادۍ او خپلواکۍ کې
سر لوړي ده، سرلوړي ده، سرلوړي ده

چې هم ننګ او هم غیرت لري عادله
دا افغان دی دده خوي د  ابدالي ده