
د دې عار او د دې ننګ خبري مه کړئ
پښتنو ورونو! د جنګ خبري مه کړئ
د عزت او درناوي خبري زده کړئ
د دوکې او د نیرنګ خبري مه کړئ
جوماتونه عبادت ته دي ځانګړي
ګورئ هلته رنګارنګ خبري مه کړئ
بدو چارو ته څوک مه هڅوئ ورونو
یو په بلو کې د بنګ خبري مه کړئ
که یو څو شېبې لږ غلي شئ نو ښه ده
زه راغلی یم په تنګ خبري مه کړئ