صلاح الدين رباني: له عطا محمد نور سره ناسته کوم؛ جمعيت ګوند به بيا سره يو شي

روهي (دوه نۍ/۱۸ د کب)، د جمعيت ګوند مشر صلاح الدين رباني وايي چې د جمعيت ګوند د بيا يو ځای کېدنې لپاره يې هڅې پر لار اچولې دي او په دې اړه به له عطا محمد نورو سره وګوري. 

د رباني په وينا چې منځګړي څلور کسيز پلاوی ته دنده سپارل شوې ده چې د جمعيت ګوند د خپلمنځي ستونزو د حل لپاره له عطا محمد نور سره ناسته برابره او پر مسايلو خبرې وشي. 

له صلاح الدين رباني وړاندې عطا محمد نور خبر ورکړی وو چې هڅې يې روانې کړې دي ترڅو له صلاح الدين رباني سره ناسته وکړه او جمعيت ګوند بيا سره يو کړي. 

جمعيت ګوند څو مياشتې وړاندې د خپل منځي ستونزو له امله د صلاح الدين رباني او عطا محمد نور ترمنځ سره ووېشل شو.