
پېښور : د افغانستان نامتو خبريال، ژورناليست او ليکوال مراد سنگرمل د ورپېښې ناروغۍ له لامله تېره شپه د پېښور په يو روغتون کې له دې نيمگړې نړۍ سترگې پټې کړي او نن ماسپښين يوه بجه به يې د ننگرهار ولايت د رودات ولسوالۍ د حصار شاهي په کلي کې جنازه وي او هم هلته په خپله پلرنۍ اديره کې خاورو ته وسپارل شي. نوموړى له ډېرې مودې راهيسې ناروغه و او د پېښور د باړې د باجره سټاپ سره نږدې يې د مهاجرت شپې سبا کولې. نوموړى په ډېره بېوزلۍ کې له دې دنيا سترگې پټې کړي. ارواښاد ٥٧ کلن و، يوه کونډه، درې زامن او دوه لوڼې ترې پاتې شوي. مراد سنگرمل خپلې زده کړې تر ليسانس پورې ترسره کړې وې او بيا د ننگرهار د اطلاعات و کلتور په رياست کې د مدير په توگه دنده ترسره کړې، چې په دغه دنده کې تر ډېره حده بريالى و. نوموړى د يو ښه ژورناليست سره سره يو ښه ليکوال هم و، چې په گڼو موضوعگانو يې ليکنې او کتابونه خپاره شوي، چې د مشهورو کتابونو نومونه يې په دې ډول دي. ډيموکراسي څه ته وايي؟، سياست او اقتصاد، ټولنه او بدلون. مراد سنگرمل له پېښور څخه خپرېدونکې ورځپاڼې وحدت سره د خبريال په توگه کار کاوه. د ساپي پښتو څېړنو او پراختيا مرکز مشر امام الدين ساپى او نور غړي د نوموړي مړينه د پښتو ژبې د ژورناليزم او ليکوالۍ په ډگر کې يوه ضايعه بولي او کورنۍ سره يې په دې غم کې ځان برابر شريک گڼي. اروا يې ښاده.