ادبي ليک او يوڅو بيلگې يې


(( چې مې په سپينه لمن تور وليد ))
دلروبر يارانو شور وليد
گرانو زړه ته راتېرو انډيوالانو او قلم والو !
ښاغلي څپاند راته وړانديز وکړ چې ياره په ټول افغان کې مې ويبلاک پرانست يوه کوچني څانگه به ستا له پاره هم پرانيزم ،په خبرو نه ورځپاڼه کې دې ادبي ټوټې خپريږي، هغه به په دغه څانگه کې هم خپري کړو. چې نړيوالو لوستونکو ته دې غږ ورسيږي ځنې قلم وال دوستان لکه عنايت ساپى ، داود عرب زى او نذير احمد سهار ما پيژني چې اند مې څه ډول دى څه ډول خيال او مفکوره لرم .
که رښتيا ووايم د ټول افغان ويب پاڼې تا ويلې ما ويلې مې نه خوښيږي خو دا يو چانس دى چې ودريږه لوستونکى زما دې ټوټو ته په کومه سترگه گوري.
داډول ټوټې گل پاچا الفت او عبدالروف بينوا ليکلې ښاغلي عبدالروف قتيل هم د ادبي ليکنو په چوکاټ کې خپرې کړي دي.
د ادبي ټوټو دليکلو موخه دا نه ده چې څوک دې مين شي او له خپل معشوق څخه گيلې وکړي ،خو يوخيالي مين يا خيالي مينې ته دگرانه ، يا گرانې ، زړه ته راتېره او زړه ته راتيرې په بڼه د ټولنې هغه ستونزې په گوته کوي چې په کې پرتي وي مينه ، وفا او جفا دټولنې دغړو ترمينځ تل يو له بل سره تړاو لري او په همدې بڼه دا ډول ستونزي په گوته کيږي.
ادبي ليک يا ادبي ټوټه يو داسې نثر دې چې لوستونکې يې لولي او خوند ترې اخلي او خپله څيره په کې گوري او گومان کوي چې دا يې يوازې او يوازې ماته ليکلې زه هم مين يم او له خپل معشوق څخه گيلې لرم يا بيخې همدا کانه پر ما هم شوى ، لکه څوک ليکي. گرانه! دا وطن ستا دې ، دغه وطن پر تا حق لري ، خپله خاوره مور وگڼه يا دگيلې په بڼه وايې.
گرانه !له دې وطن سره دې څه وکړل په پردو دې خرڅ کړ او ټوپک سالاري دې اوج ته ورسوله .
ته خو په ما ډير گران يې او ستا درنښت کوم.
خو تاته دا ډول کارونه نه ښايي.
دې کې که څوک له خپل رښتيني عاشق څخه هم څه گيله يا شکوه وليکي نو خېر دى .
څه باک لري ؟ دا ټولنيزې ليکنې دې په ټولنه اغيز کوي او دا اړينه نه ده چې خامخا دې څوک مين شوى وي او د معشوق او يا اغيار او ريبار څخه گيله وکړي زمونږ دولس سره دا ډول کاني ډيرې شوي دي.
ډيرو لرو پردو دگرانښت يارۍ او د دوستۍ په پلمه وخوړو که څوک اوس ترې دمينې په چوکاټ کې گيله کوي نو دا خو سمه خبره ده او پښتو کې متل دى چې
گيله له خپلو کيږي .
زما دا ادبي ټوټو لوستونکو په ما تور پورې کړ چې گوندې زه په دې وخت کې مين شوى يم دا هڅې خبره ده که مينه مې ده نو يوازې مې دافغانستان او افغان ولس سره ده او بس نوره مجازي مينه نه لرم دا داوسنۍ ډيموکراسۍ دود دې چې په خبرې رسنيو کې دبيان دازادۍ په نامه سپکې سپوري او ناسمې خبرې خپريږي .
هر انسان يو ذهني او خيال معشوق لري چې وخت په وخت تري گيله کوي او کله کله ترې خوښي هم څرگنده وي په دغه پاڼه کې به خپلو ادبي ټوټو ته ادامه ورکړم او نوره دلوستونکو خوښه ده چې په کوم سترگه ورته گوري ، په سر سترگو به يې ومنم او کولاى شي چې خپل وړانديزونه او نيوکې پرې وکړي خو دادبياتو او خلاقي پولو په چوکاټ کې بايد وي
. زه به دخپلې خيالي معشوق او معشوقې څخه گيلې او يا خوښي ترې څرگندوم .
دبيلگې په ډول
(هسې عبث کبر پر ما مه کوه )
درې بدې خاطرې
گرانه !
زړه مې غوښتل چې لومړى درته دنيکمرغه لوى اختر مبارکي درکړم.
