رويټرز: محمد اشرف غني، ډاکټر عبدالله، کرزی، حکمتيار، خليلي او نور سياسيون مسکو ته دعوت شوي؛ چا تر اوسه د مسکو بلنې منلې او چا رد کړې؟ 

روهي (جمعه/۲۲ د کب)، ټاکل شوې ده چې د روانې مارچ مياشتې په ۱۸مه نېټه به مسکو کې د افغان سولې په اړه ناسته تر سره شي. مسکو دغه ناسته کې د ګډون لپاره افغان ولسمشر محمد اشرف غني، د مصالحې عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله، پخوانی ولسمشر حامدکرزی، د افغانستان اسلامي ګوند مشر ګلبدين حکمتيار، محمد کريم خليلي او نور سياسيون دعوت کړي دي. 

د ډاکټر عبدالله عبدالله وياند رسنيو ته ويلي دي چې دوی ته بلنليک رسېدلی دی خو ډاکټر عبدالله عبدالله تر اوسه په دې پرېکړه نه ده کړې چې ياده ناسته کې ګډون کوي او کنه؟ 

له بلې خوا پخوانی افغان ولسمشر حامدکرزی هم دغه ناستې ته بلل شوی دی، خو تر اوسه يې د دغه بلنليک د هوکړې او نه هوکړې په اړه څه نه دي ويلي. ولسمشرۍ ماڼۍ د مسکو د يادې ناستې په اړه خپله پرېکړه  تر اوسه رسنيزه کړې نه ده. 

رويټرز لوېډېځې رسنۍ لېکلي دي چې د دعوت شوي افغان سياسي څېرو له منځه تر اوسه د ولسمشرۍ ماڼۍ پخواني دويم مرستيال محمد کريم خليلي د مسکو دغه بلنه منلې ده. 

د مسکو ناستې وراېخوا ټاکل شوې ده چې د مارچ په ۲۸مه د طالبانو په شمول ترکيه کې هم يوه ناسته جوړه شي، چې مشري به يې ملګري ملتونه کوي. د ترکيې ناستې وړانديز امريکا کړی او په دې اړه يې ولسمشر غني او ډاکټر عبدالله عبدالله ته لېکونه هم لېږلي دي.