عبدالله: د بهرنيو ځواکونو وتل د نړيوالې ټولنې د مرستو د بشپړل غوڅېدو په مانا نه دي 

روهي (پنځه نۍ/۲۶ د وري)، د مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله وايي چې له افغانستان د امريکايي او ناټو ځواکونو وتل په دې مانا دي، چې نړيوالې ټولنه به له افغانستان سره خپلې مرستې کمې کړي. 

د مصالحې عالي شورا مشر ويلي دي چې افغانستان به د سپټمبر مياشتې وروسته هم له نړيوالې ټولنې او امريکا متحدو ايالتو سره ښې او نېږدې اړيکې ولري. 

نوموړي هيله ښوودلې ده چې د سپټمبر مياشتې وروسته چې بهرني ځواکونه به افغانستان کې نه وي بايد د افغانانو ترمنځ د سولې او ورورولۍ فضا رامنځ ته شي او يو او بل وزغمو. 

عبدالله عبدالله په دې اړه چې طالبان به د استانبول ناسته کې برخه واخلي او کنه بې خبراري ښوودلې ده خو ټېنګار يې پر ډې کړی دی چې  د افغانستان د ستونزې يوازېنۍ حل خبرې - اترې دي.