حقيقت به تاسې ازاد کړي The truth shall make you free؛ د کالېفورنيا د ټېکنالوژۍ اِنسټېټيوټ تر دې شعار لاندې له کالونو راهيسې د پوهې او په ځانګړي ډول ټېکنالوژۍ او انجېنيرۍ برخه کې فعاليت کوي. دغه پوهنتون له نن ۱۲۹ کاله وړاندې يانې ۱۸۹۱ز کال کې د امريکا متحدو ايالتو په کالېفورنيا ايالت کې جوړ شوی دی. کالېفورنيا د ټېکنالوژۍ اِنسټېټيوټ د انجنيرۍ برخه کې مخکښ دی.
دغه اِنسټېټيوټ په ۵۲ هکټاره ځمکه جوړ شوی دی. د ودانيو په شمول د دغه پوهنتونو ارزښټ درې مېلېارده امريکايي ډالرو ته رسيږي. کالېفورنيا د ټېکنالوژۍ اِنسټېټيوټ ۲۳۰۰ محصلين لري چې نهه سوه يې د ليسانس او پاتې نور يې د ماسټري او دوکتورا زده کړې کوي. د دغه امريکايي پوهنتون د علمي کادرونو شمېر ۳۰۰ تنه دی. دغه پوهنتون کې د ليسانس سند په څلور کالونو کې ورکول کيږي. په کلني ډول دغه پوهنتون کې د زده کړو د يو کال فيس نېږدې ۵۶زره امريکايي ډالر کيږي.
د انجنيرۍ او ساینس برخه کې يې ډېری فارغ شوي محصلين اوس مهال امريکا او د نړۍ نورو برخو کې مخښکې څېرې دي. له دې پوهنتون فارغ شوي محصلين چې لا ژوندي دي ۲۲ زرو ته رسيږي چې له منځه يې ۳۹ کسانو د نوبل نړيواله جايزه تر لاسه کړې ده. د کالېفورنيا د ټېکنالوژۍ اِنسټېټيوټ پوهنتون کې څه د پاسه ۶۰۰ بهرني محصلين زده کړې کوي او همدا ډول دغه پوهنتون د امريکا د نورو پوهنتونونو خلاف د بورسونو د ورکړې پرورګرام نه لري. د پورته شمېرو پر بنسټ د کالېفورنيا د ټېکنالوژۍ اِنسټېټيوټ کې د بهرنيو محصلينو شمېر ۳۳ سلنه کيږي.
انجنيري او ټېکنالوژي، هنر او انساني علوم، فزيکي علوم، کمپيوټر ساينس، ټولنيز علوم، د ژوند علوم، سوداګري او اقتصاد د دغه پوهنتون مهمې پوهنځۍ دي.
د ۲۰۲۱ کال د درجه بندۍ اړوند، کالېفورنيا د ټېکنالوژۍ اِنسټېټيوټ د نړۍ څلورمه شمېره تر ټولو معتبر پوهنتون شمېرل شوی دی. هر کال دغه پوهنتون د ساينس، فضا او انجنيرۍ برخې څېړنې او نوې موندنې کوي.
وروستي