غزل

 موږ لا د سختـــــــــو عذابونو وړ یو
خدایه د ډېـــــــــرو تکلیفونـــو وړ یو

چې د ښه توب نښه په موږ کي نه وي
د کومو خلکو به د زړونـــــــــو وړ یو؟

تر ښو مو بد چي په کراتــــــو وي ډېر
څنګه به ستا د رحمتـــــــــــونو وړ یو؟

کــــــه کُـــــــرونــــا وي او بــــــــله بلا
دا خو لا څه چـــــې د اورونــــو وړ یو

قـــوم پرستي، حسد او بُخل چي کړو
'دانشه' موږ بـــــــــــــه دمرګونو وړ یو