دوه باميانۍ نجونې د بابا غر تر ټولو لوړې څوکې (شاه فولادي) ته پورته شوې 

روهي (څلورنۍ/۲۵ دوري)، دوه باميانې نجونې د بابا غر ترټولو لوړې څوکې ته شاه فولادي نوميږي، پورته شوي دي. دغه څوکه پنځه زره او ۱۴۰ متره لوړوالی لري. 

يادې نجونې چې تازه يې د افغانستان د غر - ختنې ټيم غړېتوب تر لاسه کړی دی، د لسو نارينو په همکارۍ او لارښوونې ياد غر ته ختلې دي. د دغه دوه نجونو نومونه تمنا جهان او نازیمه خیرزاد ښوودل شوي دي. 

تمنا جهان او نازیمه خیرزاد له دې وړاندې هم دوه ځلې دا هڅه کړې وه، چې د بابا غر لوړې څوکې ته پورته شي، خو پرې بريالۍ شوې نه وي. دوی نن د باميان له مرستيال والي سره کتلي او والي دغه لاس ته راوړنه ستايلې ده.