
په خوست ولايت كې د واليبال هغه سيالۍ پاى ته ورسيدې، كومې چې شل ورځې وړاندې پيل شوې وې او د دغه ولايت له بېلابېلو سيمو شلو لوبډلو پكې برخه اخيستې وه. د دغو سياليو پاى لوبې ته د متون او تڼيوپه نومونودوې لوبډلې ووتې، او د لوبې په پايله كې متون لوبډله وتوانيده چې د تڼيولوبډلې ته درې د يو په مقابل كې ماتي وركړي .
د واليبال د دې سياليوپه پاى لوبه كې د متون او تڼيو لوبډلوترمنځ لوبه وشوه، په دې لوبه كې هغه ډله بريالۍوه چې له پېنځوميدانونوڅخه درې وګټي، د دوى ترمنځ لوبه چې په دوو كې سره برابر وو، خو دريم او څلورم ميدان هم د متون لوبډلې په برخه شو او د سياليواتلوالي يې وګټله، له لوبې ورسته چې لوبغاړو ته جايزې وركول كيدې د خوست د المپيك مشر عزيز ملنګ وويل چې له نوموړو سياليو څخه يې د جوړيدو موخه دا وه، چې له يوې خوا د واليبال پر لوبو د اخته ځوانانو مينه او روحيه لا پياوړې كړي او له بلې خوا د ځايي خلكولپاره د ساعتيرۍ زمينه برابره شي. دا سيالۍچې شل ورځې وړاندې د يوه سواګرپه مالي مرسته جوړې شوې وې، لسو لوبډلو پكې برخه اخيستې وه، او هره ورڅ به ورته په سلګونو خلك د تماشې لپاره راتلل، د يادولو ده چې د نوموړو سياليو د پاى لوبې ته هم بي شمېره خلك راټول شوي وو، له لوبې وروسته برياليو لوبډلو ته د اتلوالۍ هغه جامونه وركړل شول چې د سياليو جوړونكو لخوا برابرشوي وو او هم يې د تكړه لوبغاړو په غاړو كې د ګلو هارونه واچول. په روان ژمي كې د خوست په يوشمېرنورو يموكې هم د لوبو ميدانونه ګرم شوي او د خلكو د ساعتيرۍ لامل شوي دي.