په زړه کې مې څو ځله را جوړه کړه چې ځه خير دى داد ختر مبارکي به ورکړم خو کله چې به مې ستا له خوا درې بدې خاطرې را په زړه شوى نو زړه به مې نه کېده چې مبارکي درته ووايم.
خو بيا مې هم دزړه داخبره ونه منله او د لوى اختر مبارکي درته وايم.
که څه هم ته به په دې فکر کې يې چې دغه درى کومې خبرې دي چې ستا په زړه کې يې دبدو خاطرو بڼه يې خپله کړې ده .
زه غواړم چې يوه يې درته وليکم خو بيا مې هم زړه نه کيږي چې په دې ځاى کې يې درته په گوته کړم
يو وخت به راشي چې درته به يې دروښايم خو دا يې دښودنې ځاى نه دى.
هر کله چې مې زړه ته دغه بدې خاطرې ودريږي نو ډير انديښمن شم.
ډول ډول سوچونه او فکرونه مې ذهن ته راولاړ شي خو بيا زړه ته په دې خبره تسلې ورکوم چې خير دى يو وخت به په خپله ورته دغه خاطرې وبخښل شي.
زه اوس هم له تا دومره گيله من او ماڼيجن نه يم خو هرکله چې مې دغه درې خاطرى را په زړه شي نو ډول ډول گيلى مې زړه ته ودريږي او وايم چې ورته په مخامخ به په يوه ساه ټولې گيلي وکړم خو کله چې درسره مخامخ شم ستا ليدل او يا درسره خبرې کول په ټولو گيلو اوبه واچوي او داسې معنا ورکوي چې هيڅ هم نه دى شوي
دا د ژوند يو راز دى چې دا شنا په غياب کې انسان ته ډول ډول گيلې ور په زړه کيږي که يوه وړه تيروتنه يې هم ورسره شوې وي هغه تيروتنه يې غياب کې لکه ديو غر بڼه خپله کړي او په يوه خندا او يا خبره غر راوغورځيږي.
خو زه چې هر څومره فکر وکړم دغه درى خاطرى به مې له زړه ونه وځې ته هم بايد په دې خاطرو غور وکړي چې نورې بدې خاطرى در څخه را په زړه نه شي
په پاى کې داياز مشال يو بيت درته ليکم
دکبرجام به دې نسکور شي اخر
هسې عبث کبر پرما مه کوه
@@@@
گوره چې خفه مې نه کړى
گرانه او زړه را تېره !
تا له ماسره ډيرې ژمنې کړي چې زه به يې پر خپل وخت پړاو او پر پړاو عملي کوم
ستا په اړه ما ډير ارمانونه په زړه کې نيولي، تر دې دمه يو څه ارمانونه مې پوره شوي هم دي او يو څه لا پاې دي په دې نيمگړې نړۍ کې دهيچا ارمانونه نه دي پوره شوي خامخا يو څه ارمانونه يې پاتې شي او نيمگړو ارمانونو ته ژړا کوي .
گرانه !
زما او ستا دانډيوالۍ به څومره وخت شوى وي په دغه موده کې مو ډيرې ژمنې وکړې خو نه پوهيږم چې ما به خپلې ژمنې عملي کړي وي او که تا؟
په ژوند کې په انسان ډيرې سړې او تودې راځي خو ژوند ديو ډول سيالۍ نوم دى او دلته بايد دماتې کلمه بيخي له ذهن څخه وويستل شي.
کله نا کله زما او ستا ترمنيځه په څه خبره مشاجره راشي ته اړ يې چې فکر وکړي او زه هم بايد فکر وکړم او د دواړو دليلونه بايد په ناپيلتوب وسنجوو چې څوک په حقه دى؟
که ته په حقه وى نو زه درته تسليم يم او که زه په حقه يم نو بايد زما دليلونه ومنې ځکه چې زما او ستا دمشاجري ترمينځ دريمگړى نه ځايږي .
پريکړه بايد دسالم ذهن او پاک نيت له مخې وکړو چې راتلونکى ژوند مو د نيکمرغۍ له مخې تېر شي ، خلک راته شاباسي راکړي ، تاريخ راباندې وياړ وکړى او په خپلو زرينو پاڼو کې ځاى راکړي
نو ځکه له اوس څخه درته وايم چې گوره خفه مې نه کړى او تاسره ژمنه کوم چې دخپل توان له مخې به دې په ژوند کې خپه نه کړم .
زه به درته وفادار پاتې شم وروسته به څرگنده شي چې ته راته څومره وفادار پاتې کيږى.
