د دعوت ۲۹مه کلیزه؛ د ویاړنې يوه پلمه

یادونه: دغه ليکنه د «دعوت» د ۲۹ کليزې په وياړ په همدې ورځپاڼه کې خپره شوې ده
څه باندې دوه لسیزې وړاندې، کله چې زه هم د زیات شمېر نورو افغانانو په څېر جلا وطنۍ ته اړ شوم، د برخلیک څپو زه د جرمني خاورې ته ورسولم. که څه هم زما د محصلۍ دوره په اروپا کې تیره شوې وه، خو داسې يو هېواد ته راتګ، چې ژبه دې نه وي زده او وګړي يې انګريزې ژبې ويلو ته هم لېوالتیا نلري، ځينې ستونزې رامنځته کولې، چې له رسمي کارونو، ډاکتر ته تګ نه تر کاروموندنې پورې ټولې چارې ور سره تړلې وې.
هغه مهال، چې د نن په پرتله ټکنالوجي دومره پرمختللې نه وه؛ د انټرنيټ او ډيش انتانونو نه شتون هم موږ له دې نه محروم کړي وو، چې د خپل هېواد په هکله کره مالومات ولرو. زموږ لويه خوشالي به دا وه، که کوم چا ته به زموږ لیک رسیدلی و او د هغوی لخوا به ځواب را ورسید او یا به افغاني مجلې، کتابونه او ورځپاڼې تر موږه راورسیدې.
د جلا وطنۍ په همدې کلونو کې، ځينې ورځپاڼې یا بهتره ووایم جريدې تقریبا په منظمه توګه رارسيدلې او تر لوستلو وروسته به لاس په لاس کيدلې. د دغو ورځپاڼو څو بېلګې مې چې په یادې دي: «وفا» چې بنسټ ګر يې ارواښاد پروفیسر رسول امين او سرمحقق زلمي هېوادمل يې مدیريت کولو، «دعوت» د ښاغلي طارق بزګر په مديریت، «آئینه افغانستان» د ښاغلي سیدخليل الله هاشمیان په مشرۍ او «مجاهد ولس» د ښاغلي محمدحسن ولسمل په مدیريت.د دغو ورځپاڼو په لوستلو به زموږ د زړه للمه په هېودانۍ مېنه خړوبیدله او هم به اپډيټ کيدلو.
څرنګه، چې سږ کال د «دعوت» ۲۹ کلیزه ده، نو زه به هم د دغه رسنۍ (ورځپانې او ويبپاڼه) په هکله، زما په ذهن کې پنځيدلی نظر وړاندې کړم.
زما په اند د هرې بریالۍ رسنۍ په هکله چې خبرې کيږي دا په حقيقت کې د هغه رسنۍ د مدير او کارډلې د بریالیتوب په هکله خبرې دي.د «دعوت» په هکله هم بې له شکه همدا فرمول صدق کوي.
که څه هم د لیکوال د شخصیت او آثارو تر منځ تړاو شته، خو ځينې بیا له دې نظر سره مخالفت لري او وايي، چې کیدی شي یو څوک ښه شخصيت ونلري، خو ښه آثار يې وړاندې کړي وي.
له نیکمرغه زه د «دعوت» بنسټګر او مسوول مدير ښاغلی طارق بزګر پېژنم، له نږدې مو بنډار هم سره کړی او په هغه ډله کې حسابيږي، چې هم دروند شخصیت لري او هم درنه او بریالۍ رسنۍ چلوي.
یو څو ټکي د ګران بزګر صیب په هکله: ډير اجتماعي او د اړيکو په پاللو کې تکړه، د غره په څېر حوصله؛ بېلګه يې د ۲۹ کلونو پرله پسې ژورنالیستيک کار، له حسد او دښمنیو نه ليرې او بس هسې خوږ انسان.
يو څو لنډ ټکي هم د «دعوت» په هکله: هيڅکله یې ژېړ ژورنالیزم ته مخه نکړه؛ د پیسو او نورو امتیازاتو لپاره يې څوک بې ځايه ټارګيټ او سپک نه کړل. تل يې ملي ګټې په پام کې نيولي او په هېواد کې د خیانت، فساد او ملي خائينیو پر وړاندې يې د مبازې بیرغ تل اوچت ساتلی.
ګران بزګر صيب، ځان او ټولو هېوادوالو ته د دې کليزې او بریاوو مبارکي وايم، الله دې همداسې لري.
په درنښت
اجمل روهي