په خوست ولايت كې د بدني روزنې امريت او ګڼو ځوانانو لخوا د پکتيکا پېښه وغندل شوه

 
په خوست ولايت كې د بدني روزنې امريت او ګڼو ځوانانو لخوا په پكتيكاولايت كې د هغوځوانانو او ورزشكارانو وژنه وغندل شوه چې د لوبې پرميدان يې ځانمرګى بريد شوى وو، دوى چې لوبغاړي د هيواد لپاره وياړونه راوړي اود هيواد بيرغ په نړۍ كې رپوي ځكه يې وژل هم سخت جرم ګڼي د شوي بريد سخته غندنه كوي.
مراسم د خوست ولايت د بدني روزنې په امريت كې نيول شوي او په سركې يې د پكتيكاولايت د يحى خېلو ولسوالۍ د ځانمرګي بريدقربانيانو پسې د قرانكريم ختم وشو، دغه ورزشكاران او ځوانان وايي چې لوبغاړي د هرې سيمې او هيواد لپاره د سولې سفيران بلل كيږي، ځكه خو پر دغه ځانمرګي بريد د ټول ولس زړونه درديلي،  دوى دغه ډول بريدونه د د مسلمانانو او ځوانانو لپاره لويه ضربه بولي او د پلان كوونكو لپاره يې د نيولو او سختې سزا وركولو غوښتنه وكړه.
دغه لوبغاړي وايي چې افغان دولت ته د يحى خېلو ولسوالۍ د ځانمرګي بريد عاملين معلوم شوي او په رسنيو كې يې نومونه هم وركړل شوي دوى غوښتنه كوي چې دولت دې په ريښتوني ډول د هغوى په نيولو كار وكړي.
د يادولوده چې په پکتيکاولايت كې هم سلګونو خلکو د لاريون پرمهال د دغه ځانمرګي بريد د غندلو ترڅنګ د پکتيکا پرچارواکو هم تور ولګاوو چې د امنيت په راوسيتوكې پاتې راغلي او له ولسمشر يې غوښتنه كوله چې نوريې له دندو ليرې كړي.