
اجمل روهي
له هغو عناصرو څخه ، چې تر اوسه موږ ته څرګند دي يوازې 90 عناصر يې په طبعيت کې موجود دي او پاتې يې په مصنوعي توګه ﻻسته راغلي.د ټول کيمياوي عناصرشمېر118 ښودل شوی او د لست د کتلو لپاره دا پاڼه وګورئ :
http://en.wikipedia.org/wiki/Chemical_element
ټول کيمياوي عناصر پر دوه برخو فلزاتو او غيرفلزاتو ويشل کيږي او بايد وويل شي ٪85 يې فلزات دي. د ياونې وړ ده ، چې د ځمکې ٪99 کتله يوازې 8 کيمياوي عناصر جوړوي : اکسيجن، پتاشيم، سوديم، مګنيزيم ، اوسپنه، المونيم،سيليسيم يا سليکون . هايدروجن او هيليم په خارجي فضا يا کيهان کې موجود دي . په ژونديو يا عضوي موادو کې تر ډېره کچې پورې ډېر موجود عناصر نايتروجن، هايدروجن،اکسيجن او کاربن دي.