مالوماتي لېکنه: د حمل يا اميدوارۍ پر مهال د غاښونو او اوريو ناروغۍ 

د زړه بدوالی، کانګې کول، د معدې جوشېدل، قبضيت کېدل او د وجود ځينو نورو برخو درد ميرمنې هغه وخت احساسوي چې کله حمل واخلي. له دغه ستونزو وراېخوا د غاښونو درد، غاښونو کې سوري پيدا کېدل او د وريو ميکروبي کېدل د بلاربښت نورې نښې او جانبي عوارض دي. 

د روغتيا يا  Health په نوم وېب پاڼې د يوې شوې سروې پر بنسټ لېکلي دي چې تر نيمايي ډېرې ميرمنې هغه وخت د غاښونو په ناروغيو اخته کيږي چې کله دوی حمل واخلي. غاښونه يې سوري کيږي، اړې کيږي چې غاښونه وباسي، اورۍ يې ميکروبي کيږي او همدا ډول د خولې په ځينو نورو ناروغيو اخته کيږي. يو شمېر ميرمنو خپلې دا تجربې هم شريکې کړې دي چې د هر ماشوم په حمل سره يې يو - يو غاښ له ميکروبي کېدو او سوري کېدو وروسته اېستلی دی. 

د دغه وېب پاڼې د مالوماتو پر بنسټ اوس مهال  د نړۍ له ۶۰ بيا تر ۷۵ سلنه پورې ميرمنې د بلاربښت پر مهال د غاښونو ستونزې پيدا کوي. روغتيا پالان دغه ستونزې عامې يادوي خو په ورته وخت کې يې لامل د وجود د ځينو هورمونونو ډېر زيات مصرف په ګوته کوي چې د اميدوارۍ له امله په مصرف رسيږي او په پايله کې يې ځيني ستونزې لکه د غاښونو سوري کېدل او د اوريو ميکروبي کېدنه رامنځ ته کيږي. 

څنګه کولی شئ چې د اميدوارۍ پر مهال د غاښونو او اوريو له ناروغۍ ځان وساتئ؟ 
دې برخه کې د ډاکټرانو توصيه دا ده چې بايد له عادي ډول ډېر د غاښونو خيال وساتل شي؛ غاښونو بورس شي، نېږدې درې مياشتې وروسته يو ځل د غاښونو ډاکټر باندې غاښونه وکتل شي. له دې وراېخوا کولی شئ چې په خپل کور کې دغه لارښوونې پلې کړئ.

- د خوږو شيانو خوراک او څښاک د اميدوارۍ پر مهال بايد را کم شي. 
- د اميدوارۍ پر مهال په حتمي ډول په ۲۴ ساعتونو کې بايد د غاښونو په کريم سره دوه ځلې غاښونه پرمېنځل شي.  
- له هر خوراک او ډوډۍ وروسته بايد د غاښونو په منځ کې پاتې شوني خواړه لېرې شي. 
- که چېرې مو د اميدوارۍ پر مهال اورۍ وينه او ټپ کوي، نو يوه کاشوغه مالګه په يو ګيلاس نيمه ګرمو اوبو کې واچوئ او غاښونه مو پرې ومېنځئ. 
- هڅه دې وشي چې د بلاربښت پر مهال ميوې او ترکارۍ ډېرې وخوړل شي؛ ميوې او ترکارۍ نه يوازې د مور په نس ماشوم لپاره د خوړو ښې سرچينې دي؛ د اميدوارۍ پر مهال د وجود د اړتيا وړ خواړه برابروي؛ د حمل پر وخت د غاښونو او اوريو د التهاب او ميکروبي کېدو مخه هم نيسي.