(روهي) ويب پاڼه لس کلنه شوه

 
د پښتو په تاندو، هڅاندو او تپاندو ويب پاڼو کې يوه هم (روهي) پښتو ويب پاڼه ده پر وخت ، پرځيرکۍ، هراړخيز،خبرونه، شننې ، ملي او نړيوال سياست په اړه، د پښتونولۍ او د ملي کلتور په رڼا کې ليکنې د خپل پښتون ولس تر څنگ نړيوالوته هم وړاندې کوي ديني سکالوې هم له ياده نه وباسي زه يې ډير پخوانى لوستوال يم.
د( روهي) ويب پاڼې د نوم نسبت دهېواد اوسمهال (معاصر)ليکوال محمد صديق روهي ته شوې چې دوه تکړه اوهوډمن زامن ( خوشال روهي او اجمل روهي ) يې د خپل پلار پر پل گام اخلي او ملي سياست ته هم راوتلي چې دا مهال ورته اړتيا ده. 
(روهي) ويب پاڼه د بريښنايي رسنيو په ډگر يوه ناپييلى، کره،هراړخيزه پرملي او نړيوالو خبرو پوهه سرچينه گڼل کيږي چې تودې او گرمې خبرې اولس ته وړاندې کوي د ولس تنده پرې خړوبيږي ځينې وخت کې له پټو را زونو څخه پرده هم پورته کوي چې ځينوکړيو له ولسه پټ کړي دي د ا پټ والى يې د ولس پر تاوان گڼل کيږي بايد چې څرگندشي په دې لس کالو کې نوموړي ويب پاڼې د ولس چوپړ په مينه اخلاص کړې دى
ديوې کره ورځپاڼې تنده يې ماته کړې ده او دچا خبره چاته يې د ورځپاڼې ارمان نه دى ور وستلى ځکه کره او پروخت خبرونه خپروي، ولس خبره وي
زه يې ټولې ډلې ته پر ١١ کلن بهيرد پيل مبارکي وايم او لاس پر دعا يم چې خپل جنگ ځپلي اولس ته لانور چوپړبهيرته گړندي گامونه واخلي اود چا له ملامتۍ څخه په زړه کې ټکنۍ نه شي
مونږ پرې وياړو
په درنښت
فضل قادر انډيوال پېښور