د هزاره ګانو د نسل وژنې سناريو؛ محقق او ايران به هزاره ګان بې شمېره او بې رحمه قتل کړي 

په دې وروستيو کې په پلازمېنه کابل او د هېواد په يو شمېر ولايتونو کې څو داسې پېښې وشوې، چې قربانيان يې د افغانستان د ورور قوم هزاره ګانو پوري اړوند و. کابل برچي دښتې سيمه کې د سيدالشهدا ښوونځي سره درې چاودنې چې د ښوونځي زده کوونکي په کې ووژل شول، ورپسې د ګوټه سنګي، برچي دښتې اړوند سيمو کې په څو ټونس ډوله موټرونو پسې د نښلونکي ماينونو چاودنې، بغلان کې د ماين پاکۍ موسېسې د لسو تنو کارمندانو وژل کېدل او داسې ځينو نورو پېښو افغانستان کې د هزاره ګانو د نسل وژنې موضوع راپورته کړې ده. 

دغه پېښو کې طالبانو هم لاس لرل رد کړي او تر اوسه يې کومې بلې ډلې هم د بريد مسووليت په اړه څه نه دي ويلي. افغانان په لويه کې د جګړې ضد غږ کوي. روانه جګړه کې چې د هر قوم او هرې ډلې کس وژل کيږي په لويه کې انسان او افغان وژل کيږي. اوسنۍ جګړه کې طالب او حکومت دوه ستر اړخونه دي. د دوی وژنه چې په هر نوم سره وي، افغان وژنه ده او دا چې ولس د سولې چيغې وهي موخه يې دا ده چې  افغان وژنه او ورور وژنه بايد ودريږي. 

هېڅ رېښتنی افغان به دا خوښ نه کړي چې پښتون په نوم د پښتون، د هزاره توکم په جرم هزاره، د تاجک والي پر بنسټ تاجک او يا کوم بل کس د ژبې، مذهب او سيمې په نومونو ووژل شي. که چېرې افغانستان کې د ژبې، قوم او مذهب په نوم څوګ وژل کيږي نو هر وېښ افغان به يې پر وړاندې غږ پورته کوي. هزاره ګان هم افغانان دي، د دوی بې ګناه وژل کېدل هم په دې دنيا جرم دی او هم به يې لوی خدای چ په هغه دنيا کې پوښتنه کوي او وژونکي ته به يې سزا ورکوي. خو د هزاره ګانو د نسل وژنې تر شا یو څه بله سناريو ښکاري. 

ايران له پاکستانه د افغانستان ډېر اوږد او بي رحمه دښمن دی. نيابتي جګړه څخه ورايخوا،  ایران هلته پر کډوالو افغانانو هم رحم نه کوي؛ کله يې سيند ته اچوي او کله يې د وچو لرګيو په څېر په اور کې سوځي. د ايران سپاه پاسدران ډلې زرګونه افغانان د خپلو ګټو جګړې ته سوريې ته لېږلي او هلته يې د داعش پر وړاندې جنګوي. دلته هم ايران داسې سياست کوي چې امريکا څخه پرې غچ واخلي او هم داعش ډله پرې وځپي. ايران افغانستان کې داسې فکر خپور او ګفتان  ايجاد کړی دی چې داعش افغانستان کې يوازې او يوازې هزاره ګان وژني. ايران په دې سياست سره هڅه کوي چې په يو ډول نه په بل ډول خپل دغه سياست ترويج او بريالی کړي چې افغانستان کې د هزاره ګانو نسل وژنه ده. 

دغه ماموريت د بريالي کېدو لپاره ايران د محقق او هغې  په څېر نور کسان ګمارلي دي. محقق چې کابل يا افغانستان کې هره داسې پېښه کيږي چې قرباني يې هزاره ګان وي، نو دی دا چيغه پورته کوي چې ملګري ملتونه دي د هزاره ګانو نسل وژنه په رسميت وپېژني. 

په دې پار چې محمد محقق خپلې دې غوښتنې ته ورسيږي او ملګري ملتونه دې ته اړ کړي چې د هزاره ګانو د نسل وژنې په توګه يوه موضوع په رسميت وپېژني او دا موضوع درنده وښيي، نو پر ځای دا دي چې د بې ګناه هزاره ګانو په وژل کېدو محقق ودردیږي، ښايي دی پر دې خوښ شي چې څومره ډېر هزاره ګان ووژل شي نو د ده په ګټه دي. د ډېرو ولسي هزاره ګانو وژل کېدل به محقق ته دا موقع په لاس ورکړي چې دی خپلې غوښتنې (د هزاره ګانو نسل وژنه دې په رسميت وپېژندل شي) ته رسميت ورکړي. 

د هزاره ګانو د نسل وژنې د رسمي کېدو غوښتنه هم د محقق درد او غوښتنه نه ده؛ د ايران په څېر هېوادونو دا موضوع د يوې پروژې په توګه رامنځ ته کړې ده. دوی به بې ګناه ولسي هزاره ګان افغانستان کې په نښه کوي او هر څومره چې ډېر هزاره ګان ووژل شي نو هم دومره به دا ادعا غښتلې کوي چې افغانستان کې د هزاره ګانو نسل وژنه راونه ده. 

د ايران موخې له دې ډول مسايلو دا دي چې افغانستان کې نفاق خپور کړي، له هزاره ګانو د دفاع په نوم خپل ځيني کسان وسله وال کړي، له هزاره ګانو سره د خواخوږۍ په ډول افغانستان ته د مداخلې لاسونه را دننه کړي. بيا ايران د خپلو دا ډول سياستونو  د پلي کېدو په پار د محمد محقق او کريم خليلي غوندې کسانو ته ماموريت سپاري. دوی به د ايران د سياست د بريالي کېدو لپاره د هزاره ګانو وژنه تېزه کړي ترڅو د نسل وژنې موضوع ترې جوړې کړې. هزاره ګان به د ايران او خپلو مشرانو له خوا تر هغې وژل کيږي چې ترڅو يا دوی را وېښ شوي نه وي او يا يې د خپلو مشرانو موخې تر لاسه شوې نه وي.