په پاى کې دنجيب اکرامى غزل درته ډالۍ کوم
د زړه خبرې زړه کې پټې ساته
گوره چې خلکو ته ښکاره يې نه کړى
ډير نازولې مې ساتلې ياره
زړه مې ماشوم دې چې خفه يې نه کړى
رښتيا مين يې ته په ما او که نه ؟
لنډه خبره کا اوږده يې نه کړى
زړه مې چينه ده اشنا هر وخت راځه
پاکې اوبه دې چې جوټه يې نه کړى
دا د رقيب کوټ دې غړ غړه يې نه کړى
دا د رقيب لاس چې جام ويني ته
دزهرو گوټ دې غړ غړه يې نه کړى
زړه مې کوربه دى ياره خيال يې ساته
پام کا دڅو ورځو ميلمه يې نه کړى
@@@@
له زړه څخه وتلې گرانې له ماسره دې دوکه وکړه
گرانې !
ماسره دې ډيرې ژمنې وکړې چې ستا هره خبره به منم، خو زه چې څومره فکر کوم زما يوه خبره د ى هم نه ده منلې په وار وار دى قول راکړ ،چې خير دى دا ځل مې اوبخښه بيا به داسې نه کوم .
خو ډير وخت تير شوم ماسره دې په خپلې ژمنې وفا ونه کړه ژوند کې دا ډول خبرې راځي خو ښه خبره داده چې انسان يو بل انسان جايزه غوښتنه ومني.
کومه ژمنه چې ورسره وکړى په هغه بايد عمل وکړي.
دمنافق درې نښې دي چې يوه نښه يې په ژمنې نه وفاده.
هر کله چې يو انسان له بل انسان څخه د وفا لاس واخلي نو له زړه څخه يې خامخا مينه وځي او ورسره يې کرکه پيدا کيږي .
نوځکه بيا ورته په گيله من خط کې ليکې چې
له زړه مې ووتلې
مينه مې درسره کمه شوله، خپل گرانښت دې له لاسه ورکړ.
اوس به په هغه سترگو درته نه گورم چې پخوا به مې درته کتل ماته دې په ژوند کې څو ځله ماتې راکړه.
دوکه دې راسره وکړه په خپلو ژمنو دې راسره وفا ونه کړه .
او په پاى کې دې زما زړه مات کړ.
پښتو کې يو متل دى چې وايي :
زړه گل دى چې واوړي بل دى.
پوهان وايې چې زړه دښيښې په څېر دى .
که ښيښه ماته شي او بيا يې جوړه کړى نو په مينځ کې يې درز معلوميږي.
که زه مخامخ درته ووايم چې در څخه خفه نه يم خو زړه مې درڅخه ډير زيات خپه دى.
نه پوهيږم چې څه پلمه درته وکړم چې زړه ته راغلى مرغۍ والو ته .
اوس به له تاسره هغه ډول مينه نه کوم چې پخوا مې درسره کوله
يوه ټپه ده چې وايي :
نور به دې نوم په خوله وانه خلم
ماته دې ژوند کې ياره سپک کتلى دينه
زما ستا درمينځ نه پخلا کيدونکي فاصلې رامينځ ته شوى نو دپخلا کېدو کوښښ ونه کړى .
@@@
زه له تاوتريخوالى توبه اوباسم
گرانه زړه ته راتېره !
ډير وخت مې له تاسره تاوتريخوالى وساته، تل به مې خپله خبره پر تا منله که زړه به دې نه وو نو هم به دې زما دخوښې لپاره هغه خبره منله .
کله چې به دې زما خبره ونه منله په ذهن به مې سخت بوج وو اوس زه دې حقيقت ته ورسيدم چې هرانسان خپلواک دى.
تاسره بايد په نه خبره او يا په کوچنۍ خبره تاوتريخوالى ونه ساتم که څه هم په څه هم په دې خبره به مې په ذهن بوج راشي خو بايد زه هم ديو څه صبر څخه کار واخلم ځکه دزړه ساتنه پراخ زړه غواړي ډير صبر غواړي زغم غواړي
يوه ټپه ده چې وايي
ديارانې کول اسان دى
عالمه گرانه ده يار دزړه ساتنه
اوس چې ددوستۍ يو څه پړاو ترسره شو او دا دوستي يو بل پړاو ته ورننوته نو اړينه ده چې د تاوتريخوالى څخه سره تير شو او پر نه خبره د يو بل زړه خپه نه کړو
مينه يوه ځانگړي جذبه لري که دغه جذبه کمزورى شي نو خامخا شکونه او زړه بداوى رامينځته کيږي.
دا په دوه زړونو بده اغيزه کو ي او باور له مينځه وړي .
هر کله چې باور له مينځه لاړ نو شيطان بيا په دواړو زړونو کې کرکې ته لمن وهي او ديو بل قرباني پر سيند لاهو کوي
نو په پاى کې زه نور له تاسره تاوتريخوالى نه کوم