
روهي (دوه نۍ/۱۸ د کب)، د حکومت د مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله د مارچ اتمې يا ښځو نړيوالې ورځې په مناسبت په يو پيغام کې ويلي دي چې د ښځو له شتون او ګډون پرته افغانستان کې سوله بې مانا ده.
د مصالحې عالي شورا پر دې ټېنګار کړی دی چې افغاني ټولنه به په ټولو برخو کې د مېرمنو له اغېزناکه او ثابت شوي حضور پرته ثبات ته لاره پیدا نکړي.
د عبدالله عبدالله په وينا چې د ملي مصالحې عالي شورا پدې تاریخي ورځ د ښځو د لاسته راوړنو په نظر کې نیولو سره د ښځو پروړاندې د تبعیض او تاوتریخوالي په له منځه وړلو ټینګار کوي او د ټولنې د ټولو برخو په ځانګړي ډول د ښځینه اتلانو د حقونو ساتنې لپاره خپله ژمنه بیا تکراروي.