روهي (يوه نۍ/۱۷ د کب)، د امريکا متحدو ايالتو بهرنيو چارو وزير انتوني بلنکین افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د مصالحې عالي شورا رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله ته پر عيني مسالې خو دوه بېل - بېل لېکونه لېږلي دي.
دغه ليک کې انتوني بلنکین ولسمشر غني او ډاکټر عبدالله عبدالله ته د هغې طرحې ویلي دي چې له وړاندې د دوی ځانګړي استازي زلمي خليلزاد شريکه کړې ده.
د لیک په يوې برخې کې د افغان سولې په اړه لېکل شوي دي، "موږ هوډ لرو له ملګرو ملتونو وغواړو چې د افغانستان د سولې بهیر په هکله د روسیې، چین، پاکستان، ایران، هند او امریکا د بهرنیو چارو او ځانګړو استازو د بحث لپاره غونډه جوړه کړي."
د ليک په يوې بلې برخې افغان مشرانو ته ليکل شوي دي، "موږ به همدارنګه له ترکیې وغواړو چې په راتلوونکو اوونیو کې د سولې هوکړه لیک د وروستي کېدو لپاره د دواړو لوریو (جمهوریت او طالبانو) د لوړې کچې غونډې کوربه توب وکړي."
تر اوسه ولسمشرۍ ماڼۍ او د مصالحې عالي شورا په دې اړه مالومات نه دي وړاندې کړي.
وروستي