د پکتيکاولايت په مرکز ښرنه کې سلګونو خلکو د لاريون پرمهال د يحيی خېلو ولسوالۍ ځانمرګی بريد غندنه وكړه

 
د پکتيکاولايت په مرکز ښرنه کې سلګونو خلکو د لاريون پرمهال د يحيی خېلو ولسوالۍ ځانمرګی بريد غندنه وكړه او له ولسمشر يې وغوښتل چې د پکتيکا چارواکي له دندو لېرې او د عدالت مېز ته راکاش كړي، لاريون كوونكو د پاكستان پرضد له دې امله شعارونه وركول چې په افغانستان كې ډيرې پېښې د هغوى له لاسه دي.  
په لاريون كې د پكتيكاولايت د مديني ټولنو غړو او عامو خلكو ګډون كړى  او د رخت پر ټوټو د ليکل شويو شعارونو سره د ښرنې ښار په واټونوکې وګرځېدل او د ځايي چاروكواو په ځانمرګو او نورو بريدونو کې د ملکي تلفاتو پرخلاف يې شعارونه ورکول، دوى تور لګوي چې په پكتيكاکې ناامني او د خلکو لپاره د اسانتياوو نه برابرول د والي او امنيتي چارواکو د ناسم مديريت له امله دي او پر دولت يې غږ وكړ چې اوسني چارواکي له دندو لېرې كړي او د وروستي ځانمرګي بريد عاملين پيدا او د قانون منګولو ته وسپاري.
لاريون كونكو د پاکستان د جميعت اسلامي ګوند مشرمولانا فضل الرحمن هغه خبرې هم وغندلې، چې په افغانستان کې يې جهاد روا بللی او له حکومت يې وغوښتل چې په کورنيو چاروکې د بهرنيانواوپه ځانګړي توګه د پاکستان او ايران د هر ډول مداخلې مخنيوی وکړي.
د لاريون په پرېکړه ليک کې راغلي چې نور په دغه ولايت کې اوسنی حالت نشي زغملی او خبرداری يې ورکړچې که حکومت يې غوښتنې وانه وري نو خپلو اعتراضونو او لاريونونو ته به دوام ورکړي ، د ياده ولوده چې په يحى خېلواو له دې وړاندې په ارګون ولسوالۍ كې ځانمرګوبريدونولسګونو كسانوته مرګ ژوبله اړولې خو تراوسه يې چا مسووليت پرغاړه نه دى اخيستى.