الجزيره کې افغانستان کې د پاکستان د لاسوهنو په اړه د (محسن دوړ) انګلېسي لېکنې پښتو ژباړه 

د پاکستان د پارلمان او پښتونخوا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي محسن دوړ الجزيره رسنۍ کې د افغان سولې او افغانستان کې د پاکستان د لاس وهنو په اړه خپله انګلېسي مقاله په دې پيل کړې ده، چې د افغانستان لپاره د جوبايډن طرحه په دې ناکامه ده چې دغه هېواد کې ډېرۍ بنسټيزې ستونزې او مسايل په کې نه دي ځای شوي. 

محسن دوړ وړاندې د جوبايدڼ د نوي حکومت په اړه ويلي دي چې واک ته د جوبايډن په رسېدو سره هيلې دا وې چې د افغانستان د سولې بهير به ګړندۍ او چټک شي او همدا ډول به جوبايډن فشار راوړي چې طالبان د افغانستان د دولت برخه شي، خو د جوبايډن پالېسي او پرېکړه د ټولو هيلو خلاف په بل لور حرکت وکړ. د افغانستان د سولې بهير کې د افغان حکومت څنډې ته کول؛ د امريکا او نړيوالې ټولنې نورو ادارو له خوا په مخامخ ډول له طالبانو سره خبرې بله هغه مساله ده، چې د سولې بهير يې يو خوا او پيچلی کړی. 

محسن دوړ نيوکه کړې ده چې نړيواله ټولنه او د سيمې هېوادوه ادعا کوي چې يوازې او يوازې د افغانانو په مشرۍ او د افغانانو په ملکيت د سولې خبرې به بريالۍ خبرې وي، خو په حقيقت کې دا يوازې شعار پاتې شوی دی؛ نړيواله ټولنه او د سيمې هېوادونه پرته له دې چې د افغانانو غوښتنې په پام کې ونېسي، د افغان سولې لپاره خپلې طرحې وړاندې کوي او د خپلو ګټو او لومړيتوبونو په لټه کې دي.  

دوړ د افغانانو ترمنځ د سولې خبرو له پيلېدو وروسته هېواد کې له زيات شوي تاوتريخوالي، چې موخيزې وژنې هم په کې شاملې دي، ويلي دي چې د طالبانو په شمول کابل کې سياسي ډلې د سولې پر وړاندې خپلې هڅې بايد رېښتنې کړي، هغه چې په خوله يې وايې په عمل کې پلي کېدو ته اړتيا لري او په دې سره افغانستان کې يوه تل پاتې سوله راتلی شي. 

محسن دوړ په خپلې مقالې کې دا هم لېکلي دي چې د جوبايډن حکومت له خوا د سولې په طرحه کې ځيني نور بنسټيز مسايل لکه د افغانستان په جګړې او سولې کې د افغانستان د ګاونډ او په ځانګړي ډول د پاکستان رول ته پام نه دی شوی. د دوړ په وينا چې پاکستان افغانستان کې دوه مخه سياست پلی کوي، د طالبانو ملاتړ کوي او له دې لار هڅه کوي چې په افغانستان کې خپل نفوذ ولري. دوړ لېکلي دي چې د پاکستان پوځ ادعا کوي چې دوی په پوځي عملياتو کې بريالي دي او قبايلي سيمې چې پخوا ناامنه وي، له وسله والو يې پاکې کړې، نو بيا ولې افغانستان سره پر خپلې پولې دا ډول عمليات نه کوي، چې د وسله والو، طالبانو او بهرنيو جنګياليو له شتون يې پاکې کړي. 

د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي محسن دوړ د خپلې لېکنې په يوې بلې برخې کې لېکلي دي چې د پاکستان دولت پخوانۍ قبايلي سيمې يا FATA د طالبانو لپاره امن ځای جوړ کړی دی او هلته يې ساتلي دي؛ په قبايلي سيمو کې د طالبانو شتون دومره ده لکه په تېر کې چې په افغانستان کې وو.