د نړۍ له هېوادونو سره بلد شئ؛ د بنګلادېش هېواد 

تاريخي موندې ښيي چې د بنګال کلمه له Vanga کلمې اخېستل شوې ده او بيا په خپله  د Vanga کلمه هندوستان کې د مشهور سيند Ganga رېښه لري. هندو مذهب - پيرو ته ګنګا سيند يو له سيڅلي سېندونو دی. د بنګلادېش کلمې وروستۍ برخه (desh) سانسکريتي کلمه ده چې د خاورې يا هېواد مانا ورکوي. اوس مهال؛ بنګال يو لوی قوم او دېش د هېوادپه مانا سره دی، چې د بنګليانو د هېواد مانا ورکوي. 

د لرغون پوهنې اړوند د اوسني بنګلادېش پر خاورې انسانانو له نن شل زره کاله وړاندې ژوند کړی او همدا ډول په يوې بلې څېړنې کې ويل شوي دي چې بنګلادېش کې يوازې څلور زره کاله وړاندې انسانان اوسېدلي. د لومړي ځل لپاره په ۱۶مې ميلادي پيړۍ کې پرتګاليانو دغه خاوره لاندې او يرغل کړه. د هندوستان او پاکستان تر وېش پوري بنګلادېش د هندوستان برخه او ايالت وو. کله چې په ۱۹۴۸ز کال کې هند او پاکستان سره ووېشل شول، نو بنګلادېش د پاکستان برخه جوړه شوه. د پاکستان او بنګلادېش ترمنځ له څو ځلې جګړو وروسته، دغه هېواد په ۱۹۷۱ز کال د مارچ مياشتې په ۲۶مه نېټه ځان له پاکستان را بېل او تر نن ورځې د مارچ ۲۶مه د بنګلادېش د خپلواکۍ د ورځې په توګه لمانځل کيږي. 

پراخوالی او وګړي يې: 
بنګلادېش له درېيو خوا هندوستان سره پوله لري، يو کوچنۍ برخه کې برما هېواد سره هم - سرحده ده او سويلي برخه کې د هندستان سنمدر سره پوله لري. بنګلادېش د خاورې پر بنسټ کوچنی هېواد دی. د بنګلادېش پراخوالی يوازې ۱۵۰زره کيلو متره مربع دی او افغانستان د بنګلادېش درې برابره لوی دی. د پراخوالي پر بنسټ بنګلادېش نړۍ کې ۹۲ هېواد حساب شوی. د بنګلادېش وګړي ډېر دي. دغه هېواد ۱۶۱مېلېونه وګړي لري چې په قومي ډول ۹۸سلنه بنګل - يان دي او همدا ډول د بنګلادېش غوڅ اکثريت يا ۹۰ سلنه وګړي  مسلمانان او د هېواد رسمي دين يې هم اسلام دی. 

سياست او د حکومت ډول يې: 
شيخ مجيب الرحمن د بنګلادېش بنسټګر دی او ده ته د ملت بابا لقب ورکړل شوی دی. دی له پاکستانه د بنګلادېش خپلواکي اخېستي او د دغه هېواد لومړنی ولسمشر هم وو. محمد عبدالحميد د بنګلادېش اوسنی ولسمشر دی. د دغه هېواد د حکومت ډول ولسمشريز دی چې د ولسمشر ترڅنګ د لومړي وزير څوکۍ هم شتون لري. له ۱۹۹۰ز کال راهيسې بنګلادېش کې دوه ګونديز سياسي سېسټم دی او يوازې دوه ستر ګوندونه دي چې واک ته د رسېدو لپاره سره سياسي مبارزه کوي او ټاکنو کې نوماندان وړاندې کوي. 

پوځي وړتيا يې: 
د بنګلادېش پوځ په ۱۹۷۱ز کال کې جوړ شوی دی. دغه پوځ له پاکستان سره سختې جګړې کړې چې په پايله کې يې بنګلادېش خپلواکه شو. بنګلادېش اوس مهال څه د پاسه يو نيم لکه وسله  وال پوځ لري. 

د بنګلادېش په اړه پنځه په زړه پوري خبرې: 
۱- نړۍ کې بنګلادېش هغه هېواد دی، چې د خپلې بنګالي ژبې لپاره يې خپل د پاکستان پر وړاندې پر جګړې لاس پوري او په پايله کې يې ځان ته خپلواکه هېواد کړ. 

۲- بنګلادېش نړۍ کې د مسلمانانو څلورم  تر ټولو ستر هېواد دی. د بنګلادېش پلازمېنه داکه کې ډېر شمېر جوماتونه شتون لري او په همدې بنسټ ورته د جوماتونو ښار يا the City of Mosques هم وايي. 

۳- بنګلادېش نړۍ کې اتمه شمېره تر ټولو ډېر وګړي لرونکی هېواد دی. نړۍ ته درې سلنه چای بنګلادېش ورکوي او څلور مېلېونه وګړي يې د چايو په صنعيت کې بوخت دي. 

۴- دغه هېواد کې طعبيي پېښې ډېرې رامنځ ته کيږي. نېږدې اوويا سلنه تاريخي زړې ودانۍ يې د توپانونو او بارانونو له امله ويجاړې شوې دي. 

۵- د نړۍ د نور سيمو خلاف بنګلادېش د کال شپږ موسمونه لري؛ له پسرلي، وړي، خزان او ژمي ورېخوا؛ دوه نور موسمونه هم لري.