ولسمشرۍ ماڼۍ کې د ناټو سازمان سفيرانو ته ملېمستيا

افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن غرمه په یوه مېلمستیا کې د ناټو سازمان غړو هیوادونو سفیرانو سره په ولسمشرۍ ماڼۍ کې کتلي دي. ناستې کې د هېواد لومړۍ ميرمنې او د ولسمشر مرستيالانو هم ګډون درلود. 

ولسمشر محمد اشرف غني د ناټو سازمان غړو هېوادونو سفيرانو سره د تاوتریخوالي پر پای ته رسولو او د دایمي اوربند پر تامین ټینګار وکړ او ويلي دي چې افغان حکومت ښې حکومتولۍ او فساد ضد مبارزې ته ژمن دی.

ولسمشر غني  د سولې، ښې حکومتولۍ او فساد ضد مبارزې په اړه د ناټو سازمان غړو هیوادونو سفیرانو پوښتنو ته ځوابونه ويلي. 

نننۍ ناسته کې د ناټو سازمان غړو هیوادونو سفیرانو یو ځل بیا له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو، سولې پروسې، اوربند او د جمهوریت او تېرو دوو لسیزو لاسته راوړنو د ساتنې لپاره خپله ژمنتيا او ملاتړ څرګند کړ.