د نقيب الله مسيد شهادت او په پاکستان کې سياسي توپان

د تيرې جنوري په مياشت کې د وزيرستان یو ښکلی ځوان نقيب الله مسيد، چې د افغان په نوم مئين و او د لوی افغانستان د جوړیدو هيله يې درلوده، په کراچۍ کې د پاکستان د جهنمي استخبارتي او امنيتي ادارو کسانو لخوا ونيول شو او تر نږدې دوه اوونۍ وروسته په شهادت ورسول شو او مړی يې په کوڅو کې وغورځول شو. د مسيد تر شهادت وروسته لا څو ورځې چوپتيا وه، خو دا له توپان نه مخکې چوپتيا وه.
د شهيد نقيب مسید وژنه يوه انګيزه شوه، چې د سيمې يو لوی ټبر پښتون په خوځښت راغلو. هو دا يوه انګيزه وه خو لامل نه و. د انګريز لخوا د پاکستان د زيږولو  راهیسې، د خونخواره پنجابي چارواکو لخوا د نقيب الله مسيد په څېر په زروګونو پښتانه په خپلو وينو لمبول شوي او په زرګونو قومي مشران ترور شوي. په کراچۍ کې به چې هر پښتون د دوی په لاس ورغی ويل به يې: «دس لاک کې چک ميل ګیا» یانې د لسو لکو چېک لاس ته راغی. د دغه پښتون د خلاصون لپاره به جايدادونو خرڅېدل، پور به اخيستل کيده تر څو يې له مرګه وژغوري.
په وزيرستان کې د ترهګرۍ سره د مبارزې په نوم، د پنجابي پوځ لخوا ډيرې ککرۍ خاورې شوې، له ډيرو دنګو کلاګانو د خاورې انبارونه جوړ شول او په زرګونو کورنۍ بې کوره شوې، چې تر اوسه په خيمو کې شپې تيروي او ځېنې يې ان خوست، پکتیکا او نورو ولایاتو ته پناه راوړه.
 

 
هو د شهيد نقيب الله مرګ یوه پلمه شوه؛ لاملونه نور ډير وو، نور د آسیا دغه لوی او فاتح ټبرـ پښتون ته دا ژوند د زغمولو نه و. په يوه فکر او چيغه ټولو پښتنو د پنجابي حاکميت پر وړاندې راپاڅېدل. ای. اس. ای. (ISI) غوښتل د نقيب مسيد کورنۍ ته تر ۶ ميلیونو ډالرو ورکړي او د پاڅون مخنيوی وکړي، غوښتل يې پخواني سوليدلې څېرې او قومي ټېکه داران د دغه خوځښت د مخنيوي لپاره وګماري، خو ګټه يې ونکړه.
هغه پاڅون چې له وزیرستان نه «د مسيدو د تحفظ» په نوم پيل شوی و، د ټول پښتون له ملاتړ نه برخمن شو او د ټول پښتون د تحفظ او آزادۍ ناره اوچته شوه. په زرګونو کسانو غونډې وکړې او لوی لاريون د پاکستان د پلازمېنې اسلام آباد په لور روان شو او دغه ښار کې يې زلزله راوسته. د لاریون لپاره ۳۰۰ زره ډالره چندا خلکو په داوطلبانه توګه ورکړه.
 

 
پښتنو او بلوڅو وروڼو خو د پنجابي استعمار پر وړاندې ډير پاڅونونو کړي، خو ځپل شوي. دا ځل له پخوانيو سره توپير لري؛ یو خو د دغو ليډرشپ له سیاسي بدنامو ګوندونو سره ندی بلکې زیاتره هوښیاره او بیداره ځوانان دي، چې هر څه يې په خپل لاس کې نيولي.
د دغه تاريخي پاڅون مهم ټکي دا دي، چې تور سپين، هغه قوم او دغه مذهب خبره په کې نشته او ټول په يوه خوله او آواز د ظلم او استبداد د ماڼيو د نړولو لپاره سره یو لاس دي. بل مهم ټکی دا دی، چې د پښتونخوا خلک ترهګر او د ترهګرو ملاتړي بلل کيدل، په داسې حال کې چې د خپل پاڅون پر مهال يې د ترهګرو دفترونه وتړل او د دوی ګاډيو ته يې اور پورې کړ او ترهګر تېښتې ته اړ شول.
تاريخي فرصت باید له لاسه ورنکړل شي! د دغه پاڅون باید پراخه ملاتړ وشي او لر او بر هر يو بايد خپل رول ادا کړي. پاکستاني رسنيو د دغه پاڅون رېپوټونه نه خپرول، خو د پاڅونکوونکو لخوا دې ته اړ کړای شول. په افغانستان کې هم پردۍ پاله رسنۍ ډيرې دي، له هغوی به تمه نه کوو، خو لږ تر لږه ملي رسنۍ او په ټولنيزو رسنيو کې فعال اشخاص، مدني ټولنې او نور بنسټونه د ظلم پر وړاندې دغه ناره او غږ باید بدرګه کړي او ملاتړ يې وشي!
نن سبا په نړيواله کچه هم پاکستان ډير بدنامه دی او نړیوال ذهنيت بلکل دې ته چمتو دی، چې په آسیا کې د دغه سرطاني دانې چاره وشي. له همدې فرصت نه باید ګټه پورته شي.
افغان حکومت ته هم پکار ده، که غواړي چې په افغانستان کې امن راشي او پاکستان یو داسې موقف ته روالي، چې دا احساس ورکړل شي، لکه څنګه چې په مصنوعي ډول زر جوړ شوی و همداسې زر يې ړنګيدل هم ممکن دي.
افغان دولت نور باید له منفعل حالت نه را بهر شي، ابتکار پخپل لاس کې واخلي او فعال سیاست وکړي او د ولس ملاتړ هم خپل کړي.
په درنښت