ټول ۱۳ ډول ويټاميونه؛ هغه خواړه چې دغه ويټامينونه لري او هغه ناروغۍ چې د ويټامينونو د کمښت له امله رامنځ ته کيږي

ټول ۱۳ ډول ويټاميونه؛ هغه خواړه چې دغه ويټامينونه لري او هغه ناروغۍ چې د ويټامينونو د کمښت له امله رامنځ ته کيږي
ويټامين يو عضوي يا ارګانيک مالېکول دی، کوم چې يو ژوند موجود د خپل وجود د ژونکو يا حجرو د ښه او نارمل فعاليت لپاره ورته اړتيا لري. تر ۱۹۱۳ز کال پوري چا د ويټامين په نوم کوم څه نه پېژندل؛ د لومړي ځل لپاره په ۱۹۱۳ز کال کې د  Casimir Funk په نوم يو لهستاني عالم د ويټامين کلمه وکاروله. اوس وخت کې ۱۳ ډوله ويټاميونونه پېژندل شوي دي، چې لومړی ډول يې په ۱۹۱۳ او وروستی ډول يې په ۱۹۴۸ز کال کې پېژندل شوی دی. يانې د ويټامين ټول ډولونه د ۱۹۱۳ او ۱۹۴۸ز کالونو ترمنځ پېژندل شوي دي. 

۱- ويټامين اې Vitamin A: که چېرې وجود کې اې ويټامين په کافي او د اړتيا په اندازه نه وي، نو د سترګو د شپې ليد کمزروی  کيږي. د  hyperkeratosis په نوم ناروغي چې د پوستکي بهرنۍ برخه په کې له نارمل حالت زياته غټيږي او همدا ډول د Keratomalacia په نوم ناروغي چې د دواړو سترګو پر ليد پر يو وخت کې بد اغيز کوي، رامنځ ته کوي. هغه خواړه چې د اې ويتامين په کې پيدا کيږي عبارت دي له: شيدې، د ماهي غوښه، شنه پالک، کدو، پخه شوې هر ډول زيړې ميوې، ګازرې، نارنج او نور. 

۲- بي يو ويټامين Vitamin B1: د دغه يټامين د نشتون په صورت کې په لاندې ناروغيو اخته کېدای شئ. Beriberi بري - بري د وجود د کمزورۍ ناروغي ده چې د ويټامين بي يو د کمښت له امله رامنځ کيږي.  Wernicke-Korsakoff يوه عصبي ناروغي او د عصابي سېسټم ګډوډي ده، چې د ويټامين بي يو د کمښت په پايله کې راځي. وريجې، د خنځير غوښه (چې د اسلام مبارک دين کې حرامه ده)، هګۍ، ځيګر، شنه يانې سبزۍ، کچالو او ځينې وچې ميوې د بي يو ويټامين ښې او غني سرچينې دي. 

۳- بي دوه ويټامين Vitamin B2: د ژبې د پورتنۍ برخې التهابي کېدل او سپين ماده پرې را پيدا کېدل چې ورته glossitis وايي د بي دوه ويټامين د نشتون له امله ده. همدا ډول د وريو د التهاب او ټپ پيدا کېدل د بي دوه ويټامين په نشتون کې رامنځ کيږي. دغه ويټامين په شنه لوبيا، د شيدو اړوند ټولو خواړو، کيلو او پاراګاس په نوم خواړو کې پيدا کيږي. 

يادونه: لس نور ويټاميونه په دويمه برخه کې درته وړاندې کيږي.