د نړۍ سل معتبر پوهنتونونه: اکسفورډ پوهنتون (Oxford University)؛ ۱-برخه

اکسفورډ پوهنتون چې په انګلېسي ژبه يې نوم The University of Oxford يا  Oxford University لېکل کيږي، د ۲۰۲۱ کال د درجۍ بندۍ پر بنسټ د نړۍ لومړۍ شمېره پوهنتون شمېرل شوی دی. اکسفورډ پوهنتون د انګلستان اړوند Oxfordshire نومي هېواد په اکسفورډ نومي ښار کې شتون لري. اکسفورډ پوهنتون نړۍ کې دويم تر ټولو پخوانی؛ اروپا او امريکا کې لومړۍ شمېره تر ټولو پخوانی پوهنتون دی. د نړۍ تر ټولو پخوانی پوهنتون چې په ۱۰۸۸ز کال کې په ايټاليا کې جوړ شوی دی، Bologna نوميږي. اکسفورډ پوهنتون له نن ۹۲۵ کاله وړاندې په ۱۰۹۶ز کال کې تاسيس شوی دی. دغه پوهنتون د څېړنو ستر  نړيوال مرکز دی، چې په خپل غيږ کې ۳۹ نور پوهنتونونه لري. 
 


د ۲۰۱۹ز کال د شمېرنو اړوند د اکسفورډ پوهنتون ودانۍ او نورې اړوند جايدادونه شپږ مېلېارده امريکايي ډالر ارزښت لري. د دغه پوهنتون کلنۍ بودجه دوه مېلېارده او ۱۴۵ مېلېونه امريکايي ډالر ده. د اکسفورډ پوهنتون علمي پرسونل اووه زره او د محصلينو شمېر يې څه د پاسه ۲۴ زره کسانو ته رسيږي، چې نيمايي ليسانس او نميايي د ماسټري او دوکتورا په زده کړو بوخت دي. تر ۱۸۷۵ز کال پوري په دغه پوهنتون کې ښځينه محصلينو ته د زده کړو اجازه نه وه، خو په ۱۸۷۵ کال کې د بريتانيا د  وخت د حکومت له خوا يو قانون توشيح شوو او له لارې يې ښځنيه محصلينو په اکسفورډ پوهنتون کې د زده کړو کولو اجازه تر لاسه کړه. 
 


دغه پوهنتون يو پراخه کتابتون لري، چې د برېټېش کتابتون وروسته انګلستان کې تر ټولو ستر کتابتون د اکسفورډ پوهنتون کتابتون دی. دغه کتابتون کې تر يوولس مېلېونه ټوکه کتابونه شتون لري. د نړۍ تر ټولو پخوانی پوهنتوني موزيم چې  Ashmolean نوميږي په اکسفورډ پوهنتون کې شتون لري. دغه موزيم په انګلستان کې هم تر ټولو پخوانی موزيم دی.  Ashmolean موزيم په ۱۶۸۳ز کال کې په اکسفورډ پوهنتون کې جوړ شوی دی. 
 


د دغه پوهنتون خپرندويه برخه پيړۍ اوږد تاريخ لري. اکسفورډ پوهنتون هر کال شپږ زره ټوکه کتابونه خپروي چې په نړۍ کې تر ټولو لوړ شمېر دی.  Oxford English Dictionary د اکسفورډ پوهنتون د خپرونو يوه مهمه او ارزښت لرونکې برخه ده. 

له تېر څو لسيزو اکسفورډ پوهنتون د نړۍ په پنځو لومړۍ درجه پوهنتونونو کې راځي. د Times Higher Education World University Rankings د درجه بندۍ اړوند چې په ۲۰۲۱ کال کې شوې ده، دغه پوهنتون يو ځل بيا د نړۍ لومړۍ درجه پوهنتون ځای خپل کړی دی. له دغه پوهنتون د انګلستان ډېری لومړي وزيران او نورو لوړ پوړي کسان فارغ شوي دي.